نظــر

د کانکور بړاس او زما تبصره – سعد عمار

د کانکور نتایج را برسیره شول او افغانانو ته یو ځل بیا زمینه برابره شوه چې د زړه بړاسونه د کانکور په انتقاد باندې یخ کړي.

چا ولایتونه ملامته کړل، چا دولتي چارواکي ملامته کړل، چا هغه څوک ملامته کړل چې بې نتیجې شوي، چا هغه څوک ملامته کړل چې مکتبونه سوځوي، چا ګاونډیان ملامته کړل چې په چارو کې لاسوهنه کوي، چا قومونه ملامته کړل….

د دې چیغو او ناندریو ستر لامل دا دی چې د داسې غبرګون وړاندوینه مخکې له مخکې شوي وه او ولس ته د پیښو لپاره د لید زاویه له مخکې برابره شوي وه. ولس ته چې کومې عینکي د رسنیو لخوا په سترګو شي، په هماغه عینکو هر څه تحلیلوي، هماغسې هر څه ارزیابي کوي.

که د افغانستان بې شمیره تلویزیونونه، رادیوګانې، ورځپاڼې او ویبپاڼې څه ووایې هماغه د ولس په ذهن کې کینې، که سپین تور شو، بیا به یې څوک سپین نه کړي او که تور یو ځل سپین شو، بیا به یې څوک تور نه کړي.

انګلیسي کې یوه اصطلاح ده Thinking outside the box یې بولي. مونږ ورته شدیده اړتیا لرو، د ولس فکر که په یو تنګ صندوق کې بند شي، او د ستونزې حل په صندوق کې نه وي، نو که هغه هر څومره چیغې او واویلاوي وکړي، د ستونزې حل خو نشي پیدا کولای، مګر ځان به ستړی کړي.

په لنډو ټکو، د کانکور له پایلو ناخوښه یو خو د کانکور موجوده سیستم باندې مو رضایت ښکاره کړی!

د نتایجو پر ځای ولي سیستم نشو نقدولای، هر کال مو دا سیستم وازمویه، هر کال پکې نوي ستونزې را برسیره کیږي، هر کال پکې یا د یوې لیسې نه ټول کامیابیږي یا د یو ځای نه ټول لوړه نمره اخلي، د سیستم په چلوونکو سخت نقدونه کوو چې رشوت خواره دي، غله دي، جعلکاران دي، متعصب دي، او بل او بل، خو سیستم چې په ځان کې د رشوت، غلا، تقلب، جعل او تعصب امکانات برابروي هغه نه نقدوو؟

غربي نړۍ خو مو په سندرو، ناڅاګانو، فیشنونو، سریالونو او فلمونو کې کاربن کاپي کړه خو چې کله خبره د علم، ساینس او ټیکنالوژۍ راشي، بیا غرب ته شا اړوو، کله مو پدې فکر ونه کړ چې په امریکا، برطانیا، چین او جاپان کې د کانکور او ورته ازموینو لپاره څه طرز عمل غوره شوی.

ښه پوهیږو چې لوړې زده کړي او د افغانستان د نوي نسل علمي، ساینسې او اخلاقي روزنه څومره د افغانستان د راتلونکي لپاره ارزښمتنه ده، خو لومړیتوبونه مو بلې خوا ته دي؟؟

څه موده مخکې رسنیو کې خبره یاده شوه چې تر اوسه ۵۲ میلیارده ډالر افغانستان سره مرسته شوي، دې دومره بحري پیسو کې د افغانستان پوهنتونونه او د کانکور د ازموینې سیستم ښه نه شو، یو چا راته ویلي وو چې کله جاپان باندې امریکې اتوم بم وغورځوه او اباد ښارونه یې ورته ویجاړ کړل، دولت یې پریکړه وکړه چې دینه وروسته به د ښوونکي او وزیر معاش یو برابر وي، نه پوهیږم چې دا خبره څومره رښتیا ده، خو یو پیغام پکې پروت دی، او د دې پریکړې پایله دا راووته چې نړۍ کې به داسې کورونه ډیر کم وي چې جاپاني توکو په کې نه وي، او په ډیره لنډه موده کې د نړۍ درییم ستر اقتصادي ځواک دی.

داسې ډیر پیښ شویدي چې د چا اقتصاد سره علاقه ده خو انجینرۍ کې ناست دی، د چا شعر او ادب سره علاقه ده خو طب کې ناست دی، یا د چا جیولوجي او معدن سره علاقه ده خو حقوق او سیاسي علومو څانګه کې ناست دی.

افغانستان کې که لویه ستونزه ده او که کوچنۍ خو د اینسټاین فورمول ترې جوړ شوی چې حل لپاره یې باید اول نور حلونه پیدا شي، د غرب او شرق نه راغلي متخصصین یا پرې نه پوهیږي او یا یې نه غواړي چې حل کړي.

دلته غوږ هغه چاته نیول کیږي چې یا د ویلو لپاره څه نلري او که یې لري هغه د افغانستان لپاره تباه کوونکي نقاط وي، څوک چې څه لري هغه ته مخکې له مخکې ټاپه چمتو شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x