شعـــــرونه

زمرو ته د زرمت

لیکوال: محمد امین بسمل
لیکوال: محمد امین بسمل

محمد امین بسمل –

خونکار او مکار بیا راغلل کوڅو ته د زرمت
پردیو رالېږلي ورانېدو ته د زرمت

هغه چې تښتېدلي وو کولاب او آصفهان ته
مردارې پښې یې راوړې شنو باغچو ته د زرمت

در تو کړئ دا پیت پوزي او چیت سترګي له دې ځایه
ناولو پښو یې بوی ورکړ دېرو ته د زرمت

دا واړه مریضان دي په سادیزم مبتلا
چې داسې خوشالي کړي سوځېدو ته د زرمت

دوی څو ځلې راغلې او بیا هر ځل تښتېدلي
دا کله ټېنګېدی شي سرو زمرو ته د زرمت

غلیمه هېر دې نشي د حساب انتظار باسه
یو وخت به دې راکش کړمه توبو ته د زرمت

ای ربه هغه شپې او ورځې بیا کړه را په برخه
چې ورځې د اختر وي ځو مېلو ته د زرمت

جانانه دسپوږمۍ او روڼو ستورو وخت به راشي
یو ځای به سره درومو زیارتو ته د زرمت

د سهاکو په باغو به سره ګرځو لاس تر غاړه
رنګ ورکړه د زړه سره ګلابو ته د زرمت

بســـمله په قلم دې غلیمان له تېغه تېر کـــړه
چې بیا زړګی ښه نه کړي نړېدو ته د زرمت

—————-

پکتيا: په زرمت کې د عملياتو پر مهال د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي – بشپړ خبر په لاندي ادرس:

http://www.nunn.asia/62330/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x