سپینه ماڼۍ: افغانستان لا هم خطرناک ځای دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا سپینه ماڼۍ وايي چې د هلمند وروستۍ پېښې دا جوته کړه چې افغانستان لا هم یو خطرناک ځای دی.

سپینه ماڼۍ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تېره ورځ د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې له طالبانو سره د مخامخ جګړې په ترڅ کې دوه امریکايي چورلکې ویجاړې او تر لسو زیات امریکايي عسکر ووژل شول.

د سپینې ماڼۍ ویاند «جوش ارنسټ» خبري کانفرانس ته په وینا کې وویل:

«د هلمند پېښې جوته کړه چې افغانستان لا هم یو خطرناک ځای دی، دغې پیښې دا وښوده زمونږ هغه اتباع چې په افغانستان کې په پوځي یونیفورم کې د امریکا د امنیت لپاره خدمت کوي، هغوی خپل ژوند په خطر کې اچوي».

جوش ارنسټ وویل چې ولسمشر اوباما د هلمند پېښه له نږدې څاري او د وژل شوو امریکايي عسکرو په مړینه یې خواشیني وښوده. نوموړي زیاته کړه:

«مونږ خپله خواخوږي او دعاګانې د هغو سرتیرو کورنیو ته وړاندې کوو چې د هلمند په پېښه کې وژل شوي دي».

تېره ورځ په هلمند کې د بهرنیانو د یوې چورلکې د غورځېدو له امله ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته. که څه هم د ناټو مطبوعاتي دفتر د تلفاتو په اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې لسګونو امریکايي عسکرو ته یې مرګ-ژوبله اړولې.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې یاده چورلکه د مارجې ولسوالۍ د چور چاراهي سیمه ته، چې پکې درنه جګړه روانه وه، د دولتي ځواکونو د مرستې په تمه راغلې وه، چې د طالبانو له لوري په نښه او راوغورځول شوه.

له کله نه چې اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ابتکار واک ته رسیدلی، امریکایانو ته یو ځل بیا د چاپو اچولو او بمباریو اجازه ورکړل شوې، چې په همدې لړ کې امریکایان د هلمند په شمول په ډیرو نورو سیمو کې د افغانانو پر کورونو د شپې له خوا چاپې اچوي، چې د ژمي په راتګ سره دغه لړۍ تیزه شوې هم ده.

په هلمند ولایت کې د طالبانو پرمختګ امریکایان او برتانویان یوې ځل بیا دې ته اړ کړه چې په جګړه ځان مخامخ ښکېل کړي. په مارجه کې د لسګونو امریکايي عسکرو وژنه دا جوتوي چې لا هم امریکايي ځواکونه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې پوره ونډه لري.

امریکايي رسنیو اعلان وکړ چې هلمند ته یو ځل بیا د امریکا ځانګړي ځواکونه، هوايي ځواک او همدارنګه د برتانیې یو شمېر سرتیري رسیدلي تر څو هلته د طالبانو پر خلاف په جګړو کې برخه واخلي او په ورته وخت کې افغان ځواکونه رهبري کړي.

ياده دې وي تېره ورځ په همدې ولسوالۍ کې د دریوو امریکايي عسکرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبید
میلمه
عبید

یا هیڅ نه دی خطرناک مطلق دانګریزانو اوروسانو څخه لږ پوښتنه وکړی هغو هم دغه غوټی وړی دی

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د روسانو د یرغل وروسته ملګرو ملتوکی د انګریزانو نماینده د روسانو نماینده ته وویل ، چه روسانو به له یرغل دمخه له انګریزانو پوشتنه کړی وی چه افغانستان د بارنو د پاره هدیره ده ، وایی هوښیاره مرغی نه نښلی خو چه نښلی له دواړو پښو نښلی روسانو ته یی هغه ویل او سره د دی بیا یی په افغانستان د ټولو بادارانو او غلامانو سره په ګډه یرغل وکړو ، په کار دا وو چه له مخکی یی زده کړی وی چه لتبن کی یی ۱۶۰۰۰ کسان د مجاهدینو له خوا ووزل شو یو ډاکتر پریدن یی نیم… نور لوستل »