
پاکستان پر ډېورنډ کرښه امنيتي پوستې ډېروي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): پاکستاني ځواکونه پر ډېورنډ کرښه د امنیتي پوستو پر ډېرولو بوخت دي.
پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د لوړ پوړو پوځي چارواکو له خولې لیکي چې د امنیتي تدابیرو د لا ټینګښت په خاطر غواړي پر ډېورنډ کرښه امنیتي پوسته ډېرې کړې.
پاکستان وروسته له هغه دا اقدام کوي چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته پخپل وروستي سفر کې ومنله، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دی.
محمد اشرف غني د اسلام اباد په سفر کې له پاکستاني چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د ملا فضل الله په لټه کې به پوره هڅې کوي.
پاکستاني چارواکي وايي چې له همدې امله د دوی په خبره د مخالفينو د ورتګ د مخنیو لپاره پر ډېورنډ کرښه امنیتي پوستې نورې هم ډېروي.
د سرچينې له قوله پاکستاني پوځيان پر ډېورنډ کرښه په باجوړ سیمه کې د امنیتي پوستو د ډېرولوو هوډ لري، چې د ایکسپریس په وينا پوځي چارواکي يې د مخالفينو اوښتو را اوښتو لاره بولي.
ياده دې وي پاکستاني پوځيان په داسې حال کې پر ډېورنډ کرښه امنیتي پوستې جوړوي، چې لا هم افغان ولس دا کرښه درسمي پوله په توګه نه مني، خو د ګډ حکومت مشر د شوي توافق لیک له مخې له پاکستاني چارواکو سره دا کرښه «رسمي پوله» منلې ده.
پاکستان په ګډون د نوروهیوادونه سره استخباراتی مالومات شریکول د پردو مشوروته غوږ نیول او تطبیقول د کابل مرتدی اداری لپاره کومه نوی خبر نده، د مرتدی اداری کارکونکی په نړیواله سطحه پیژندل شوی فاسد، فاسق، پردیپاله خیانت کونکی دی، د دوی کوم جرم را وسپړو؟ د دوی ټول تاریخ د بدبختیو ډک دی، د نړیوال یرغل سره سم د پاکستان په مرسته او همکاری یو دری اړخیزه استخباراتی کمیسیون وټاکل شو، د یاد کمیسیون مشری امریکا په غاړه درلوده او دتطبیقولولپاره یی د کابل اداره او اسلام اباد ځیګر وټکاوه، د دوی دنده داوه چی د مجاهدینوپه اړه به… نور لوستل »