نړۍ

کویټ هم د ایران څخه خپل سفیر ایستلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کویټ د بهرنیو چارو وزارت نن د سه شنبې په ورځ له ایران څخه خپل سفیر ایستلی دی.

کویټ له سعودي، بحرین، سوډان او متحده عرب اماراتو وروسته څلورم هیواد دی چې په ایران کې د سعودي د قونسلګري او سفارت د سوځولو په عکس العمل کې له دې هیواد سره خپل ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کوي او یا یې هم ټیټي سویې ته را ښکته کوي.

د کویټ رسمي خبري اژانس (کونا) نن د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې کویټ له ایران څخه خپل سفیر ور غوښتی.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت همداراز په تهران کې د سعودي سفارت سوځول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی، خو کویټ تر اوسه د ایراني سفیر څخه له هیواده د وتلو غوښتنه نه ده کړې، بلکي هغه ته یې د سعودي سفارت د سوځېدو پر سر په احتجاج بسنه کړې.

باید وویل شي چې په تیرو ورځو کې سعودي ۴۷ تنه سیاسي مخالفین اعدام کړل چې په هغو کې یو شیعه عالم نمر باقر النمر هم وو.

د عراق او ایران حکومتي چارواکو د سعودي دغه عمل د بشر د حقوقو خلاف عمل وباله، په ایران کې د شیعه ګانو په مظاهرو کې لومړی په مشهد کې د سعودي قونسلګري وسوځول شوه او بیا په پلازمینه تهران کې د سعودي سفارت ته اور ورکړل شو.

سعودي په تهران کې خپل د سفارت د سوځولو او ایراني چارواکو د سیاسي څرګندونو له امله د ایران سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړي او ایران یې د سعودي په داخلي چارو کې په مداخله هم تورن کړ.

له سعودي وروسته بحرین او سوډان هم په بشپړه توګه د ایران سره اړیکي پرې کړي او همداسي متحده عرب امارت دغه اړیکي تر پخوا ټیټي کچې ته را ښکته کړې.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا هم په ایران کې د سعودي د سفارت سوځول وغندل او له ایران څخه یې غوښتنه وکړه چې د دیپلوماتیکو اشخاصو او ځایونو امنیت په سمه توګه خوندي کړي.

ایران ملګرو ملتونو ته په استول شوي لیک کې د سعودي د سفارت پر سوځېدو خپله خواشیني څرګنده کړی او ژمنه یې کړې چې عاملین به یې نیسي او سزا به ورکوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د سعودي استازي عبدالله المعلمي ویلي چې د ایران بخښنه غوښتل دوی ته د منلو نه ده، دوی د ایران څخه غوښتنه لري چې د عربي نړۍ په داخلي امورو کې دي لاسوهنه نه کوي.

بل خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د دواړو اړخونو څخه غوښتي چې د صبر او تحمل څخه کار واخلي، په داسي عمل دي لاس نه پوري کوي چې د بل اړخ د پاریدلو سبب وګرځي. نوموړي ویلي چې د سعودي او ایران تر منځ سیاسي شخړي د سیمي لپاره ښه زیری نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x