افغانستان

ایران د سولي په خبرو کې پوره ونډه غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ډاکټر عبدالله ته ویلي چې دوی د افغانستان د سولي به مذاکراتو کې پوره ونډه غواړي.

نوموړي دغه خبري د ډاکټر عبدالله سره په هغه لیدنه کړي کومه چې همدا نن ددواړو لوریو تر منځ په تهران کې تر سره شول.

تهران د ډاکټر عبدالله څخه دغه غوښتنه په داسي وخت کې کوي چې په روانه جنوري میاشت کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په اسلام اباد کې د سولي د خبرو د پیل په اړه غونډه لري.

ډاکټر عبدالله دوه ورځي کیږي ایران ته په رسمي سفر ته تللی، هلته یې د نورو جګپوړو چاوراکو تر څنګ ددغه هیواد د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او روحاني مشر آیت الله خمیني سره وکتل.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په داسي وخت کې ایران ته سفر کوي چې په دغه هیواد کې د سعودي سفارت د سوځېدو له امله عربي نړۍ یو په بل پسې د ایران سره اړیکي پرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د ایران هدف په افغانستان کی د سولی له ګډون څخه د افغانانو دغوښو خوړل او د هدوکو شپیلول دی وایی چه نور افغانستان خوری نو مونږ څه ګناه کړی ، په داسی حال کی چه د عبدالله ( دوهم مساوی جمهور ریس کیدل ) د ایران د خوشالیدو د پاره تر سره شول

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x