افغانستان

بادغيس: پوليسو پر يوې «نهه کلنې يتيمې نجلۍ» ډله ييز جنسي تيری کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۱۶ مه، ۱۳۹۴ل): په بادغیس ولايت کې ۱۱ تنو پوليسو او سيمه ييزو وسله والو کسانو پر يوې نهه کلنۍ يتيمې نجلۍ جنسي تيری کړی دی.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي وايې چې لس ورځې مخکې د جوند د سيمې په پيراجي کلي کې د ۱۱ تنو پوليسو او خپلسرو وسله والو له لوري په ډله ييزه توګه پر يوې نهه کلنۍ نجلۍ جنسي تېری شوی دی.

اخي زي وويل چې په دغو ۱۱ تنو کې يې څلور تنه د جوند د امنيه قومندانۍ پوليس او ۷ تنه نور يې سيمه ييز خپلسري وسله وال کسان دي.

فريد اخي زي وويل دغه نجلۍ چې پلار يې پخوا مړ شوی او ورور هم نه لري له جنسي تېري وروسته دسيمه ييزو خپلسرو وسله والو له لوري يې يوه ته د ۷۵۰ زره افغانيو په بدل کې نکاح کې په نکاح شوې ده.

له دغې پېښې وروسته د نجلۍ مور او نيا د بادغيس مرکز ته تللي او هلته يې امنيه قومندانۍ او ولايتي شورا ته شکايت کړی دی.

د بادغيس امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرووف تاج هم ياده پېښه تائيد کړه او ويې ويل چې قضيه د جوند د قومي مشرانو او پوليسو ترڅېړنې لاندې ده.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د امريکا له يرغل وروسته د افغانستان د ملي ځواکونو او ځينو خپلسرو وسله والو په ليکو کې داسې ډیری خلک شته چې په دغه ډول ناوړه اعمال ترسره کوي، خو دولت تر اوسه په دې اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی تر څو په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو مخه ونيول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x