ټولنیزه برخه

كلتـــــــور

لیکنه : حامد افغان

یوه ملګرې یوه لیکنه را ایمیل کړه ویل یې یوڅه ګوتې پرې ووهه ، له عنوانه مې دلیکنې اپریشن پیل کړ ، په عنوان کې یې … اسلامي کلتور لیکلی و ما اسلامي ارزښتونه کړ . دا ډیره موده زموږ لیکوالان او پوهان کلتور کلتور ډیر یادوي ، کلتور د یوه قوم ګډو رواجونو ، عاداتو ، خویونو او عنعناتو ته ویل کیږې ، او ښکاره خبره ده چې د هر قوم او ولس بیل او ځانګړی کلتور وي چې له نورو یې بیلوي .

په دي خبره کې د شک ځای نشته چې هرکلتور ښه او بد توکي دواړه لرې ، او هوښیار خلک دپوهي او اصولو په رڼا کې هر وخت په دې کوښښ کوي چې له خپل کلتور نه ناسم او غیر معقول شیان لرې کړي ، بي ګټې او تاواني شیان غورځوي او نور ګټور شیان ورضم کوي او ترویجوي ، تاسو د اروپايي قومونو تاریخ ته سر ورښکاره کړﺉ هغوی په خپلو کلتورونو کې داسې درانه بدلونونه رامنځته کړې دي چې د ډیرو یې آن د څو لسیزو مخکینی کلتور بیخي مسخه او له منځه تللی ښکارې او دهغه په ځای یې  دپوهي او اصولو په رڼا کې نوی کلتور رامنځته کړی دی .

 دتعجب خبره داده چې موږ ته د زاړه کلتور تلقین راکول کیږي موږ ته زموږ ځیني پوهان او یوڅه د سارا له لوري ویل کیږي چې د پلرونو په کلتور پوري نښتل مو اصالت خوندي کوي او قومي حیثیت مو خوندي ساتي !! نو ځکه نن له هر لوري کلتور کلتو رنارې اورو چې ځیني یې په شعوري او ډیر یې په غیر شعوري توګه وهي .  په مصر او ځیني نورو عربي هیوادونو کې دا ډول استشراقي هڅي د استشراق د مکتب پیروانو پوخا لا کړي وي او په مصر کې یې ان د فرعوني کلتور د راژوندي کولو کوښښونه کول .

اصلا خبره بله ده چې هغې ته د درنو لوستوال پام را اړوم ډیره موده مخکي ختیځپوهانو او مستشرقینو د ګڼ شمیر نورو هڅو په ترڅ کې په ختیځ کې د کلتور د اصطلاح د تعمیم او ترویج کوښښ وکړ دد ي هوښیارو خلکو لید ډیر دقیق او ژور وي کلتوریک شیان طبعا د  پلرونو او نیکونو راپاته عاداتو او خویونو پوري تړاو لري او  انسان طبعا له خپلو اسلافو او نیکونو سره مینه لرې ، د جاهلیت د دې نارې چې ویل به یې : هذا ماوجدنا علیه آبائنا … پر خلاف رسول الله صلي الله علیه وسلم او د لومړي پیر مسلمانانو څومره ستونزي ګاللې وې . او کوم قومونه چې له پوهې او ذکاوت سره کمه اړیکه لرې په هغوی کې د جاهلیت دا لوړه ناره ډیره مقبوله وي . نو مستشرقینو  د دې قومونو مزاج او د پوهې کچه پیژندلې وه ځکه یې ځیني داسي توکي ورته رامخته کړل چې د دوی په فکر به وکولی شي له اسلام او اسلامي تهذیب نه  یې لرې کړي .

زه دخپل ولس په ارتباط خبره کوم زموږ ډیری غربپال وروڼه کوښښ کوي افغاني کلتور ته وده ورکړي او دهغه کلتور هرڅه راژوندي او ویې ځلوي فعلا داسي ډیر کسان شته چې په د ي کار بوخت دي او دا کومه ساده او زړه خبره نده ، بلکي د دې کار له پاره ځیني مستقل ویب سایټونه اوس پوره کار کوي ، چې په ځانګړې توګه د ( روهیله بحث فورم) نوم دیادولو  وړ دی . زه دخپل افغاني کلتور مخالف نه یم زه هم یو افغان یم او له خپل کلتور سره طبعا مینه لرم خو دومره خامخا وایم چې زه  دخپل کلتور چڼل او پاکول غواړم کوم شیان یې چې زما له اسلامي عقیدي سره برابر وي او کوم شیان یې چې معقول او د ترقي وړ وي هغه په سر سترګو منم  ، همدا خلک چې کلتور کلتور نارې وهې هغوی هم د خپل کلتور چڼل لازمي بولي خو هغوی یې اسلامي کول نه منې بلکي هغوی یې د ځلولو او مطرح کولو له پاره ځکه نارې وهي چې دا کلتور یوڅه اسلامي شوی دی او س غواړي دا اسلامي ترمیم یې ختم او بییرته یې افغاني کړي .

او ږدې لیکني نن سبا ډیر خلک نه خوښوي کنه زموږ دا موضوع ډیر تفصیل ته اړتیا لرې داچې خبره سوروره نشي دلته یواځي په یوه بیلګه کفایت او بسنه کوم . زیارتونه او مزارونه  له یوڅه غلط دیني تبې سره زموږ د کلتور برخه ده ، په ځانګړیو ورځو او موسمونو کې زیارتونو ته تلل ، په  زیارتونو ودانی جوړول  او دقبرونو ښایسته کول هیڅ دیني حیثیت نلرې دا اصلا زموږ دکلتور برخه ده او دا ځکه چې دا هیواد د زردشت او بودا هیواد دی دلته له خدایه پرته نور ګڼ شمیر مخلوقات د تقدس اوسپیڅلتیا وړ بلل کیدل ، څرنګه چې د اسلام په راتګ سره بوتپالنه داسې حرامه شوه چې هیڅ دبښني وړ ګناه نده او په اسلام باندي دنورو ادیانو په څیر دوخت په تیریدلو سره د پیروانو منګولي سستې شي نو دبوتپالني ځیني اغیزې بیرته غځونې وکړي او خلک له خپلو اسلافو سره دمیني پر اساس بیرته خپلو زړو او موښلو لاروته کاږه شي . بناء زموږ په سیمه کې زیارتونو ته تمایل ، دهغو درناوی او پالنه ژوري کلتوري ریښې لرې .

که ځیني خلک زیارتونو ته  د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په دي وینا سره چې : تاسو مې له زیارتونو منعه کړي وی اوس یې کوﺉ ؛ اسلامي رنګ ورکول غواړي د هغوی خبره بیځایه او یومخ ناسمه ده ځکه زموږ په هیواد کې جوړ او تر استفادي ! لاندي زیارتونه ډیری یې نامعلوم اوهیڅ تاریخ نلرې ، همدا اوس که یو بد بخته او د انسانانو په منځ کې فتني او پساتونه پیدا کوونکی کوډګر ومري بله ورځ یې پر قبر  زیارت تیار او دهیواد والو د مراجعت له پاره چمتو ده ،

ښکاره خبر ده چې داسې خرافاتي  شیانو ته دلیکوالانو اوپوهانو له خوا د دکلتور په نوم تقدس ورکول ترشا نوري موخي لرې چې هغه د استشراق د مکتب ځانګړي اهداف او موخې دي او هغوی له اسلام نه د مسلمانانو دلرې کولو په نیت دختیځوالو  قومونو له پاره داسې شیان لکه کلتور ځکه رامخته کړې دي چې لا په تیاره کې پاته شي او دترقي اوپرمخیون بوی یې ترسپوږمو نشي ، او د دوی د استعمار او زبیښاک لارې پرانستې پآته شي . او د كلتورد توري اصلي موخه چې موږ ته څرګنده شوه باید د (اسلامي ) مختاړي په نښلولو سره یې خپل نکړو، د اسلامي تهذیب ، اسلامي تمدن او اسلامي ثقافت عربي توري موکافي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x