دیني، سیرت او تاریخ

بایبل پیژنده (۹)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر –

هغه انجيلونه چي د اسلام د راتګ څخه مخکي موجود وه:

۱: د مصریانو انجیل ، چي ددوهمې پېړۍ په منځنیو وختونو کي وو۔
۲: د عبریانو انجیل په لومړۍ پېړۍ کي۔
۳: د پطرس انجیل په دوهمه پېړۍ کي۔
۴: د پولس انجیل په دوهمه پېړۍ کې۔
۵: د اندریاس انجیل۔
۶: د برناباس انجیل
۷: د برتولوماس انجیل
۸: د جیمز انجیل
۹: د قدیوس انجیل
۱۰: د اپلس انجیل
۱۱: د باسیلیدس انجیل
۱۲: د کرینتوس انجیل
۱۳: د ابیونتس انجیل
۱۴: د حواانجیل
۱۵: د اسخریوطی یهوداه انجیل
۱۶: د حیوه انجیل
۱۷: د مریم انجیل
۱۸: د ستایس انجیل
۱۹: د کامیل انجیل
۲۰: د فلیپ انجیل
۲۱: د لوقاس انجیل
۲۲: د روښتیاانجیل
۲۳: د مارکيون انجیل

۲۴: د نیقودیمس انجیل، چي ددې سپېڅلې رسالې په لاندی ډول سره دي:

۱: د عیسی المسیح حکمت
۲: اپوکریف یوحنا
۳: د مریمې نسل
۴: د اندریاس اعمال
۵: د یوحنا اعمال
۶: د پولس اعمال
۷: د پطرس اعمال
۸: د پطرس موعظه
۹: د توماس اعمال
۱۰: د حوای دروازې موعظه
۱۱، ۱۲ د لومړی او دوهم کلیمانټ لیکونه
۱۵، ۱۶ د حضرت مریمې  د بکارت په هکله د کلیمانت لیکونه
۱۷، ۱۸ جیمز ته د کلیمانت لیکونه
۱۹: د اګناتیوس لیک
۲۰: دپولیکارت لیک
۲۱ او ۲۲، لوروکيانو او اسکندریانو ته د پولس لیکونه۔

د بايبل پخوانۍ نسخې

۱- سينايی نسخه (Codex Sinaiticus):

دا نسخه په (۱۸۴۴) میلادی کال کي مشهور عالم ټشنډ ارف د سینا په غره کي و موندل ،و دې نسخې ته الف وایی،داسی ګمان کيږی چي دا به په څلورمه پیړۍ کي لیکل شوی وي،په دې نسخه کي زیاته برخه د عهدعتیق شته،مګر هغه هم بشپړه نه ده،د نوی عهدنامې هغه برخي پکښې دي چي د بایبل برخه نه ده، لکه د برناباس لیک او داسی نور و و دې ته د(اې) نوم ورکول شوی دی او دا نسخه په برټش موزیم کي پرته ده.

۲-ا سکندريه نسخه (Codex Alexanderinus):

دا نسخه هم په برټش موزیم کي پرته ده،و دې نسخې ته د(A)نسخه ویل کيږی،دا په ۵ میلادي پیړۍ کي لیکل شوې ده،دا لا هم پوره یقینی نه ده چي کله لیکل شوی ده،دا هم مکمله نسخه نه ده،په دې کي هم عهدنامه عتیق شته،په دې کي هم د نوی عهدنامې هغه برخی شاملی دي چي په اوسني بایبل کي نشته،لکه دکلیمنټ لیکونه او داسی نور….

۳- وطيقانی نسخه (Codex Vaticanus):

دا نسخه د پاپ په کتابتون کي پرته ده و دې نسخې ته  (B)،ویل کيږی،په دې نسخه کي عهدنامه قدیم شته او ډيره نامکمله ده،دا نسخه (۷۵۹) پاڼې ده،چي په دې نسخه کي پیدایښت او زبورونه یو څه شتون لری دا هم د څلورمي میلادی پیړۍ ده دا نسخه په ۱۴۸۱ میلادي کال کي وموندل شوه.

۴- افرائيمی نسخه (Codex Ephraemi Syri Rescriptus):

دا نسخه د پاریس په کتب خانه کي موجوده وه،دا هم په پنځمه میلادي پیړۍ کي لیکلې شویده، په دې نسخه کي یو څه د عهدنامه قدیم او یوڅه د عهدنامه جدید برخې شتون لري.په ۱۳ میلادي پیړۍ کي یو څه خرابه شوې ده، او نور څه ورباندی لیکل شوي دي. په دې نسخه کي دا لاندی برخې د بایبل شتون لری:

– کتاب پیدایښت ابواب ۱- ۴۶
– زبور ۵- ۱۳۷
-د عبرانیانو په نامه لیک ۹-۱۴

۵- بيزائی نسخه (Codex Bezae):

دا نسخه د کيمبرج په پوهنتون کي موجوده وه  دا نسخه په (۱۵۶۲) میلادي کال کي و موندل شوه، دا نسخه په دوو ژبو باندی لیکل شوې ده،په یوناني ژبه او په لاطیني ژبه باندی،و دې نسخې ته (D) ویل کيږی،دا هم د پنځمې پیړۍ ده،د څېړنومطابق دا نسخه هم د(۵- ۷) میلادي پیړۍ په منځ کي لیکل شویده،چي لیکوالان ئې معلوم نه دي.

۶- د مردارې بحيرې طومار:

دا نسخه په(۱۹۴۷- ۱۹۵۳) میلادي کي د مردارې بحیرې په غارونو کي و موندل شوه،دا ویل کيږی چي دا نسخه تر نورو نسخو پخوانۍ ده،البته دا کره خبره ده چي ددې نسخې تعلق د(۱۰۰) ق م څخه تر(۱۰۰) میلادی کال پوری ده،په دې نسخه کي هم عهدنامه قدیم شته او هم عهدنامه جدید شته،دا هم غیر مکمله ده.
د عهدعتيق/قديم عهدنامه پخوانۍ نسخې درې دي

۱- عبراني نسخه:

دا د یهودو په نزد معتبره ده او همدارنګه و پروتستانو ته هم پوره اعتبار لري.

۲- يوناني نسخه:

دا نسخه و عیسایانو ته د ۱۵ میلادي پېړۍ څخه تر ۱۷ میلادي پېړۍ پوری معتبره وه،و بل لور ته عیسایی نړۍ و عبراني نسخې ته د یوې تحریف شوي نسخې په سترګه ګوري، یوناني نسخه په یوناني او مشرقي کلیساؤ کي خورا معتبره ده، دا دواړې نسخې د عهدعتیق ټوله کتابونه لري،

۳- سامري نسخه:

دا نسخه و سامریانو ته د منلو وړده،دا نسخه په حقیقت کي عبراني نسخه ده البته په دې نسخه کي د عهدعتیق ۷ کتابونه شتون لري.

د عهدنامې قديم پخوانۍ نسخې هم يو شانته نه دي

د بایبل هره نسخه د بلې نسخې څخه که هغه نوې نسخه وي او که پخوانۍ نسخه وي ډېر توپیر لري چي موږ به اوس د پورته ذکرشوی د بایبل د پخوانیو نسخو توپیرونه د بیلګې په ډول سره بیان کړو:

د حضرت آدم علیه السلام څخه د حضرت نوح علیه السلام تر توپانه پوری زمانه او وخت په عبراني نسخه کي (۱۶۵۶) کاله دي،په یوناني نسخه کي (۲۲۶۲) کاله دی،په سامري نسخه کي (۱۳۰۷) کاله دی.

د حضرت نوح علیه السلام د توپان څخه نیولې تر ابراهیم علیه السلام  پوری په عبراني نسخه کي(۲۹۲) کاله دي،په یوناني نسخه کي (۱۰۷۲) کاله دي، په سامري نسخه کي (۹۴۲) کاله دي.

او داسی نور تر شمېر وتلی توپیرونه چي هیڅوک نشی کولای چي دا پېچلې معما حل کړی، دومری توپیرونه ئې شته لکه د ځمکې او اسمان تر منځ نو چي په پخوانیو نسخو کي ئې داسی توپیرونه، تحریفات او غلطیانې شته نو اوسنۍ نسخې به ئې څنګه درستې وي ؟!! دا هیڅ امکان نلري.

هفتادي ترجمه (Septuaginta) سپتواګنتا/سپتواجنتا:

ددې لغوي معناده (۷۰ بزرګ خلک)،په عربي ژبه کي ورته سبعینه نسخه وایی،دا د عهدنامې قدیم تر ټولو پخوانۍ نسخه ده، چي په۳ قبل المیلادکي د عبراني  څخه و یوناني ژبې ته دا ژباړه وشوه،و دې ته (Lxx) وایی چي په رومي حساب (۷۰) دي، د یهودو د روایاتو مطابق د اسکندریې د کتب خانې ساتونکي د مصر د پاچا بطلیمس اول (۲۸۵ ق م- ۲۴۶ ق م) څخه غوښتنه وکړه چي د یهودو مقدس کتاب په دې کتب خانه کي کښیږدي، پاچا بطلیمس د بیت المقدس د مشر کاهن څخه غوښتنه وکړه چي دا کار وکړي، پاچا (۷۰) یهودي علماء د یوې مستندې نسخې سره یوځای و اسکندریې  ته ولیږل او هغو دا کار په (۷۲) ورځو کي وکي یعنی هفتادی ژباړه ئې بشپړ کړله،په دې ژباړه کي ئې ټوله شکمن او اپوکریفه کتابونه شامل کړل، هغه متروکې نسخې چي خلکو ورته توجه نه کوله هغه په دې نسخه کي ور ګډې شولې.

له همدې کبله پروتستانو دا نسخه غیر قبوله او رد کړه او دا یی وویل چي په دې نسخه کي مشکوک او متروک کتابونه شتون لري چي هغه هیڅ ارزښت نلري.

د ورژن (Version) او ژباړې تر مينځ توپير:

د ورژن (Version) توری د لاتینی ژبې د(Versio) (ورژيو) څخه اخيستل شوی دی، چي معنی ئې ده (اړول، بدلول)، او دا توری د (۱۵۸۲) ميلادی كال راهيسی استعماليږی۔

په ځینو قاموسونو کي د(ورژن) معنی (متن او نسخه) لیکل شویدی ؛ او په ځینو نورو کي بیا په لنډ ډول سره داسی لیکل شویدی:

(ورژن) عبارت د هغه متن، نسخې او بیان څخه دی چي صورت ئې بدلون موندلی وی۔

یا په بل عبارت، (ورژن) یعنی بیل متن یا هغه متن چي د مخکني متن څخه توپیر ولري۔

د بېلګې په ډول سره د (بایبل ) یو ورژن او بل ورژن چي وروسته به په تفصیل سره ور باندی بحث وشی، چي همدا اصطلاح اوس پر هر بایبل باندی نوشته وی چي دا (اول ورژن دی)، دا (دوهم ورژن دی) او داسی نور۔۔۔ او هر ورژن د بل ورژن څخه توپیر لري.

ترجمه (ژباړه) څه ته وايی:

دا توری (ترجمه) دعربی ژبې توری دی چي په پښتوکې ورته (ژباړه) وایی، دا توری (اسم واحد مونث) دی چي معنی ئې:

د یوې ژبې څخه و بلې ژبې ته اړونه ده۔  ، ژباړه یو عام توری دی چي د ادب په کور کي ددې استعمال زښته ډېردی، هره ټولنه او اولس ور سره اشنا دی لکه د قرآنکریم ژباړه چي د نړۍ په بېلابیلو ژبو کي شوې  ده۔او دا ژباړه و خپل ځانته یوه طریقه او بنسټیز توکي او اوصول  لری، او تقریبا هر اولس ور سره اشنا دی، دا ځکه چي لیکوالان د ېوې ژبې څخه و بلی ژبې ته ژباړې کوی د بېلګې په ډول سره ناولونه، لنډې کيسې، تاریخی، کلتوري او اسلامي کتابونه ا و داسی نور۔ کله چي دا اصطلاحات ښه واضح او روښانه شول نو وروسته بیا په راتلونکو پاڼو ښه پوهیدلای شی، دا ځکه چي کله موږ د ورژن خبره کوو نو تاسی پوهیږی چي بېل متن دی او کله موږ د ژباړي خبره کوو،په بایبل کي ورژن شته خو په قرآنکریم کي ورژن نشته، د ځمکې د کُرې د شمال څخه تر جنوبه پوری او بیا د ختیځ څخه تر لویدیځ پوری ټول یو قرآن عزیز دی د یوه پېښ،زبر او زیر په اندازه پکښې بدلون نشته، البته قرآن کریم په مختلفو ژبو سره ژباړل شوی دی.

په تورات کي (۷۰۰) ځلی راغلي دي چي دا د خدای کتاب نه دی:

د اوسني تورات په دې پنځو کتابو کي(پيدايښت، خروج، لاويان ،اعداد، استثنا)  کي دا راغلی دي چي ، موسی و خدای ته وویل او خدای و موسی ته وویل، چي مطلب ئې دادی چي دریم سړي دا خبرې لیکلې دي، نه سیدنا حضرت موسی علیه السلام؛ او که چيری لکه تاسی (عیسایانو) چي تورات د حضرت موسی علیه السلام کتاب  بولی نو پکار داوه چي داسی لیکلی وای: چي ما(موسی) و خدای ته وویل او خدای و ماته وویل،هر ځای و حضرت موسی علیه سلام ته د غایب (دریم) شخص توری استعمال شوی دی نه د (متکلم)  لومړی  شخص؛ چي دا پوره ددې ثبوت دی چي دا نه د سیدنا حضرت موسی علیه سلام په لاس او حکم لیکل شویدی او نه هم د خدای کلام دی بلکې دا په واقعیت کي په لایزال خدای جل جلاله او حضرت موسی علیه السلام پوری له ځانه څخه جوړشوی بې هوده، لیکنې، کيسې او کرښې دي؛ چي دا په حقیقت کي د لوی خدای جل جلاله او حضرت موسی علیه السلام په حق کي ګستاخي او بې عزتي ده۔

زه اوس غواړم چي  يوه بېلګه  ئې وړاندی کړم.

اوسنی تورات دحضرت موسی عليه السلام کتاب نه دی

لکه په بایبل کي چي راځي:

۱: او موسی د خدای بنده د خدای  د فرمان مطابق په موآب کي وفات شو، او د موآب په یوه شله (وادی) بیت فغور کي ښخ کړل شو، چي تر اوسه دا قبر و هیچا ته معلوم نه دی، او موسی د وفات پر مهال د (۱۲۰) کالو وو، او بنی اسرائیلو د موسی لپاره د موآب په دښته کي (۳۰) ورځی وژړل، او د هغه مهاله راهیسی تر اوسه په بنی اسرائیلو کي د موسی په شان بل پېغمبر نه راغی۔ (استثناء، ۳۴: ۴، ۵ او وروستني ایاتونه)

ایا دا ایاتونه حضرت موسی علیه السلام لیکلی دی؟

ایا دا ایاتونه د حضرت موسی علیه السلام په ژوند کي لیکل شویدي؟

ایا حضرت موسی علیه السلام و یو چا ته حکم وکړ چي دا ولیکه؟

ایا د ا د الله جل جلاله وحی دی و حضرت موسی علیه السلام ته؟

ایا داسی بې بنیاده ، بېهوده او سرګردانه توري و الله ته منسوبول او یا هم د الله جل جلاله و الوالعظم پېغمبر ته منسوبول پوره توهین او سپکاوی نه دی؟

۲: او اسرائیل و مخی ته ولاړل او د عدر(عادر)د برج سره ئې پړاو واچاوه.

(پیدایښت ۳۵: ۲۱)

عدر(عادر) د بیت المقدس په دروازه کي یوه مناره وه چي د حضرت موسی علیه السلام څخه په سلهاوو کلونه وروسته تعمیر شوي وه. چي پردې باندی ټوله عیسایی او غیر عیسایی نړۍ په یوه خوله دي.

نو له دې څخه په ښکاره معلومیږی چي دا کتاب حضرت موسی علیه السلام نه دی لیکلی بلکې د هغه څخه ډیر کلونه وروسته لیکل شوی دی.

۳: هغه عمالیقه او کنعانیان چي پر هغه غره باندی اوسېدل پر هغو باندی ئې یرغل وکړ او هغه ئې ووژل او هغوی ئې تر حرمې پوری وهل.
(اعداد۱۵: ۴۵)

همدارنګه د (حرمه) توری په استثناء ۱: ۴۴) کي راغلي دی ، دا پېښه د یوشع بن نون علیه السلام څخه لا وروسته شوې ده، او حضرت یوشع بن نون علیه السلام تر حضرت موسی علیه السلام وروسته ؤ، نو ځکه موږ ویلای سو چي دا پنځه کتابونه چي دوی ورته تورات وایی دا وروستو خلکو لیکلی دي او بیایی و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب کړیدی.

او داسی نور…

کتاب يشوع د يشوع کتاب نه دی!

که موږ د یشوع و کتاب ته راشو نو په دغه کتاب کي یشوع هر ځای په غایب ضمیر(دریم کس) باندی لیکل شوی دی لکه یشوع و خدای ته وویل او خدای ویشوع ته وویل چي دا کتاب هم دریم سړی لیکلی دی،نه خدای و یشوع ته ویلی دی او نه هم یشوع و خدای ته ویلی دی، یو کس دا اوریدلی دی او بیا یی لیکلی دی زه یی یوه بېلګه وړاندی کوم:

او پس ددې خبرې داسی وشوه چي یشوع د نون ځوی د خدای بنده مړشو او هغه د یوسل لسو کالو ؤ… د افرائیم په کوهستان کي ئې ښخ کړ د جعس غره په قطب طرف.

(کتاب یشوع: ۲۴ باب:۲۹- ۳۱)

له دې څخه علاوه عیسایی علماء د یشوع د کتاب په هکله وایی:

ډاکټر لائټ فټ وایی چي دا کتاب د فیخاس لیکنه ده.

کالون داسی وایی چي دا کتاب د عزرا لیکنه ده.

وانټل وایی چي دا کتاب د سموئیل علیه السلام لیکنه ده.

هنری وایی چي دا کتاب د ارمیاه علیه السلام لیکنه ده.

څومری اختلافات پکښې شتون لري، دداسی اختلافاتو د شتون سره سره به څوک ووایی چي دا یوالهامي کتاب دی؟!!

او همدارنګه د عهدنامه قدیم نور کتابونه…

دا هم د نوم ورکي کس لیکنه ده،ده اورېدلي دي چي یشوع داسی مړشو او په دغه عمر ؤ او په دغه ځای کي ښخ شو،دا چي ددې لیکوال دغه خبره به رښتنې وي او که یا دا بېله خبره ده، دا چي یشوع بن نون علیه السلام واقعاًً د(۱۱۰) کالوؤ؟ او واقعاً دی په افرائیم کي ښخ کړل شوی دی؟ دا هم نه ده معلومه او داسی نورې پوښتنې بې ځوابه دي؛دا نه د یشوع کلام دی او نه هم د خدای کلام دی، او نه هم په دې کرښو کي کوم الهی حکم ، انساني ګټه او نور څه نغښتي دي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x