داود اعظمي؛ د بې بې سې همکار

طالبان بيا څنګه راپورته شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د بي بي سي خبريال داود اعظمي بي بي سي انګريزي ته د طالبانو په اړه يو څېړنيز راپور ليکلی دی، په ځينو ټکو کې د اختلاف سربېره نن ټکی اسيا وپتيله، چې خپلو لوستونکو ته يې پښتو کړي.

د امريکا په مشرۍ ناټو او افغان حکومت له تېرو څوارلسو کالو د طالبانو پر ضر جنګيږي، مګر د زرګونو طالبانو د وژل کېدو سربېره د افغانستان ډېری سيمې اوس يو ځل بيا د طالبانو په واک کې دي.

د طالبانو واک او ځواک د بيا پراخېدو درې لاملونه دي

لومړی دا، د ۲۰۱۴ په پای کې امريکا او ناټو افغانستان کې د خپل جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ او له هغې وروسته د طالبانو پر ضد هوايي بريدونو او جګړو کې پام وړ کمی راغی، چې له امله يې طالبانو ګڼې سيمې ونيولې.

د هېواد په لروبر کې طالبانو ګڼې ولسوالۍ، پوځي مرکزونه او امنيتي پوستې ونيولې، د پولیسو او ملي اردو سپکې او درنې وسلې او پوځي موټر يې له ځانو سره وړي او اوس يې د حکومتي ځواکونو پر ضد کاروي.

دوهم دا، چې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد ضرب عضب نظامي علميات پيل کړل، له هغې وروسته زرګونو مخالفين د ډيوريند له کرښې افغانستان لور ته راوتښتېدل او له طالبانو سره ملګري شول.

درېيم لامل يې دا دی، چې افغان امنيتي ځواکونو په تېرو څو کالو کې طالبانو سره سختې او پراخې جګړې وکړې، مګر د دوی نظامي تجهيزاتو کمښت، نامکلمه روزنه او د هواي ځواک نه شتون دوی د طالبانو پر ضد عملياتو کې پاتې راوستي.

تر ټولو مهم دا، چې طالبان د حکومتي چارواکو داخلې سیاسي ستونزې د خپلو ګټو لپاره کاروي، د هغوی د کمزورۍ ځايونه ښه ورمعلوم دي او وخت پر وخت د خپلو ګټو لپاره ترې استفاده کوي.

بهرني جنګيالي

د تېر ۲۰۱۵ په جون کې افغان چارواکو وويل، چې طالبانو سره له اوو زرو زيات بهرني جنګيالي د افغان حکومت پر ضد جنګيږي (په داسې حال کې افغان طالبانو دا تورونه بار بار رد کړي او وايي، چې د دوی ټول جنګيالي افغانان دي.)

«د داود اعظمي په راپور کې دا هم راغلي، چې لسګونو ډلې د حکومت پر ضد جګړې کوي، مګر په عملي ډګر کې يوازې، طالبان د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد جګړې کوي او تر څنګ يې ځينو سيمو کې د حزب اسلامي جنګيالي هم ځينې ځايونو کې ښکارېدل، چې له تېرو انتخاباتو يې دغه خوځښت هم ډېر کم شوی دی.په دې وروستيو کې د هېواد ختيځ کې داعش ډله راپيدا شوې، خو دوی د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ځای له طالبانو سره جنګيږي.د ننګرهار اوسيدونکي او ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي وايي، چې داعش د امريکا، پاکستان او ملي امنيت ګډه پروژه ده او د دوی په وينا د حکومت مخالف نه، بلکې د طالبانو ځپلو لپاره د امريکا او حکومت پروژه ده.»

افغانستان کې د داعش له راښکاره کېدو سره طالبان او القاعده يو بل نږدې شوي دي.

د تېر ۲۰۱۵ اګست کې د القاعده مشر ايمن الظواهري د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بيعت وکړ او له نورو جهادي ډلو يې د بيعت غوښتنه وکړه.

د دادو اعظمي په وينان طالبان اوس په درې محاذونو کې جنګيږي

افغان حکومت او بهرنيو عسکرو سره

د هېواد ختيځ او نورو سيمو کې د داعش پر ضد

او د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې سره. «د ملا محمد رسول ډله دومره پراخه هم نه ده، چې ښاغلي اعظمي د افغان حکومت او داعش سره يو ځای ياده کړې، بلکې د هېواد لويديځ کې ډېر لږ شمېر پلويان لري او د څارونکو په اند حکومت او رسنۍ په لوی لاس د دوی مخالفت ته هوا ورکوي.»
۲۰۰۱
م راهيسې طالبان د افغان حکومت او بهرنيو ايتلافيانو پر ضد جنګيږي، ۲۰۱۵ کې يې داعش ډلې سره هم جګړې پيل کړې. داعش د هېواد پر ختيځ سيمې له ځانه د خراسان په نوم نومولی، افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا کې هم فعاليت کوي.

طالبانو پخوا د لنډې مودې لپاره له يوې کوچنۍ ډلې حزب اسلامي سره هم ځينې جګړې کړي دي.

يووالی او جلاوالی

۱۹۹۴م کې د طالبانو له راپورته کېدو راهيسې دوی په خپل يووالي او اتحاد فخر کاو. د طالبانو مشر او بنسټګر ملا محمد عمر په مشرۍ کې ټولو ځانونه قربانول او همدغه اتحاد د دوی د بريا اصلي راز و.

د داود اعظمي په وينا د طالبانو يووالی او اتحاد هغه مهال کمزوری شو، چې د ۲۰‍۱۵ په پيل کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر افشا شو او طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل نوی مشر وټاکه او د ملا محمد رسول په مشرۍ ځينې کسان له طالبانو جلا شول، هرات او فراه کې يې خپل شتون اعلان کړ. له هغې وروسته د باغي ډلې او طالبانو تر منځ نښتو کې ډېر خلک ووژل شول، چې ډېری وژل شوي يې د باغي ډلې غړي وو. په دغو جګړو کې د باغي ډلې تر ټولو قوي قوماندان منصور دادالله هم ووژل شو.

تر اوسه ډېری طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل مشر بللی دی.

وروستۍ جګړه

د ډېرو سيمو له نيولو سره طالبانو د ۲۰۱۵م پسرلي کې خپل کلني عمليات پيل کړل او موخه يې دا وه، چې خوندي سيمو کې خپل مرکزونه جوړ کړي، د دې لپاره، چې مشران يې په دغو سيمو کې خوندي ژوند وکړي، خپلو عملياتو ته دوام ورکړي او ځانونه نور هم ځواکم کړي.

۲۰۰۱م راهيسې د افغانستان ډېرې سيمې د طالبانو په لاس کې دي، خو د ولايتونو مرکزونو او ښارونو په نيولو کې پاتې راغلي.

د ډېرو سيمو نيولو موخه دا نه شي کېدای، چې طالبان دې د کابل حکومت نسکور کړي.

د دې ټولو ستونزو او مشکلاتو پر مهال دا امکان هم شته، چې د سولې درېدلی بهير يو ځل بيا روان شي، د سولې په اړه نوې غونډه به راتلونکې اوونۍ اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان، امريکا او چين تر منځ پيليږي او طالبانو سره د خبرو لپاره به په ميکانيزم کار کوي.

د داود اعظمي په وينا د سولې لپاره افغان حکومت، طالبان، امريکا او پاکستان مهم اړخونه دي او تر څو، چې دغه څلور اړخونه په رښتينې توګه د سولې لپاره په يو ټغر راټول نه شي، سولې ته رسېدل ناشوني دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د