شهید او شهادت ( دری شپېتمه برخه )

م. محمد نعیم-

عن أبی هریره رضی اللّه عنه قال: ” ذکر الشهید عند النبی – صلى الله علیه وسلم – فقال: ما تجف الأرض من الشهید حتى تبتدراه زوجتاه من الحور العین کأنهما ظئران أضلتا فصیلیهما فی براح من الأرض، بید إحداهما، أو بید کل واحده منهما حله خیر من الدنیا وما فیها “.[۱]

له حضرت ابو هریره رضی الله عنه  څخه روایت دی، وایی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د شهید  خبره یاده شوه، نو ویې فرمایل: د شهید له وینو ځمکه لا نه وی وچه شوې، چې له حورو نه دوه مېرمنې یې ورته را منډه کړی، لکه دوی چې لنګې اوښانې وی، نوی بیل کړی جونګیان یې په پراخه دښته کې ورک کړی وی، د یوې او که د هرې یوې په لاس کې داسې ښکلې جوړه وی چې له دنیا او له هغه څخه چې په دنیا کې دی غوره وی.

د ( أضلتا ) ټکی  ( أظلتا ) هم راغلی، او دواړه صحی دی، لومړی د ورکې په معنی، دوهم د سیوری په معنی، که ( أضلتا ) شی، معنی یې داسې راځی چې هغه دوه حورې چې شهید ته د شهادت پر مهال راځی، داسې په بېړه او منډو ورته راځی، لکه لنګې اوښانی چې په دښته کې یې جونګیان ترې ورک شوی وی، او بیا یې پیدا کړی، پرته له شکه په داسې یو حالت کې یوازې اوښانې نه، بلکې هر بل حیوان په ډېره سخته بېړه د خپل بچی په لوری منډه اخلی، تر څو خپل ورک بچی ته ورسی، او له خپلې سینې سره یې ونښلوی.

او که ( أظلتا ) شی، معنی یې داسې راځی چې د شهید دوه مېرنې به شهید ته د شهادت پر مهال په ډېره بېړه راشی او په لاسونو کې به یې داسې ښکلې او ارزښتناکې جامې وی چې له دنیا او ما فیها نه به غوره وی، په شهید به خیمه جوړه کړی، یا به یې پرې وغوړوی، لکه اوښانې چې په دښته کې خپل جونګی د لمر له تېزو وړانګو ژغوری، خپل څنګ ته یې کوی، لنډه دا چې لکه څه رنګه چې مور په خپلو بچیانو مهربانه، او د هغوی په غم کې لالهانده وی، او په بېړه ځان ور رسوی، دغسې به حورې په شهید مهربانه، د هغه لیدو ته لالهانده وی. په ډېره بېړه به هغه ته ځان ور رسوی. [۲]

په حدیث شریف د اوښانو یادونه کېدای شی له دې امله وی چې هغه وخت د عربو سروکار له اوښانو سره و، ژوند یې له اوښانو سره و، د اوښانو په عاداتو او خویونو ښه بلد وو، پېژندل یې، نو ځکه به رسول الله صلی الله علیه وسلم اوښانې یادې کړې وی. او بل دا چې معمولا په دښتو کې اوښان څری، په ځانګړی ډول د عربو په دښتو او بیابانونو کې.

عن ابن عمر، أن النبی صلى الله علیه وسلم مر بخباء أعرابی، وهو فی أصحابه یریدون الغزو ، فرفع الأعرابی ناحیه من الخباء ، فقال : من القوم ؟ فقیل له : رسول الله صلى الله علیه وسلم وأصحابه یریدون الغزو ، فقال : هل من عرض الدنیا یصیبون ؟ قیل له : نعم ، یصیبون الغنائم ، ثم تقسم بین المسلمین ، فعمد إلى بکر له فاعتقله ، وسار معهم فجعل یدنو ببکره إلى رسول الله صلى الله علیه وسلم ، وجعل أصحابه یذودون بکره عنه ، فقال رسول الله صلى الله علیه وسلم : « دعوا لی النجدی ، فوالذی نفسی بیده إنه لمن ملوک الجنه » . قال : فلقوا العدو ، فاستشهد فأخبر بذلک النبی صلى الله علیه وسلم ، فأتاه فقعد عند رأسه مستبشرا – أو قال : مسرورا یضحک – ثم أعرض عنه ، فقلنا یا رسول الله : رأیناک مستبشرا تضحک ، ثم أعرضت عنه ، فقال : « أما ما رأیتم من استبشاری – أو قال : سروری – ، فلما رأیت من کرامه روحه على الله تعالى ، وأما إعراضی عنه ، فإن زوجته من الحور العین الآن عند رأسه » [۳]

ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه کوچی په خېمه تېریدو، ملګری یې هم ور سره وو غزا ته تلل، کوچی د خیمې یوه څنډه پورته کړه، ویل: دا خلک څوک دی؟ چا ورته ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګری یې دی، غزا ته ځی، ویل: آیا ددنیا څه شی به په لاس ورشی؟  ورته وویل شول: هو، غنیمتونه په لاس ورځی، بیا د مسلمانانو تر منځ ویشل کېږی، نو خپل یو نوی ځوان اوښ یې چو یا خې کړ، پرې سپور، او له دوی سره روان شو، په لارو به یې هڅه کوله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځان ورلنډ کړی، صحابه وو به یې اوښ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ایساراوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا نجدی ما ته پرېږدئ! زما دې په هغه ذات قسم وې چې زما روح یې په واک کې ده، دا سړی د جنت له پاچاهانو څخه دی، راوی وایی، نو له دښمن سره مخ شول، او دی شهید شو، په دې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر شو، ورته راغی له سر سره یې ځلیدونکی، که یې وویل: خوشحاله چې خندل یې کېناست،، بیا یې مخ ترې واړاوه، مونږ ویل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! لومړی مو خوشحاله ولیدې چې خندل دې، بیا دې مخ ترې واړاوه؟ ویل: دا چې زما خوشحالی او که یې وویل خوښی مو ولیده، دا هغه وخت چې کله مې د الله په وړاندې دده د روح عزت ولید، او هر چې مې مخ اړول وو، دا ځکه چې حوره مېرمن یې همدا اوس له سر،  سره ولاړه ده.

په بل حدیث شریف کې راځی:
( فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:مَا تَقَدَّمَ رَجُلٌ خُطْوَهً فِی سَبِیلِ اللَّهِ إِلا اطَّلَعْنَ إِلَیْهِ الْحُورُ الْعِینُ، وَإِنْ تَأَخَّرَ اسْتَحْیَیْنَ مِنْهُ واسْتَتَرْنَ مِنْهُ، فَإِنِ اسْتُشْهِدَ کَانَتْ أَوَّلُ شَجَّهٍ مِنْ دَمِهِ کَفَّارَهٌ لِخَطَایَاهُ، وَتَنْزِلُ إِلَیْهِ ثِنْتَانِ مِنَ الحُورِ الْعِینِ فَتَنْفُضَانِ التُّرَابَ عَنْ وَجْهِهِ، وَتَقُولانِ: مَرْحَبًا قَدْ أَنَى لَکَ، وَیَقُولُ هُو: مَرْحَبًا بِکُمَا )[۴]

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: یو سړی هېڅکله د الله په لاره کې مخ ته ګام نه اخلی، مګر دا چې حورې ورته را ګوری، که په شا شی ترې وشرمېږی او ترې پټې شی، او که شهید شی نو د وینو لومړی څاڅکی یې د ګناهونو کفاره شی، دوه حورې ورته راښکته شی له مخ نه یې خاورې څنډی او وایی: هر کله راشې، دا دی هغه وخت درته را ورسېد، او دی وایی: تاسو دواړه هر کله راشئ.

وعن رسول الله صلى الله علیه وسلم قال : « الشهید یشفع فی سبعین من ذی قرابته ، ویزوج سبعین امرأه من الحور العین ، على کل امرأه سبعون حله  کشقائق النعمان »[۵]

ژباړه: د خپلو اویاوو تنو خپلوانو په حق کې به د شهید شفاعت منل کېږی، او دوه اویا حورې به ورته به نکاح کېږی، په هرې ښځې به اویا جوړه جامې اغوستې وی، لکه ریدی ګلونه.

(عن أنس أن النبی صلى الله علیه وسلم قال  بینما أنا أسیر فی الجنه فإذا أنا بقصر فقلت لمن هذا یا جبریل ورجوت أن یکون لی قال قال لعمر قال ثم سرت ساعه فإذا أنا بقصر خیر من القصر الأول قال فقلت لمن هذا یا جبریل ورجوت أن یکون لی قال قال لعمر وإن فیه لمن الحور العین یا أبا حفص وما منعنی أن أدخله إلا غیرتک قال فاغرورقت عینا عمر ثم قال أما علیک فلم أکن لأغار  ) [۶]

ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په جنت کې روان وم، که ګورم یوه ماڼۍ مې ولیده، ما ویل دا د چا ده اې جبریله! او هیله مې شوه چې زما به وی، وایی، ویل یې چې د عمر ده! ویل بیا یو ساعت لاړم، که ګورم له هغه مخکنۍ ماڼۍ نه مې بله غوره ماڼۍ ولیده، وایی، ما ویل دا د چا ده اې جبرېله! او هیله مې شوه چې زما به وی، وایی، ویل یې د عمر ده، او په دې کې ډېرې په زړه پورې حورې دی، ابو حفصه! ستا له غیرت پرته بل څه له ور ننوتو منع نه کړم، وایی د عمر سترګې را ډکې شوې، بیا یې ویل: هر  چه ته یې، دا نو  راته بې غیرتی نه وه!

نور بیا…

[۱] – اتحاف الخیره المهره بزوائد المسانید العشره.لأحمد بن أبی بکر بن إسماعیل البوصیری, باب ما جاء فی الشهداء وفضلهم. مسند أحمد, مسند أبی هریره. مصنف ابن أبی شیبه, باب: ما ذکر فی فضل الجهاد والحث علیه. سنن ابن ماجه, باب فضل الشهاده فی سبیل الله. د مسند احمد او سنن ابن ماجه ورسره حاشیه السندی په روایت کې د ( من الحور العین ) ټکی نشته، او د ( فصیلهما ) ټکی ( فصیلیهما ) پکې راغلی.
[۲] – خطب و دروس الشیخ الدکتور عبد الرحیم الطحان، ص: ۱۵۳.
[۳] – شعب الإیمان للبیهقی, باب و أما ما رأیتم من استبشاری..
[۴] – المعجم الکبیر للطبرانی, ج ۱۶, ص ۱۱۶٫
[۵] – مسند الشامیین. ۷ / ۱۶
[۶] – مسند أحمد:ج۳/ص۲۶۹

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د