افغانستان په فوټبال کې منګوليا ته ماتې ورکړه

له منگوليا سره د افغانستان لوبه تر ډېره مساوي روانه وه.د چانسونو له لاسه ورکولو داسې جوتوله چې منگوليايان به خپله دويمه لوبه هم مساوي ختموي.خو د لوبې په ٦٠ مه دقيقه کې د افغانستان گول وهونکي بلال ارزو د منگوليا جال وخوځاوۀ.بلال په لومړۍ لوبه کې له سرېلنکا سرههم گول کړى و.

افغان لوبډله اوس د پخوا خلاف ښه دفاع کوي او داسې ښکاري چې يو ګول ورته په بري تمامېداى شي.په دې لوبه کې هم دفاع پياوړې ښکاره شوه.له دې بريا سره افغانستان اوس د سي گروپ په سر کې ځاى لري.

کوربه هېواد لاوس به سبا یانې د چارشنبې په ورځ( د فبروري په شپږمه) له افغانستان سره وروستۍ لوبه کوي.

منگوليا او لاس خپله لومړۍ لوبه يو يو مساوي کړې وه او افغانستان سرېلنکا ته ماتې ورکړې وه.په دې حساب افغانستان په شپږو پواينټونو تر نورو وړاندې دى.

کارپوهان په دې ګروهه دي چې له سرېلنکا او منگوليا څخه د لوبو گټل به د افغانستان پر نړيوالو درجه بنديو مثبت اغېز وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د