نظــر

دیوه امریکایې پوځي بیه دوه نیم زره ډالره شوه

دارزګان ولایت  یواوسیدونکي دخپل ولایت  جهادي اوټولنیز وضعیت بیاناوه  ،دیرغلګرو اواربکي ټوپکسالارانودوحشت بوږنونکي کیسې یې کولې ، نوموړي په خبروخبروکي  دنیواکګرودضعف اوسرسامۍ ډیرمثالونه اودسترګولیدلي واقعې یادي کړې چي یوه خوراجالبه  هغه یې په دې ډول وه :دوې میاشتي مخکي په خاص ارزګان ولسوالۍ کي یوافغان پوځي (محمدقسیم)پراشغالګروبریدوکړ،دوه تنه یې ووژل اوګڼ نوریې ژوبل کړل ،خوخپله روغ رمټ دپیښي له ځایه په وتلوبریالی شو. امریکایې الوتکودنوموړي دموندلوپه موخه په سیمه کي پاڼي وغورځولې اوپه ځانګړې املاء یې پکي لیکلي ووچي ((محمدقسیم به جرم قتل ۵۰۰۰ ډالرانعام )).

خو  دانعام اعلانولوسره سره ونه توانیدل چي  دخپلوپوځیانو قاتل  ونیسي اویایې ووژني .جالبه داچي وروسته معلومه شوه چي  دغه افغان پوځي دطالبانوسره دمخکنیواړیکو پربنسټ یوځای شوی اودهغوی دلارښووني له مخي یې همدابریدترسره کړی ؤ.
دهمدې ریښتوني کیسې تراوریدووروسته  دامریکایانوداشغال لومړني کلونه رایادشول چي هسی به چاپه رشتیایادرواغوورته  وویل چي :دغه یاهغه کس طالب دی ،دوی به یې پرسرپه لسهاوو حتی سلهاووزره ډالره انعام کښېښود،خواوس دادی دخپلودووپوځیانودښکاره قاتل پرسرپه پنځه زره ډالره انعام بسنه کوي چي دیوه پوځي پرسر دوه نیم زره ډالره رسیږي  .
دیوبل کس څخه مي چي دکندهاردپنجوایې ولسوالۍ په اړه ږغیده ډیره نادره داواوریده   :یرغلګرچي اوس  دخلګوپرکورونوچاپې  وهي ترهیڅ هم لاس نه اړوي ،دښځو ګیڼې اونغدي پیسې  غلاکوي اوعجبه لاداچي سهارچي خلګ ګوري ، دسترخوانونه اودیګونه  دېګلي یې داسي څټل شوي     وي چي هیڅ    نه وي پکي پاته    ،څه ډوډۍ اوکتغ چي بېګاه پکي خوندي کړل  شوي وي ،هماغه  ټول په نیمه شپه کي یرغلګرونغرلي وي  .
نوموړي وویل : په خپلوسترګویې لیدلي چي یرغلګردخلګوڅخه ډوډۍ غواړي ،خلګ چي له ډاره اویابشري خواخوږۍ له مخي ډوډۍ ورته راوړي ،دوی همداوچه ډوډۍ سره وپیچي  ،دبادرنګ په شان کپونه ترې کوي اوبیایې  داسي په مزه مزه ترستوني تیروي  لکه په ورځواوشپوچي یې خوراکي  توکي نه وي موندلي  . دیرغلګرودنازشپې ولاړې چي دپیلټرشوواوبواوخاصوخوراکونوپرته به یې نوري اوبه اوخوراکي موادنه خوړل  ،اوس دویالوناپاکي اوبه په بوتلوکي اچوي  اوتنده پرې ماتوي .
پورته ذکرشوي واړه مثالونه دیرغلګرودماتي  اوناوسۍ څرګنده  نښه ده ،ځکه یوزبرځواک چي خپلوپوځیانوته اوبه اوډوډۍ نشي رسولای نوڅنګه به بری ترلاسه کول څه چي وکولای شي  همدې ډول جګړې ته ادامه ورکړي ؟.دنښونښانوڅخه ښکاري چي  همدادامریکاپه تاریخ کي ترټولواوږدجنګ به ددغه ظالم اوغاصب ابرقدرت بنسټیزي ستني ونړوي . بل داچي دامریکارواني یومخیزي جګړیزي ستراتیژۍ ته په پام ښایې همداسپرپاورپه کوردننه دګڼواقتصادي ،سیاسي اوټولنیزوستونزوله امله دنړۍ په ګوټ ګوټ کي مستعمرې اونیمه اشغالي مځکي ژرله لاسه ورکړي .  په عادي حالت کي طبعي ده چي کورنۍ ستونزي پرباندنیوفعالیتونوژورمنفي اغیزکوي نوپه جګړییزوحالاتو کي خودزیان ګراف په بېساري ډول لوړولی شي  .همدااوس امریکایان  له یوې خواپه کوردننه داقتصادي بحران اوصنعتي رکودسره لاس وګریوان دي اوله بلي خوایې  نړیوال رقیبان ورځ په ورځ په صنعتي ،پوځي اواقتصادي ډګرونوکي ګړندی پرمختګ کوي .
وګورئ دامریکایې پوځیانودوژونکي پرسرپنځه زریزه ډالري جایزه چي في مقتول ۲۵۰۰رسیږي ،دیرغلګرودپوځي ناکامۍ اواقتصادي ناوسۍ څومره ځلانده انځوردی .
هو!معاصرکبرجن فرعون  دغازیانودتورواودمظلومانوداهونوله مله څومره په واویلاشو،دنړیوالودخنداشواودشاعرددې بیت څومره روڼ مصداق شو
په ستړواسویلوبه یې ځواني لمبه لمبه شي
خندابه یې سلګۍ شي په ازاردلیونو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x