نظــر

د مينه پال برېت او هغه خړ ټانګونه

څو ورځې مخکې مي په ټولنیزورسنیو کي يو خبر وليد:

((دواخان مينه پال دکندهارداطلاعاتواو فرهنګ رئيس سو ))

ددې خبرله لیدوسره مي سمدستي دذهن پرسکرین یوه خاطره راښکاره شوه :د پسرلي شپې ورځې وې، د ترنک يخنۍ لا خپلې وزرې نه وې ټولي کړې، د شاه جوي په بازار کي د فخان حمام ښه ګرم وو، د بازار ډيری ځوانان به د چرسي بهاؤالدين په شمول هرمازيګر دلته سره راغونډ وو، ځکه دلته به اودسونه هم په ګرمو اوبو وسول او د بهاؤالدين کاکو له ګف شف څخه  به هم مستفيض وو.

يوه ورځ زه هم د مازيګر د اوداسه لپاره حمام ته ورغلم ،که ګورم مينه پال دحمام سترې هندارې ته قينچي په لاس ولاړ دی  ، بريتونه کمه وي .

دامهال پر هيواد د صليبي يرغل لمړی کال وو، يوځوان ورږغ کړ؛ ياره دواء خانه ! له تاخو هم بل کار پاته دی  بس په برېتو پسې دي را اخيستې ده ، داڅه په کوې؟.

ده ورته کړه ؛ ولا له دې صليبیانو شرميږم ، وايم هسي نه پيغور درکړي چي دا بريتونه دي د څه لپاره پريښي دي؟

«داخړ خړ ټانګونه چي ګورم له ځانه وشرميږم ».

د حمام مالک فخان نو خداي يو عجيبه أشا پيداکړې ده ، پنډ ، تور، خرټ ګردی سړی دی، له ډيره توروالي غاښونه تک سپين په کي بريښي، هغه  ږغ وکړ؛ تاسي  وګورئ هغه امريکايان  چي د ټانګ پر سر سپاره دي ، پر سړک تيريږي ، ډير نوراني مخونه يي نه دي؟!.

مينه پال ورته وویل چي : داخبره مي ماښام پلار هم راميدان ته کړه ماغزه يي په راخراب کړل، ول دا خو اهل کتاب دي کافران مه ورته وايه ، کافران خو هغه سره شورويان ول چي موږ پسي واخيستل: شک يي راواچاوه ، خو زړه مي نه مني ، ماول زه به په دې باره کي له يو ملا څخه پوښتنه کوم، چي دا اوس رښتيا کافران نه دي ، او مخونه يي له نوره ډک دي ؟.

چرسي بهاؤالدين چي په کونج کي غلی ناست وو، يو دم راجګ سو، خپل سکوت يي په دې خبره مات کړ؛ مينه پال صیب!

شاباران کاکو (پلار)ته به دي ويل چي : ته دا د دوي شامپوګانې ماته راوړه ، ولا خو به له دې تک تور فخانه د کجرخيلو کمر درته جوړ کړم ،  سپين به ځليږي ، ولاکې وپيزنې ظالمه!

نوراني نه دي ښې شامپوګانې استمالوي، خوراکونه يي برابر دي .

زه  حيران په دې سوم  چي د مينه پال وجدان – هغه چي د يرغل په لمړي سر کي يي نوموړي ته د بريتو د غټيدا اجازه نه ورکوله –   څنګه  د دې اجازه ورکړه چي دنیواک دزراوزورترچترلاندي پارلمان ته کانديد سي، خو دا چي د قانع په خبره ( بچ سو په دامينځ کي ) ،اواوس يي داپرې ومنل  چي د هموغو خړو خړو ټانګونوله خاوندانواوګوډاګیانوسره یې پریوه دسترخوان وخوري اووڅښي ؟ !،اوبیادټېغ سره د اسلامي ارزښتونواوملي نوامیسوتوهین بدرګه کړي .

 زه پوه شوم چي نه پوهيدم ، ځکه فکرمي کاوه  چي مینه پال رښتيا بريتونه له شرمه کمه وي، خووروسته څرګنده شوه چي  د کانديداتورۍ لپاره یې کمه وي، ترڅو دی هم د کلين شيف  ځوانانو په کتارکي راسي او په امريکايي سپين ليست کي ومنل سي.

سباوون زابلوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x