کرکیټ: افغانستان یو ځل بیا تاریخي بریا تر لاسه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): نن د متحده عرب امارات په شارجه ښار کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ پنځمه یوه ورځنۍ لوبه وسوله.

دغه لوبه وروسته تر هغه ډیره مهمه سوله کله چې افغانستان او زمبابوې دواړه په دوه دوه لوبو سره برابر وه، چې له امله یې دغه پنځمي لوبي د پای لوبي حیثیت اختیار کړی وو.

د تیرو څلورو لوبو څخه زمبابوې هر کله پچه ګټله او لومړی یې د بیټنګ (توپ وهني) پریکړه کول، چې نن یې هم همداسي وکړل.

که څه هم په پیل کې د زمبابوې غوره لوبغاړی چیبابا په یوه منډه جوړولو سره د امیر حمزه په بال اوټ سو خو له هغه وروسته پيټر مور او مساکادزا ډیره ښه لوبه وکړله، دوی په دواړو لوبه تر ۱۰۱ منډو ورسوله او بیا د میرویش اشرف په بال پيټر مور په ۴۲ منډو اوټ سو. د پيټر وروسته د مساکادزا سره ریچموند موتامبامي لوبه تر ۱۶۷ منډو وغځول، خو دا وروستی لوبغاړی د محمد نبي په بال وسوځېد.

د زمبابوې یو بل تکړه لوبغاړی سکندر رضا چې کله د لوبي میدان ته راغلی او چټک توپ وهنه یې پیل کړه نو د مساکادزا او سکندر رضا د لوبي څخه داسي ښکاریده چې هدف به حتما ډیر جیګ کښيږدي، خو د راشد خان په یوه فل ټاس (مخامخ بال) سکندر رضا خطاوتی او د شپږيږي وهلو هڅه یې وکړه خو بال مخامخ د نوروز منګل په لاسونو کې ولوېد، سکندر رضا له میدانه وشړل شو، نوموړي په ۲۳ بالونو ۲۹ منډي جوړي کړي وي او له توپ وهني يې ارادې خطرناکي ښکارېدي.

کله چې سکندر رضا وسوځېد، د منډو شمېر ۲۲۰ ته رسیدلی وو، خو له هغه وروسته یو په بل پسې وکټونه غورځېدل تر دې چې زمبابوې د اخیري اور په پنځم بال ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه.

مساکادزا د لوبي له پیله بیا تر پایه ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۱۱۱ بالونو ۱۱۰ منډي جوړي کړې.

د افغان له لوري غوره توپ اچونکي (بالران) امیر حمزه (۳وکټه)، محمد نبي (۲ وکټه)، راشد خان (۲ وکټه)، دولت زدران (۲ وکټه) او میرویس اشرف (۱ وکټ) وه.
ګلبدین نایب هم ۳ اوره توپ واچوی، خو هیڅ لوبغاړی یی ونه سوځوی.

مخالفي لوبډلي ته تر ټولو زیاتي منډي دولت زدران ورکړې، د نوموړي په ۱۰ اورونو کې زمبابوې ۷۱ منډي جوړي کړې.

افغانستان چې کله لوبه پيل کړه نو د تیرو دوو لوبو ریکارډ ته که وکتل سي، داسي تمه نه کېدل چې د ۲۴۹ منډو هدف به تر لاسه کړي، خو په ننۍ لوبه کې اکثرو لوبغاړو خپل تر وسه د بریا په دې لوبه کې خپله ونډه واخیستله.

محمد شهزاد ۲۵، نور علي زدران ۳۰، حشمت الله شاهدي ۳۲، محمد نبي ۲۶، راشد خان ۳۱، او د نن ورځي غوره لوبغاړي ګلبدین نایب ۸۲ منډي جوړي کړې.

د افغانستان لومړی وکټ د محمد شهزاد په ۴۹ منډو وغورځېد، په ۵۹ د نوروز منګل، په ۶۶ د نور علي زدران، په ۱۲۱ د محمد نبي او حشمت الله شاهدي، په ۱۴۶ د اصغر ستانکزي، په ۲۳۱ د راشد خان او په ۲۳۲ د میرویس اشرف وکټ وغورځېد.

د راشد خان او ګلبدین نایب یو ځای لوبه (پاټنرشپ) تر ټولو ښه وو، دوی په دواړو په ۷۹ بالونو باندي ۸۵ منډي جوړي کړې، دوهمه غوره لوبه د محمد نبي او حشمت الله شاهدي تر منځ وه، دواړو ۵۵ منډي په ګډه سره جوړي کړې، اوپنرانو محمد شهزاد او نور علي زدران په پیل کې د ۴۹ منډو شراکت سره کړی وو.
په وروستي اور کې افغانستان ته ۱۰ منډي پاته وي، چې په هغه کې ګلبدین نایب په یوه شپږیږه، یوه څلوریزه په څلورو بالونو باندي ۱۵ منډي جوړې کړې.

د پام وړ خبره دا وه چې ګلبدین نایب په تیرو څلورو لوبو کې د زمبابوې په خلاف نه وو لوبیدلی، خو نن چې ولوبېد، هر څه یې بدل کړه.
د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په تیر یوه کال کې یې په یوه ورځنۍ لوبه کې د لوبيدلو فرصت نه وو تر لاسه کړی، خو نن چي یې تر لاسه کړ، د زمبابوې د بریاو لړۍ ته یې د پای ټکی کښېښود.

زبمباوې د لومړیو دوه لوبو بایللو وروسته دوه پر لپسې لوبي د افغانستان څخه وګټلې او د ننۍ لوبې څخه یې داسي ښکارېده چې په اسانه به ماتې نه مني، خو د افغانستان ټولو لوبغاړو هم په توپ اچونه کې او هم په توپ وهنه کې ښه لوبه وکړه، چې له امله یې دغه تاریخي بریا ممکنه سوه.

افغانستان یو ځل بیا د کرکیټ په نړیوال رینکنګ کې ۱۰ مقام خپل کړ.

د لوبي غوره لوبغاړی ګلبدین نایب وټاکل سو، نوموړي ته انعام هم ورکړه سو، د پنځه یوه ورځنیو لوبو د لړۍ غوره لوبغاړی محمد شهزاد ونومول سو، نوموړي په دغه لوبو کې ۲۳۷ منډي جوړې کړې، چې په هغو کې هغه سلیزه هم وه چې زمبابوې ته یې په دوهمه لوبه کې ماتي باندي ورکړې وه.

د لوبي د ګټلو وروسته په ټولنیزو پاڼو ټویټر او فیسبوک کې افغانانو په بیسارۍ توګه یو بل ته مبارکیاني ورکړې، د افغانستان د ولسمشر څخه نیولې بیا تر هر مسؤول او چارواکي پوري هر چا هڅه کول چې تر بل مخکې افغانانو ته د بریا او خوښي په دې شیبو کې مبارکي ورکړي.

وروستی اور او د بریا جشن د نن ټکي آسیا په فیسبوک پاڼه کتلای شئ:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د