ادبي لیکني

عملیات/ لنډه کیسه

لیکوال: امین ستانکزی
لیکوال: امین ستانکزی

امین ستانکزی

دچورلکې دويم ماشین هم چالان شو، غرهاری زیات شو، هارنونه وچونګیدل .زه دکړکۍ خواکې ووم دچورلکې څرخ مې لیده په ځمکه ګډیده سیوری یې په ځمکه ورو ورو تیزیده څرخونه یو بل کې ورک شوه وخوځیدم چورلکه کې ساه وچلیده قومندان راغږ کړه  یوه دخیر دعا!

الله مو دې په خیر بیرته خپلو کورونو ته راولي ما ورغږ کړ اویا هم بیرته خپلو دیرو ته  ويې خندل

له کمپ سي دې زړه نه دی موړ؟ ورته مې کړه هغه خو مورچل دی نه یې پریږم ها تیره ورځ دې یو هزاره رالیږلی وو له رالیږلو سره مې ورته وویل ګېر لګوه چې بیا دې دلته ونه وینم!

قومندان خبره کې را ولیده داسې  کارمه  کوه او نه بیا داسې خبره وکړې غلی شوم .

چورلکه لږ پورته شوې وه ډیره کړچیده کسان هغومره نه وو ، مهمات لکه چې ډیر وو ؟  سپرلني عملیات وو بیا مو شپې او ورځې حرامې شوي  بیا به عملیات وي چې دسږ کال عملیاتو ته به کوم نوم ورکوي؟

تېر ځل له کابله په اریانا الوتکې کې تللي وو کلې کې مې چې خلکو ته دخدای قسمونه وکړل چې په الوتکه کې مې سفر کړی نه یې منله ویل یې کوچیان او دومره پرمختګ ؟

نن مو له ناکامه په چورلکه کې سفر کاوه والي له هلمنده همد ا چغې وهلې ولسوالی یې ونیولې که رانه شئ ولایت هم نیسي  دټولي قومندان ورته ټوکه کړی وه  چې والي صیب ترې راځه  هغه ورته ویلي وو هسې ترې راځه لامې دوه میاشتې نه دي پوره شوي  خبره تر چورلکې وه تر هلمنده په څرخکه کې سفر ډیر ستړی کوونکی وي بده یې لا دا چې په کې  لږ نفر انتقاليدلی شي.

هلي کوپتره ښه پورته شوي وه زه دښېښې خواته ناست ووم لاندې لږه لږه ابادي وه په لاس کې  امریکایې ټوپک ته ځیر شوم ډیره کرکه مې ترې راغله د دوو روپیو ټوپک نه دي چې دا به یې مفت ورکړي وي که څنګه ؟

قومندان را غږ که :  څنګه غلی یې په سر مې اشاره وکړه څنګه نه !

ویل یې : کوردې یاد شو  ورته مې وویل په زوره دې رایاد کړ

قومندان مو کټر اوزبیک دی ډیر ټوکې دی له ماسره خو یې سمه طبع لګیدلې ده  سمه پښتو نه شي ویلی

همیشه وایې : لږ پښتو راته واخله زه ورته وایم پښتو نه شي اخیستل کیدای په ټوکه ووایي او پښتون ؟

خړسترګی شم  ، دا امکان لري

له اوږده مزله وروسته مې بیا لاندې فکر شو اوس شنې کروندې وې شنې سرسبزه درې ، خړ او تور غرونه له څه مزله وروسته ملګرو غږ کړ کندهار، چوکۍ کې را نیغ شوم لاندې ځیر شوم شنې کروندي وې هغو ی ویل دا شنه او جنت نسبه خاوره د پنجوایي ده ښکلي باغونو یې له پاسه بیل کیف کاوه  چورلکي دوره وکړه بیرته په ښار راتاوه شوه کندهار ښار هم ښه دی جوړ شویدی خو هغومره نه څرخکه سیده دمیدان هوایې خواته ورهي شوه.

لږه شیبه وروسته مو له چورلکې مهمات او وسلي ښکته کولې قومندان ته یې ویلي وو ترکندهاره په هلي کوپټر کې لاړشئ اوبیا هلمند ته پیاده!

تر ګرشکه دومره لاره نه وه خو په ځای ځای کې وسلوال بریدونو مو تګ ورو کړی وو.

دسړک په سریې پیاده کړو لومړۍ مې په هدیرې سترګې ولګیدې تقریبا ټول قبرونه نوي او تازه وو

په ټولو قبرونو جنډې ولاړې وې  له تور سړکه سور تپ راخوت له هدیرې ورها خوا په خړه دښته کې سیراب زموږ دراتلو لپاره انتظار کاوه دهمدې سیراب په لور لاړو ورو ورو رانه سیراب لیرې کیده ښه شیبه مزل دکلي څرکونه ولګول .

له هر کوره لوګي پورته کیدل غرمه وه میندو تنورونه اچولي وه بیا یې خپل کور رایاد کړ داځل تنور ورسره زیات شوی و.

دکلي په څنډه کې ښوونځی وو قومندان راغږ کړ همدا مکتب ښه دی دلته واړوئ زه ورنږدې شوم ورته مې وویل : بل ځای لاړ شو ښه ده پریږده دوی به درس ووایي هغه وویل : درس له کومه شو ؟ لږ مخکې یې له کابله  راته وویل چې په ښوونځي کې واړوئ زه څه وکړم دوی زده کړو ته دومره اهمیت نه ورکوي جنګ ته ترجیح ډیره شویده.

په خبرو خبرو کې مکتب ته ورسیدو قومندان راغږ که : ته ورته ووایه په ژبه یې پوهیږې

زه هم ادارې ته ورغلم له استادانو سره تر روغبړ وروسته  مې دقومندان خبره ورته وکړه  دټولو له سترګو مایوسي څڅیده په اوښلنو سترګو ترې راووتم زده کوونکي په چغو او شورماشور راوتل یو کمکی را خواته شو کومندان صیب بیا کله راسو؟ له کتو سره مې ورته وویلې له مدیره پوښتنه وکړه.

ویل یې : هغوی نه دي خبر رخصتي خوتاسې راکړه جنګ به تر کومه وي  ځواب یې غوښت  غلی ووم ترکومه چې .. خبره یې وانه وریده روان شو  زه هم چوپ شوم

مکتب خالي شوی وو قومندان له کابله او کندهاره راغلي عسکر او منسوبین را ټول کړل او خبرې یې پیل کړې  سر له همدا اوسه دعملیاتو لپاره تیار شئ تاسې همیشه دمهماتو خبره کوئ وزیر صیب ستاسې اړتیا پوره کړیده دا ځل ښه کافي مهمات لرئ دخپل ځان په قربانۍ دا وطن ښیرازه کړئ هر سرتیری به باید بې دریغه وجنګیږئ دمرمیو حساب نشته څومره مو چې زړه غواړي هومره ولئ ښه پریمانه پریماني ده زړه پرې مه خوږوئ دولت دی راپسې به یې را رسوي څه کور ته خویې نه وړو خو جنګ دی مصرفیږي!

له څو ستړو ورځو او ستړو عملیاتو ورسته یوه څه ارامي شوه قومندان په مخابره راباندې کې غږ کړ ته لږ زما خواته راشه مخابره مې لا نه وه پرې کړې چې ورورسیدم ویل یې دا دی عملیات پای ته ورسیدل ته مدیر صیب ته ووایه چې سر له سبا دې مکتب پرانیزي سبا بیرته ډله ، ډله شاګردان مکتب ته را روان وو دوی سره د زده کړې مینه شته خو که څوک یې پریږدي ؟

له تفریح وروسته په ټولګیو وګرځیدم سره ګرمي وه ، دهلمند ګرمي ! یو ځای استاد په ماته تخته درس لیکه پر شاګردانو خولې راماتې وې ټول په خولو کې لوند خیشته وه لاندې سترنجی هم شکیدلي وه هر شاګرد تر خپلو پښو لاندې خپل نصواري رنګه څادرونه هوار کړي وه مدیر یوځای ولاړ وو په منډه ورغلم او مدیر صیب ! دا مکتب مو په څه حال دی ؟ په خواشیني انداز یې وویل: څه وکړو څو ځل مو تر لوړ پوړو چارواکو دا خبره رسولې خو تل د امکاناتو او بودیجې دنه شتون خبره کوي هغوی هم ملامت نه  دي  دولت مو ضعیف دی دغومره امکانات نه لري مدیر صیب هماسې لګیا وو خو زه د څو ورځو مخکې شیبو ته تللی ووم  دقومندان خبرې مې په مغزو کې وکړنګیدې .

تیار شئ تاسې همیشه دمهماتو خبره کوئ وزیر صیب ستاسې اړتیا پوره کړیده دا ځل ښه کافي مهمات لرئ دخپل ځان په قربانۍ دا وطن ښیرازه کړئ هر سرتیری باید بې دریغه وجنګیږئ دمرمیو حساب نشته څومره مو چې زړه غواړي هومره ولئ ښه پریمانه پریماني ده زړه پرې مه خوږوئ دولت دی راپسې به یې را رسوي څه کور ته خویې نه وړو خو جنګ دی مصرفیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x