نظــر

سعودی عربستان د سقوط په درشل کي اوسي

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ژباړه: عبدالمالک همت-

د ایران د اسلامي جمهوريت د مذهبي مشر علي خامنه يي دا خبرداری چي وايي: الهي غچ به د سعودي سياستوالو ګرالبي ونيسي، د ایران په دباندي کي هم تکرار سو.

په دبی کي د يورونيوز د خبريالي ريټا ډل پرټه(Rita del Prete) سره د سياسي جغرافيې د شنونکي تيودور کاراسيک (Theodore Karasik) د څرګندونو پربنسټ د منځني ختیځ د سيمي هيوادونه د سره پاشل کېدو په درشل کي اوسي او دا کار له سعودي عربستان څخه پیل سوی دی.

د نژدې ختيځ د موسسې د څېړني او پراختيا د مرکز مدير او د فارس د خليج د موضوعاتو پوځي شنونکی تيودور کاراسيک وايي: ”داسي خبرداري او شاخصونه شتون لري چي وايي سعودي عربستان د چاودني(انفجار) په درشل کی اوسي، هم له سياسي پلوه او په دې دليل چي د دې هيواد د لويو شهزاده ګانو ترمنځ اختلاف شتون لري او هم په اقتصادي دلايلو. له اقتصادي اړخه موږ وينو چي د سعودي عربستان دولت د خپلو وګړو د غوښتنو په ځواب ويلو کي بې وسه دی او په دې هيواد کي د نه پايښتي وضعيت له امله هم پيسې له دې هيواد څخه د فرار په حال کي دي“.

روسیه چي د ايران يو تاکتيکي متحد هيواد دی او په عين وخت کي د سوريې له ولسمشر بشار اسد څخه هم ملاتړ کوي، د ایران او سعودي عربستان ترمنځ يې د منځګړيتوب وړانديز کړی دی. چي دا کار ښاغلی کاراسيک يو زيرکانه سياسي مانور بولي.

ښاغلی کاراسيک وايي:” د ايران پرضد د سعودي عربستان د اقداماتو لوی ګټونکی روسيه او د هغې ولسمشر پوتين دی، ځکه روسیه به وکولای سي د اروپا او امريکا په خلاف د منځګړي په توګه له خپله قدرته په منطقه کي ګټه واخلي. دا به د دې لامل سي چي په سيمه کي د روسيې په نسبت مثبت ذهنيت رامنځ ته سي. د روس دغه ډول قدرت او د «مردانګۍ» دغه سبک به د ځينو عربي هيوادونو په منځ کي ډېر ښه انعکاس وکړي “.

د دې سياسي شنونکي په وينا څه چي ماسکو او نور مخالفان هيله ورته لري، هغه اصلاحات دي چي په دې وروستيو کي د سعودي عربستان په پاچهي کي رامنځ ته سول. کوم څه چي که څه هم د دې پاچهۍ د سره پاشل کېدو لامل نه سي کېدلای، خو لږ تر لږه به د دې هيواد پر څو برخو باندي د وېشلو لامل هرومرو سي. دا هغو چارو ته ورته باله سي چي تردې دمخه د شوروي جمهوريتونو په اتحاد کي رامنځ ته سوې او د هغه د سره پاشلو لامل سوې. سعودي عربستان د يوې اوږدې مودې لپاره د هر ډول اصلاحاتو په وړاندي ټينګار(مقاومت) کړی وو.

تئودور کاراسيک وايي: ” کوم اصلاحات چي په دې وروستيو کي د سعودي عربستان له خوا اعلان سول داسي موارد وه چي تقريباً کلمه په کلمه د پخواني شوروي اتحاد وروستي مشر ميخائيل ګرباچوف د دې اتحاد د عمر په وروستيو ورځو کي بیان کړل.

ګرباچوف کوښښ وکړ چي د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کي په اصلاحاتو ګوتي پوري کړي، هغه هم د ټولني په بنسټ کي له کوم بدلون راوستلو پرته. نن هم په سعودي عربستان کي واکمنان په دې اړه په خبرو بوخت دي چي څنګه په اصلاحاتو ګوتي پوري کړي، خو هغه هم د دې دولت کوم چي پر وهابیت ولاړ دی په بنسټونو کي له بدلونونو راوستلو پرته “. پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x