افغانستان

بهرنيانو له وارد شویو تېلو نه یوازې لس سلنه مصرف کړي

نن ټکی اسییا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې عسکرو له وارد شویو تېلو نه یوازې لس سلنه مصرف کړي او ۹۰ سلنه يې په ازاد بازار کې پلورل شوي دي.

دا څرګندونې د ولسي جرګې د نشه یي توکو سره د مبارزې کمیسیون مشر حمیدزي لالي وکړلې.

لالي وویل چې د وارد شویو تېلو له جملې نه ۹۰ سنله يې په ازاد بازار کې پلورل شوي، چې په پلور کې يې لوړپوړي دولتي چارواکي او ۲۰شرکتونه سره شریک دي، چې د ده په وينا یو میلیارد ډالر يې پکې ګټلي دي.

تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروستیو پورې چې په هېواد کې شاوخوا ۱۳۰ زره بهرنیان مېشت و، د اړتیا وړ توکي يې د ځينو شرکتونو له لارې ورته را رسېدل.

حمیدزي لالي جنرال لوژستيک، ميهن پلاستيک، افغان پرچون شرکت، خاور سادات، غضنفر نفت او ګاز، ريد سټار، صفي لميټډ، اريانا تارګيټ پټروليم، اريا تارګيټ لوژستيک، پروان ګروپ، اورو جنرال لوژستيک، خاواک پتروليم، زمرى سميع، کلايد سدال ګروپ، لیګول افغان، نیشنل فیول کارپوریشن او ځینې نور شرکتونه په دې ګټه کې سره شریک وبلل.

نوموړي پر دې شرکتونو سربېره د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او سوداګرۍ پخواني وزیران هم په دې پیسو ګټلو کې شریک وبلل او ويې ويل چې د ملي امنیت پخواني رییس هم د بهرنیانو پر را وارد شویو توکيو کې پیسې ګټلې دي.

لالي دا قضیه د کابل بانک تر قضيې هم خطرناکه وبلله او ويې ويل چې باید پوښتنه او پلټنه يې وشي.

دا په داسې حال کې دی چې د بهرنیو هېوادونو له لوري شوې نقدې مرستې هم د ځانګړو مافياوي کړیو ښکار دي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پوري ۶۱ میلیارده ډالر د امریکا د دفاع وزارت له لوري په افغانستان کې لګول شوي، خو د ۲۱ میلیاردو ډالرو يې د لګښت اسناد نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x