نړۍ

قطر هم له ایران څخه خپل سفیر ایستلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه خپل سفیر وروغوښت.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د برید په غبرګون کې له ایران څخه خپل سفیر باسي.

اعلامیې د سعودي په سفارت برید له ټولو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې.

د روانې اونۍ په پیل کې سعودي عربستان ۴۷ تنه سیاسي مخالفین اعدام کړل چې په هغو کې یو شیعه عالم نمر باقر النمر هم و. ایران د نوموړي په اعدام توند غبرګون وښود او په تهران او مشهد کې قهریدلو لاریون کوونکو د سعودي سفارت او قونسلګرۍ په اور وسوځولې.

سعودي عربستان په ایران کې د دوی د سفارت او قونسلګرۍ له سوځیدلو وروسته له دې هیواد سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې او خپل ټول ډیپلوماتان یې له ایران څخه وایستل.

له سعودي وروسته بحرین او سوډان هم په بشپړه توګه د ایران سره اړیکي پرې کړې، متحده عرب امارات دغه اړیکي تر پخوا ټیټي کچې ته راښکته کړې او کویټ د احتجاج په توګه له ایران څخه خپل سفیر وایست.

د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا د څانګې مشر «خالد ابراهیم الحمر» ویلي چې له تهران څخه یې د خپل سفیر د ایستلو ترڅنګ په دوحه کې د ایران سفیر ته احتجاچ لیک هم سپارلی چې په ترڅ کې يې په ایران کې د سعودي په سفارت او قونسلګرۍ بریدونه غندلي دي.

د هیوادونو په ډیپلوماتیکو اړیکو کې له یو هیواد څخه د خپل سفیر ایستنه یوازې د خپلمنځي اړیکو په خرابېدو او د مقابل هیواد په دریځ او سیاست د نیوکې معنی لري، اما د سفارت نور ډیپلوماتان خپلې چارې د معمول مطابق پرمخ بیایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x