شعـــــرونه

د زرمت په ياد کې

سعادت کليوال

نن خو د کلي فضا بیا اخیستې سرو اورونو
نن د کورو تر څنګه بیا ګرځي خونکارې سترګې

د هاوانو په ګړزهار کې به خوب څنګه وکړي
نن به د ډیرو ماشومانو وي بیدارې سترګې

جانانه! ته به هم د څو ورځو بې خوبه ګرځې
څنګه به یو خوا بلخوا اړوې خمارې سترګې

چې وې د خدای له ډاره هره شپه په اوښکو لمدې
د هغو سترګو نښه اخلي ګنهګارې سترګې

د ستا له لوري چې د غشو ګزارونه کیدل
ما هم هغه لور ته نیولې وې قرارې سترګې

ازادۍ ورکې! نور دې څومره پړاوونه پاتې
سعادت هم درته نیولې دي په لارې سترګې

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close