جمعیت اصلاح او د خپلواکۍ قضیه

مدثر اسلامي

د افغان ولس ځمکنۍ، فکري، اقتصادي او سیاسي خپلواکي د جمعیت اصلاح د تاسیس اساسي فلسفه جوړوي. پدې اړه، چې هر افغان هره وړه او لویه هڅه کړي وي زمونږ د سترګو تور دی او پرې نازیږو. د خپلواکۍ مشران او سرلاري مو ویاړ دي او ارمانونه یې زمونږ لپاره د لارې مشال. په همدې حال کې مونږ د اشخاصو تقدس ته باوري نه یو. د ملي اتلانو او ټولو شخصیتونو کارونه د اسلامي عقیدې په معیار ازمایو. که له اسلامي لارښوونو سره یې سر لګوه، په سر سترګو یې منو، که نه هر شخص د دې وړ بولو، چې نیوکه پرې وشي. پدې لړ کې مونږ د جمعیت اصلاح مشران، غړي او پلویان هم په همدې معیار تلو. د جمعیت اصلاح هر مشر، غړی او پلوی له ګناه او خطا پاک نه بولو او د ناسم کار پر مهال یې د دعوت او اصلاح له اصولو سره سم د اصلاح هڅه کوو.

امان الله خان د افغان ولس د خپلواکۍ ملي اتل دی، پدې کې هیڅوک شک نکوي. په اداري او حکومتي کچه د امان الله خان له لوري وړاندیز شوي سمونونه د قدر وړ دي، بلکې تاریخ ثابته کړې، چې کله نظامونه پیاوړي و ولس له نسبي ارامۍ او سوکالۍ برخمن و او د امان الله خان همدا غوښتنه وه. د امان الله خان دې لاسته راوړنو ته په پام جمعیت اصلاح هر کال د اسد ۲۸مه د هیواد د خپلواکۍ ورځې په توګه په ټول افغانستان کې لمانځي او هڅه کوي، چې لدې لارې افغان ولس له خپل ویاړلي تاریخ سره نښتی پاتې شي.

له لویدیځه راوړي ټولنیز بدلونونه، چې امان الله خان یې د هو په هو عملي کولو هڅه کوله د تاریخي شواهدو په اساس هغه څه و، چې د عامو افغانانو او په سر کې د دیني عالمانو د غبرګون لامل شو. ورپسې امان الله خان د دې پر ځای، چې عالمانو ته قناعت ورکړي او مسئلې ته د بحث او مشورو په پایله کې ګټوره حل لاره وړاندیز کړي، په مغرورانه انداز د عالمانو سپکاوي ته لاس پورې کړ. زمونږ په نظر دا ډول بدلونونه د خپلواکۍ پر ځای یو ولس په فکري ډول د بل غلاموي؛ ځکه د اجتماعي ژوند له اصولو دا دي، چې هر وګړی باید د خپلو کړو وړو په اړه د دیني لارښوونو په دایره کې ازادي ولري.

د جمعیت اصلاح یوه غړي شیخ القرآن مولوي عبدالصبور د حجاب په اړه د بحث په ترڅ کې د یوه سوال په ځواب کې د امان الله خان د کړنو دویمې برخې ته ګوته نیولې او دا یې د بې دینۍ نښه بللې، چې د غربي کلتور د پلي کولو لپاره د اسلام په ښکاره حکم (حجاب یا پرده) ممانعت ولګیږي. د بحث په ترڅ کې مولوي صیب امان الله خان لومړی “بې دینه” حکمران بللی، چې له خورشید تلویزون سره په تفصیلي مرکه یې د بې دینۍ معنی څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې اصطلاح له کارولو یې منظور په امان الله خان باندې د کفر ټاپه لګول نه، بلکې د هغه دې کړنې ته د ګناه خطاب کول و. مولوي صیب د خورشید تلویزون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې حق لري چا ته کافر ووايي، زیاته کړه: یوه فتوا وي، یو وعظ (پند)، دلته (د حجاب په اړه بحث کې) ما فتوا نده ورکړې، بلکې خلکو ته مې وعظ کړی او دا زما شخصي نظر دی. د نظرونو په اړه غوره تګلاره دا ده، چې نیک او مثبت تعبیر ترې واخیستل شي.

اوس د راتلونکې لپاره دوه لارې دي. یوه دا، چې د مولوي صیب له نظره خپل خپل تعبیرونه وکړو او ځان په بې ګټې جدل او بحث کې بوخت کړو. دا ځینې وخت مونږ دې ته مجبوروي، چې په یو بل بې اساسه تورونه ولګوو، چې هم له دیني پلوه منلی کار ندی او هم یې اخلاق نه مني. بله لاره دا، چې د مولوي صیب نظر د هغه شخصي رای وبولو او په اړه یې د بحث پر ځای د امان الله خان او د هیواد د خپلواکۍ د نورو اتلانو له ارمانونو په الهام اخیستو د هیواد جوړونې او رغونې لپاره ګډې هڅې وکړو.

مونږ اوسمهال د دې پر ځای، چې ویشلي او بیل وو، دې ته ډیره اړتیا لرو، چې یوه خوله او یو موټی د ولس او هیواد د ملي ګټو خوندیتوب ته مټې رانغاړو. د جمعیت اصلاح هڅه تل دا ده، چې د اختلاف پر ځای له هرې ډلې سره مشترک ټکي په نښه کړي او په هماغه برخو کې ګډ کار وکړي. اسلامي حکم هم همدا دی، چې ټول مسلمانان له یو بل سره په نیکیو کې مرسته وکړي او په اختلافي ځایونو کې یو بل معذور وګڼي.

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

مدثر اسلامی صاحب السلام علیکم ! ځینی ورونه وایی چه جمیعت اصلاح نه یواځی دا چه د غلامانو او بادارانو په ضد جهاد ( جګړه ) کی برخه وانه اخستله ، بلکه د همدغی غلامی اداری په ټاکنو کی یی نوماند درلود او حتی څوک چه د دغه فساد او اشغال په مقابل کی جهاد کوی جمیعت اصلاح د اسلام په نوم اسلامی فرایض د پشو لاندی کوی ، مونږ ویل چه چمیعت اصلاح په همدی پالیسی تر ډیره په ځوانانو کی اصلاحات راوستی ، اوسنی چنګ تر ډیری کچی چبهیی او مخامخ جنګ نه دی چه دیرو کسانو ته… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د امان الله په اړه تبصره : امان الله باندی د کفر ټاپه لګول ناسمه په دی ده چه هغه د داود خان به شان کمونستی او نشنلستی د پاجاهی د ترلاسه کولو دپاره منلی وو چه له امله یی لینن په ځپلو اوږو سپور کړی تصویر یی ورسره اخستی . یعنی امان الله کافر نه دی مګر تر دی کچی څومخی چه په کفر کی هم رښتینی نه وو . امان الله د پاچاهی تاج د تر لاسه کولو په خاطر خپل پلار د نادرخان او د هغه د ورونو په واسطه به شهادت ورسولو . وایی چا چه… نور لوستل »

شاهد
میلمه
شاهد

بیانزی صاحب سلامونه او نیکې هیلې دا به ومنو چې پوهه به درسره وي او هم به ښه مطالعه ولرې، مګر دا فکر نکوې چې څه ته وایې هغه ستا شخصي نظر دی؟ که د تاریخ په سند دا خبرې کوې نو دا تاریخونه هر چا او په هر ډول لیکلي چې ښایي ستا راتلونکی نسل مسعود شعله یي ته هم قهرمان ووایي یعنې هر څوک چې څه لیکي یا به د یو چا په طرفدارۍ او یا هم په مخالفت باندې لیکنې کوي. که د تاریخ سندونه نه وي نو ستا سن هم دومره ندی چې په هغې وخت… نور لوستل »

ساجد ستاینوال
میلمه
ساجد ستاینوال

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته: ټولو تبصره کونکو ته په احترام! زه په دې شک نه لرم چي امان الله خان دافغانستان د ودي په فکر کوو داخبره یقیني ده. زه په دې شک نه لرم چي دجمعیت اصلاح مشرتابه د دین په فکر کي دي البته د دین لپاره چي یې کوم کړنلاره انتخاب کړی ده ددوی شخصي اجتهاد دئ او د لاري صحیح انتخاب یې دخلکو په تحقیق او دمزاج په تنوع اړه لري. زه خپله څه نه ورباندي وایم چي د دین دلارو دبریالیتوب لپاره ددوی طریقه صحیح ده او که معادله لاره جهاد او یا نوري… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

د غازي أمان الله خان شخصيت باندي تتقيد كول د اصلاويانو له سويي سخه ديره لوره خبره ده. اصلاويان خپله محکوم دي، د تپل شوی نظام تر سيوري لاندي فعالیت کوی، د مقاومت بريا وی يي په زرونو کی ويره پیدا کوي، اصلاويان د فاسد نظام منز کی د فاسد و د اصلاح کوشش کوی تر سو دا تپلی نظام بقا ومومي، او د راتلونکو اصلاح شو و ديموکراتيکو نظامونو تهداب وگرزي، د اصلاويانو د 14 کالو لاسته راورني سه دي? صفر !!! د زمکو غصب کم شوی? نه اخلاقی فساد کم شوی? نه رشوت کم شوی? نه په اسلامي… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم ! د ځينو سره خو زمونږ لیاره بدله ده ، مګر د مسلمانانو ورونو سره هم کیدی شی دنظر اختلاف ولرو ، د نظر اختلاف د اصلاح وړ دی د حل لیار لری په عمومیاتو کی نه په فروعاتو کی سره څه ناڅه توپیر لری که سالمه مناقشه شتون ولری او مونږ د اسلامی پوهی ، حکمت او اخلاقو په رڼا کی مناقشه ولرو د یوه یا بل نظر خامخا د منلو کیدو وړ دی او لا به په دریم نظر توافق ولری په صدر اسلام کی هم د نظر اختلاف شتون لرلو او د اجتهاد… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

بيانزي سیب تاسو ته سلامونه او ارادت که رشتيا درته ووايم، نو د امان الله خان په هکله قضاوت زمونژ له سويي هم جگ ده، جگ په دي معنی نه چی هغه یو نابغه او تول منلي شخصیت وو بلکه په دي معنی چی له مونژ سخه زمونژ د سترگو لاندي حقایق مسخ او تحریف کيژي، او مونژ يي په مخنيوي کی پاتی راغلي یو،، زه غوارم واضح کرم چی زما د بحث نقطه امان الله خان نه بلکه اصلاحيان دي، چی خپل تر خاورو لاندي ضمیر يي هير ده خو د نورو هغه هم هغو چی تاریخ په مسخ… نور لوستل »