افغانستان

طالبان: غورځول شوې چورلکه کې لسګونه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ په هلمند کې د بهرنیانو د یوې چورلکې د غورځېدو له امله ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د ناټو مطبوعاتي دفتر د پېښې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه يې له څرګندونو ډډه کړې ده.

طالب وياند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د چورلکې د وېشتل کېدو مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې لسګونو بهرنیو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاده چورلکه د مارجې ولسوالۍ د چور چاراهي سیمه ته، چې پکې درنه جګړه روانه وه، د دولتي ځواکونو د مرستې په تمه راغلې وه، چې د طالبانو له لوري په نښه او راوغورځول شوه.

دوی وايي چې دغه چورلکه اکمالاتي دنده لرله، چې په سیمه کې د کېناستو په مهال طالب ځواکونو په نښه کړه.

ياده دې وي تېره ورځ په همدې ولسوالۍ کې د دریو امریکايي عکسرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د ناټو ځواکونو یو ویاند فرنانډو پرون ومنله چې په مارجه کې يې درې عسکر د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي، نوموړي د چورلکې د لوېدو پخلی هم وکړ خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.

په روانه جګړه کې د جګړې دواړه لوري د خپلو تلفاتو په ښوودلو کې ډېری وخت خپل تلفات کم ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x