نړۍ

امريکا کې هر کال له دېرش زرو زيات کسان په ناڅرګندو بريدونو کې وژل کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما هېواد کې د وسلو ګرځولو بنديز په اړه د نوو بنديزونو اعلان وکړ او امنيتي چارواکو ته يې وويل، چې له دې وروسته «د وسلو بنديز کې د چارواکو سستۍ» نه شي زغملی.

اوباما تېره شپه سپينه ماڼۍ کې وسله والو بريدونو کې د وژل شوو کسانو کورنيو او له بریدونو روغ وتلو کسانو سره په ګډه ناسته دا پرېکړه اعلان کړه.

۲۰۱۲م د سينډي خصوصي ښوونځي بريد کې د شلو زده‌کوونکو د وژنې يادولو پر مهال د اوباما له سترګو اوښکې وڅڅېدې او ويې ويل، چې شکاګو غوندې پر مختللې سيمه کې ولې هر وخت بريدونه کيږي.

پر وسلو د بنديز د اوباما دا پرېکړه کانګريس نه ده تصويب کړې او د ولسمشر د ځانګړي فرمان په توګه به قانوني بڼه غوره کوي.

امريکا کې د وسلو پلورلو اتحاديې ويلي، چې د اوباما دا پرېکړه ناقانونه ده او د کانګريس وياند پال ريان هم ويلي، چې د اوباما ځانګړی فرمان به محکمه کې چلينج کړي.

ريان پر اوباما تور ولګاو، چې د خلکو شخصي ازادي پر وړاندې خنډ دی او دی هېڅ حق نه لري، چې دا ډول قانون نافذ کړي.

بارک اوباما وويل، چې د وسلو پلورونکو سوداګرو کانګريس يرغمل کړی، مګر دوی نه شي کولای، چې ټوله امريکا په خپل واک کې واخلي.

«هره ورځ، چې د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې د وژل کېدونکو کسانو شمېر د موټر له ټکر څخه زيات وي، نو داسې وخت کې موږ اړ يو، چې د وسلو ګرځولو قانون نور هم سخت کړو.»

سروې ګانې وايي، چې امريکا کې هر کال د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې دېرش زره کسان وژل کيږي او دا کچه د نورو پرمختلليو هېوادونو پر پرتله زياته ده.

د اوباما په وينا، د وسلو ساتونکو شاليد، اخلاق او ذهني روغتيا بايد وڅېړل شي، همدا رنګه د غلا شوو وسلو په اړه هم بايد قانون سخت کړي.

«دا پرېکړه موږ د دې لپاره کوو، چې راتلونکو نسلونه مو خوندي کړو.»

ويل کيږي، چې کانګريس د وسلو سوداګرو او د وسلو پلورلو ملي ادارې د فشار له وېرې د وسلو ګرځولو بنديز نه تصويبوي.

د سپينې ماڼۍ له لوري د وسلو په اړه د نوي قانون مسوده کې راغلي

٭ټول وسلې ساتونکي بايد جواز ولري

٭حکومت بايد د هغو خلکو په اړه بشپړ معلومات ولري، چې وسلې ساتي، چې دا خو به ذهني مريض، يا پر کورني تاوتريخوالي اخته نه وي.

٭د فدرالي څېړنو مرکز ايف بي ای به د وسلو ساتونکو په اړه خپلو کارګرانو کې پنځوس سلنه زياتوالی راولي.

٭کانګريس ته به وايي، چې د ذهني روغتيا لپاره د پنځوس ميليارده ډالرو اضافي پانګونه وکړي

٭دفاع وزارت، عدليه او کورني امنيت ادارې څخه به غوښتنه کوي، چې د نوو پرمختللو وسلو جوړونې خونديتوب يقيني کړای شي.

د څارونکو په اند د ولسمشر اوباما له لوري د وسلو ګرځولو اړوند اعلان راتلونکو ولسمشريزو ټوټاکنو کې د خلکو رايو راخپلو په معنا دی. بل پلو د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشريزو ټاکنو نوماند د اوباما دا اعلان غندلی او ژمنه يې کړې، که دی ولسمشر شو، نو دا پرېکړه به لغوه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x