افغانستان

پولیس: د کابل په چاودنه کې څوک نه دی وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): تیره شپه ناوخته د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې زوروره چاودنه وشول چې سیمي ته نیژدې کسانو په لومړیو کې د چاودني وروسته د جګړې خبر هم ورکړ، خو پولیس وايي چاودنه د چسپکي بم له امله را منځته شوې وی او د جګړې راپورونه یې رد کړل.
چاودنه د وزیر اکبر په سیمه کې د شپې پر ۹:۱۵ بجې د ۱۱ سړک په سیمه کې را منځته شول، دغه سیمه کې یو شمیر سفارتونه هم وجود لري، چې له همدې کبله ورته ډیپلوماتیکه سیمه ویل کیږي.

پولیس وايي دغه چاودنه د چسپکي بم له امله را منځته شوې، چاته یې زیان نه دی رسولی.

باید وویل شي چې وړمه ورځ هم سهار او ماښام په کابل کې دوه چاودني وشولې چې د وروستۍ چاودني پړه یې طالبانو پر غاړه واخیسته او زیاته یې کړه چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یې د بهرنیانو پر استوګنځي دغه برید کړی وو، چې په ترڅ کې زیات شمیر بهرنیان ووژل شول.
نن سهار په ننګرهار کې هم د هندوستان او پاکستان قونسلګریو ته نیژدې چاودنه وشول او همداسي دوه شپي وړاندي په مزار شریف کې د هند قونسلګري ته څیرمه یو شمېر بریدګرو د امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې د چارواکو په وینا ۲۴ ساعته یې دوام وکړ او د بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسیدله.

ولسمشر اشرف غني دغه چاودني او تازه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي چې افغانستان به کله هم د هغو سره د سولي خبري ونه کړي څوک چې خلک وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x