افغانستان

هلمند کې د وژل شوي امريکايي هويت په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت د هلمند په مارجه کې د ځانګړو ځواکونو د یو تن وژل شوي عسکر هویت په ډاګه کړ.

ارمي ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ليکلي چې وژل شوی سارجنټ میتیو میکلنټوک نومېده، چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د امريکا په پوځ کې شامل شو.

تېره ورځ د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د امريکايی ځانګړو ځواکونو یوه چورلکه د طالبانو په بريد کې رانسکوره شوه، چې د میتیو میکلنټوک د وژل کېدو او دوو نورو عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

سرچينه وړاندې کاږي چې میکلنټوک د نیو مکسېکو اوسېدونکی و، چې په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د ځانګړو ځواکونو غړی شو او له ۲۰۱۲ـ ۲۰۱۳ يې په افغانستان کې دنده ترسره کړه او په وينا يې په ۲۰۱۵ کې بیا هم افغانستان ته د دندې لپاره راغی.

د پنټاګونو یو جنرال بیرټ دوارټي د میکلنټوک وژل کېدل خواشينوونکې پېښه بللې او ويلي يې دي چې هغه د خپل ولس لپاره ځان قرباني کړ.

دا په داسې حال کې دی چې د تېر ميلادي کال په وروستیو ورځو کې هم د پروان په بګرام ولسوالۍ کې په يوه سرتېري بريد کې شپږ تنه امريکايي عسکر ووژل شول، چې پوځي چارواکو د ۲۰۱۵ ميلادي کال خونړۍ پېښه بللې وه.

ياده دې وي طالبانو په دې چورلکه کې د شپاړلس امريکايي عسکرو د وژل کېدو دعوه کړې ده، خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند مایک لوورن بیا وايي چې په دې چورلکه کې میکلنټوک وژل شوی او دوه نور عسکر ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x