شعـــــرونه

غزل ـ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

مړ په انتظار ښه یم، بیمار ښه یم
دغسې بیمار ښه یم، بیمار ښه یم

ښه یم لېونی څیرې ګرېوان ښه یم
خوښ په دغه کار ښه یم، بیمار ښه یم

پړی ستا د عشَق مې مرۍ کې بند
ځوړند په دې دار ښه یم، بیمار ښه یم

نه غواړم جنت بې له تا نه غواړم
ستا د مینې یار ښه یم، بیمار ښه یم

ستا په سر دې سیوری یم؛ که سوی یم
دنګ لکه چینار ښه یم، بیمار ښه یم

بس په تورو سترګو دوزخي ښه یم
داسې ګنهګار ښه یم، بیمار ښه یم

شمعې د وصال ته دې پتنګ غوندې
پرېږده ناقرار ښه یم، بیمار ښه یم

زانګم دې له یاد سره، ټالۍ دې خورم
مست ښه یم، خُمار ښه یم، بیمار ښه یم

ستا “خدرخېل” ستا د زنده ګۍ ملنګ
ستا د غاړې هار ښه یم، بیمار ښه یم

ــــــــــــــــ

۱۳۹۴/۹/۲۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق پریشان

سلامونه او نیکی هیلی امید دی چه زما شعر په خپله باڼه کی واچوی ستا ېری څه که دا ملک واره طوفان شی ستا پری څه. که به اورستی جهان شی ستا پری څه. تا ته خیردی که خلک تول پکی ورتیری. که هرځای آه اوفغان شی ستا پری څه. که سلگی شی رڼی اوښکی طوفانی شی. که هر کور کی گډ سوران شی ستا پری څه. که لاس ماتی مظلومان هرخواژریږی. چی لا نورهم سر گردان شی ستا پری څه. ما ته څاڅکی څاڅکی اوښکی لوی دریاب شی. که پری لوند هر یو گریوان شی ستا پری څه. تا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x