افغانستان

هلمند: د چورلکې د رانسکورېدو په پېښه کې ۱۷تنه بهرني عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۱۶ مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا نظامي ځواکونه وايي چې د هلمند ولايت په مرجه ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان مرميو په بريدونو کې يو امريکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې دغه مرګ ژوبله د هلمند ولايت په مرجه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او دا يې يوه ستره غميزه بللې.

د امريکا د اين بي سي تلويزيوني کانال د امريکايي چارواکو له قوله ويلي چې په دغو عسکرو د طالبانو له لوري د هاوان او سپکو وسلو بريدونه شوي وو چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون «مرغومي ۱۵» په هلمند کې يوه امريکايي چورلکه هم رانسکوره شوې چې د ځينو امنيتي سرچينو په وينا ټولې سپرلۍ چې شمېر يې ۱۶ تنه وو، وژل شوي دي.

په افغانستان کې د الجزيره تلويزيوني کانال خبريال ولي الله شاهين په خپل راپور کې ويلي چې په امريکايي الوتکه کې ټولې سپرلۍ وژل شوي دي او د غه الوتکه هلمند ته د امريکايي وژل شويو او ټپي عسکرو د لېږد له پاره سیمې ته تللې وه.

په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند وايي چې ياده هليکوپتر په مارجې ولسوالۍ کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې.

تر اوسه ددغې چورلکې د نسکورېدو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکرام

د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي لخوا یو ایمیل رالیږل شوی چې په لاندې ډول دی …………. دهلمند مرجه کي په رانسکوره شوې الوتکه کي لسګونه وژل شوي عسکر امریکایان دي دهلمند ولایت چي له څو میاشتو را پدیخوا داسلامي امارت دمجاهدینو دښکاره بریا وو شاهد دی او ددښمن له لاسه لکه نوزاد ،موسا کلا ، کجکي او سنګین ګڼې ولسوالۍ ‏ وتلې چي دا مهال دناوې نادعلي او مرجې پر استقامتونو له دښمن سره نښتې روانې دي چي هره ورځ مجاهدین الحمدلله مخ په وړاندي روان دي دمرجې دچور چاراهي وکیل دوست محمد بلاک سیمه چي له څو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x