دیني، سیرت او تاریخ

څو لعنتي ښځې

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایې : الله په هغو ښځو لعنت ویلی دی چې هغوی خالونه وهي او هغه چې پر بدن خالونه جوړوي ، او په هغو ښځو یې لعنت کړی ده چې وریځې جوړوونکې . او هغه ښځې چې دښایست په نیت دخپلو وریځو ویښتان کاږي او نرۍ کوې یې . او هغه میرمنې چې د مخې دغاښونو په منځ کې فاصله جوړوي دوی دا کار د ښایست په نیت کوي .

دا خبره د انصارو یوې ښځې ته ورسیدله چې ان یعقوب یې بلله او قران به یې هم تلاوت کاوه ، دا ښځه عبدالله ته راغله او ورته ویې ویل :

ما اوریدلې دي چې ته په خال وهونکو ، ویرځې ، جوړوونکو اوغاښونه ازادوونکو ښځو لعنت ویلی ده ؟ هغه ورته وویل : زه به ولې په هغه چا لعنت نه وایم چې په هغو رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ویلی ده ، او داد خدای په کتاب کې راغلې دي . هغې ښځې ورته وویل : زه قران وایم خو دا خبره مې نده پکې لیدلې ؟ عبدالله ورته وویل : که ته قران وایې دا ایت به دي پکې لیدلی وي چې خدای وایې : تاسو ته چې رسول څه درکوي هغه ونیسﺉ او له څه مو چې منعه کوي له هغه منعه شﺉ ،

ام یعقوب ورته وویل : دا اوس ستا ښځې دا کارونه کړې دي ، عبدالله ورته وویل : ته ورشه ویې ګوره . هغه ښځه دعبدالله ښځې ته ورغله هغه یې وکتله خو داسې کوم شی یې ونه لید ، بیرته راغله او ویې ویل : ما داسې څه شی ونه لیدل ، عبدالله ورته وویل : که هغوی داسې کار وکړي بیا موږ له هغوی سره نه یوځای کیږو .

الواشمه ښځه ده چې د بدن ځانګړې برخه په تیرو ستنو ووهې او وروسته رانجه یا بل شی ورګډ کړي وروسته شین خال وګرځي . دا ډول خال وهونکې او پر بدن خال جوړوونکې ښځه دالله له رحمت نه لرې ده .

عن عبد الله بن مسعود قال: لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله. قال: فبلغ ذلك امرأة من بني أسد يقال لها: أم يعقوب وكانت تقرأ القرآن فأتته فقالت: ما حديث بلغني عنك أنك لعنت الواشمات والمستوشمات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله؟ فقال عبد الله: ومالي لا ألعن من لعنه رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ وهو في كتاب الله، فقالت المرأة: لقد قرأت ما بين لوحي المصحف فما وجدته، فقال: لئن كنت قرأتيه فقد وجدتيه، قال الله عز وجل: وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا [الحشر:7].

فقالت المرأة: فإني أرى شيئاً من هذا على امرأتك الآن، قال: اذهبي فانظري، فدخلت على امرأة عبد الله فلم تر شيئاً، فجاءت إليه فقالت: ما رأيت شيئاً، فقال: أما لو كان ذلك لم نجامعها. صحيح مسلم

بل هغه ښځه لعنتي ده چې میړه یې د خپل حاجت پوره کولو له پاره ور وغواړي او دا انکار وکړي ، دي ښځې ته ټوله شپه الله په قهر وي او ترسهاره ملایکي لعنت پرې وایې .إِذَا دَعَا الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ إِلَى فِرَاشِهِ فَأَبَتْ، فَبَاتَ غَضْبَانَ عَلَيْهَا؛ لَعَنَتْهَا الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى تُصْبِحَ) متفق عليه.

بله هغه ښځه چې له نارینه سره ځان تشبیه کوي داراز هغه نارینه چې له ښځو سره ځان برابروي ؛ الله په دوی دواړو لعنت وایې . لعن المتشبهين من الرجال بالنساء ، والمتشبهات من النساء بالرجال . رواه البخاري .

لوی څښتن دي د مسلمانانو خوندې او لوڼه له داسې لعنتي عمل نه وژغوري او خدای دې دوی ته درسول الله صلي الله علیه وسلم په لارښوونو د عمل توفیق ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x