fbpx

په بادام باغ زندان کې د ماشومانو ذهنونه څنګه مينځل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار شمال لوري ته چې د شمالي ولایتونو موټرې له همدې ځایه حرکت کوی په يوه څلور دېوالي کې له لرې دوه ودانۍ ښکاري.

دا زندان دی، چې پکې مېرمنې، نجونې او تر اتلس کلنۍ ښکته ماشومان ساتل کېږي، پر دروازه يې لیکلي، چې دلته ماشومان او مېرمنې روزل کېږي.

د دې زندان ښځينه برخې زندانيانې ډېرې د اخلاقي فساد له امله زندانيانې شوې دي، خو په ماشومانو کې يې بیا ډېر د طالب بريدګرو، سرتېرو بريدګرو او نشه يي توکو د استعمال په تور نیول شوي دي.

مغز مينځنه:

اوولس کلن سعيدالله د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له طالبانو سره د تړاو په تور يې په دې زندان کې دوه کاله تېر کړل، هغه اوس ځوان دی، پخپله کیسه کې يې وویل:«د دوی ډېر زور پر دې و، چې د طالبانو په نوم نیول شوي ماشومان بدل کړي.»

د نن ټکی اسیا د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ماشومانو د بدلون لپاره په دې زندان کې له کومو وسایلو ګټه اخیستل کېده، سعيد الله وويل: «هغه ماشومان چې په پوډرو، قتل یا زنا به يې نیولي و، خونې يې منظمې نه وي او ان ځينو تلویزونونه هم نه لرل، خو زموږ تلویزون به څلورویشت ساعته چالان و، پر دې سربېره يې یو رقم مجلې راوړلې چې نوم مې يې هېر دی، په مخ به يې نیم بربنډ عسکونه و، هره ورځ به تازه تازه رارسېدلې.»

سعیدالله وايي چې د ماشومانو د بدلون لپاره به یو ملا صاحب وعظ هم کاوه، چې ډېری به هغه ماشومان ورته کېناستل چې له طالبانو سره د تړاو په تور به نیول شوي و، دی وايي: «ملا صاحب خاص د امریکایانو له خوا و، څو وارې امریکایان هم ورسره راغلل، خو موږ به ډېرې پوښتنې ورنه کولې، بله ورځ يې سپين راته وویل، چې حق او باطل هر چاته معلوم دي، خو تاسې له مانه صرف د اوداسه او لمانځه باره کې پوښتنه کولی شئ!»

د غزني د واغظ دا ماشوم چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې له زندانه خلاص شوی، وايي چې د دوی ودانۍ ته مخامخ د ښځینه زندانيانو ودانۍ وه، چې تر سیخ لرونکو کړکیو به يې د خونې منځ ښه ښکارېده، هغه وايي: «ځينې ښځې وې چې ټول وخت به حجاب کې ګرځېدې، خو هغه څو تنه وي، نورې داسې وي چې موږ ته به مخامخ کړکۍ کې ودرېدې ټول بدن به يې لوڅ کړ.»

سعیدالله په دې زندان کې د مغز مينځنې یوه بله وسیله هم یادوي، هغه وايي چې يوه ايرانۍ نجلۍ چې چسپه جامه به يې کړې وه، له يوې بلې افغانۍ سره یو ځای په اوونۍ کې له هر زنداني سره په جلا خونه کې کېناستلې.

سعيدالله وايي: «هر زنداني ته په اوونۍ کې یو وار ور رسيد، چې له دې نجونو سره په پورته منزل کې په جلا خونه کې کېني.»

هغه وايي چې نجونو به خنداګانې کولې، له زنداني سره به يې دلاس اچولو کوښښ کاوه: «عجیبي پوښتنې به يې کولې سړی به سخت ورته خولې شو، اخر به يې خبره دې ځای ته راورسوله چې کله بلوغ ته ورسېدې؟ څنګه ورسېدې؟ ياد دې دي؟ ولې واده نه کوې؟ نجلۍ دې ښه ایسي؟»

دا زندان چې د پخوانۍ شمېرنې له مخې پکې ۲۰۳ تنه ښځينه زندانياني او شاوخوا ۶۵ تنه ماشومان زندانيان ژوند کوي، ځينې حرفوي کارونه هم پکې ور ښوودل کېږي.

سعيدالله د خلاصون کيسه کوي:

د پخواني ولسمشر د واک وروستۍ ورځې وې، چې د سعيدالله په ګډون يې شپږ تنه ماشومان د بادام باغ له زندانه « ریاست هفده » ته یووړل.

دی وايي چې په دې ریاست کې د زندانیانو ژوند دومره سخت و، چې بیانول یې د هر چا د وس کار نه دی.

په همدې سهار يې ولسمشر حامد کرزي ته مخامخ کېنول، سعيدالله وايي: « کرزي په خندا راته وویل چې اوس خو به تربيه شوي یاست؟ زموږ ملګري چې د میدان وردګو و، ځواب ورکړ چې هو رییس صاحب الحمد لله اوس ډېر ښه تربیه شو.»

ولسمشر حامد کرزي ترې پوښتنه وکړه، چې اوس کورونو ته لاړ شئ، څه به کوئ؟ هغه ځواب ورکړ: مخکې مې هم د دې حکومت او امریکایانو پر ضد جګړه کوله اوس به يې هم کوم.

سعیدالله وايي چې حامد کرزي خپل کیمره مین ته اشاره وکړه، هغه کیمره بنده کړه او زموږ ملګري ته يې مخ کړ: ته يې ماته ثابته کړه چې ستاسې جګړه په حقه ده، زه مې له دې ټولو باډيګارډانو سره درسره ځم.

د بادام باغ دا زنداني چې اوس په غزني کې په زده کړه بوخت دی وايي چې هغوی ډېر زور وواهه چې موږ بدل کړي، خو نږدې و چې دوی مو راسره بدل کړي وای.

له سعیدالله مې د تصویر اجازه وغوښته، ويې وخندل: « نه مه يې اخله، داسې نه وي بیا مې پرې ونیسې!»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د