
ترکیه د رسمي کار پر مهال د جمعې لمانځه ته وخت ورکوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): ترکي چارواکي وايي چې ډیر ژر به داسې قانون تصویب کړي چې له مخې به یې دولتي مامورین د رسمي کار پر مهال د جمعې لمانځه لپاره وخت پیدا کړي.
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وايي چې د نوي قانون پر اساس به د رسمي دندې په مینځ کې د تفریح وخت د جمعې لمانځه له وخت سره همغږی شي.
د نوموړي په وینا، د دغه قانون په مټ به د جمعې لمونځ کوونکي دا فرصت ومومي چې د رسمي کار پر مهال په ډاډه زړه مسجد ته لاړ شي او لمونځ ادا کړي.
له دې وړاندې که دولتي مامور د رسمي کار په مینځ کې د جمعې لمونځ ادا کاوه، د غیاب په ساعتونو کې به شمېرل کیده. په ترکیه کې د جمعې ورځ د رسمي کار له پوره ورځو څخه ده او هغه مامورین چې په دې ورځ دنده ترسره کوي د جمعې لمانځه لپاره وخت نه لري.
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وايي چې دغه قانون به په روانه اونۍ کې پلی شي.
په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند واک ته له رسېدو وروسته په تدریجي ډول په ګڼو هغو قوانینو کې تعدیلات رامینځته شوي چې له دیني شعائرو سره په ټکر کې وو.