افغانستان

هلمند کې امريکايي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت مارجه ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه نسکوره شوې ده.

غربي رسنۍ وايي، چې د چورلکې نسکورېدو له امله ګڼو امريکايي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان کې د الجزيرې خبريال ولي الله شاهين وايي، چې د نسکورېدو له امله د الوتکې ټولې سپارلۍ وژل شوي دي.

تسنيم خبري اژانس د خپلو سرچينو له قوله وايي، چې نسکوره شوې چورلکه مارجې ته د ټپي سرتېرو د لېږدولو په موخه تللې وه.

د امريکا دفاع وزارت منلې، چې هلمند کې د دوی يوه نظامي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د نظامي چورلکې د نسکورېدو په اړه ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې ټولې سپارلۍ، چې شمېر يې شپاړس تنه وو وژل شوي دي.

د هلمند ولايت امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې چورلکه په داسې سيمه کې نسکوره شوې، چې طالبان په کې فعاليت کوي.

د ځايي خلکو په وينا د چورلکې پاتې شونې اوس هم په سيمه کې پراته دي او نورې امريکايي چورلکې پرې پروازونه کوي.

د چورلکې نسکورولو مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
naeemullah

ډیر ښه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x