افغانستان

دلشکر ګاه په محبس کې څه تیریږي ؟

19 تن از زندانیان ولایت هلمند از محبس نظامى بگرام رها گردیدند

د هلمند په مرکزي محبس کې بنديان وايي چې هغوى به د هلمند د ادارې سره خبرې ونه کړي او د مذاکراتو له پاره دې د کابل څخه يو لوړ پوړى هيئت ورشي.د سه شنبې په ورځ 2013-03-05 ماښام ناوخته د لښکرګاه د محبس څخه يو تن بندي چې خپل نوم يې خالد ښودلو د نورو بنديانو په استازيتوب افغان اسلامي اژانس ته وويل چې هغوى په محبس کې د شکنجو او مسئولينو د غير قانوني کړنو له امله د پنځو ورځو راهيسې د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى دى.خالد وويل ( له کوم وخت څخه چې جنرال راز محمد او جنرال بسم الله دمحبس د مسئولينو په توګه ټاکل شوي بنديانو ته ډول ډول شکنجې ورکول په بې سارې توګه زيات شوې دي چې بنديانو ته دا ډول شکنجې د تحقيقاتو پر مهال د ملي امنيت له خوا هم نه دي ورکول شوي، ډول ډول وهل، ټکول، سزاګانې او تعذيبونه په محبس کې خورا زيات شوي وه، د بنديانو د قرآنکريم استادان او علماء هم د همدې ډول شکنجو سره مخ وه، سربېره پر دې د پاى وازانو سره په اونۍ کې يوه ورځ يوازې د پنځو دقيقو له پاره د ليدلو اجازه).هغه زياته کړه ( د بنديانو دوسيې نه څېړل کيږي، داسې بنديان هم شته چې د اوو کلونو راهيسې دلته په زندان کې پراته دي او دوسيه يې لا څېړل شوې نه ده، او هم مسئولينو ډېر غټ غټ تلويزيونونه راوړي په دهليزونو کې يې ايښي، غږ يې لوړ کړي، شپه او ورځ غږيږي، نه د لمانځه وخت ګوري او نه د خوب چې د دې ټولو ظلمونو پر ضد موږ د پنځو ورځو راهيسې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پيل کړى دى).هغه وويل چې په تېرو څو ورځو کې څو ځله د محبس ساتونکو په بنديانو چې دهليزونو کې دننه دي ډزې وکړې او نن امنيتي ځواکونو پر بنديانو لوى بريد وکړ.خالد وويل (په ځمکه امنيتي ځواکونو کوښښ وکړ چې دهليزونو ته داخل شي چې اعتصاب مات کړي، په هوا جيټ او هليکوپترو د هوا څخه هم ګرځيدلى او هليکوپتر پر بنديانو ګرنيټونه راوغورځول، ګازونه يې استعمال کړل خو هغوى په دې ونه توانيدل چې بنديان د اعتصاب پاى ته رسولو ته اړ کړي).د نوموړي بندي د وينا تر مخې تر اوسه پورې يو تن بندي مړ او ټول نهه تنه بنديان ټپيان شوي دي چې دوه تنه يې د نن ورځې په عملياتو کې ټپيان شول.خالد په کابل کې د محبسونو د رئيس دا څرګندونې چې ګوندې بنديانو د تېښتې پلان جوړ کړى و رد کړې او ويې ويل (دا درواغ دي، چارواکي ځکه دا ډول دروغجنې ادعاوې کوي څو د بنديانو د وژلو او ټپي کولو د مسئوليت او نورو سرغړونو څخه ځانونه خلاص کړي، موږ نه د تېښتې پلان جوړ کړى و، نه مو کوم پوليس برمته کړى ، نه وسلې لرو او نه دلته د دولت سره جګړه کوو، موږ بنديان يو، موږ خپل حقه حقوق غواړو چې د همدې له پاره مو اعتصاب کړى).هغه وويل اوس هم اعتصاب دوام لري او د محبس ټول بنديان چې د دولس سوو تنو په شا او خوا کې دي په کې برخه لري.کله چې افغان اسلامي اژانس د خالد څخه وپوښتل چې په کومو شرايطو د خپل اعتصاب پاى ته رسولو ته چمتو ياستئ وويل (موږ وايو چې د کابل څخه دى لوړ پوړى دولتي هيئت چې د سره صليب استازى هم ورسره وي دلته راشي زموږ ستونزې دى راحل کړي موږ به خپل اعتصاب پاى ته ورسوو خو موږ په هېڅ صورت کې هم د هلمند د ادارې سره مذاکراتو ته چمتو نه يو).له دې وړاندې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د سره صليب څخه وغوښتل چې د لښکرګاه د محبس د ستونزې د حل له پاره دى په بيړنۍ توګه دې مسئله کې مداخله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x