نظــر

د ولسوال ازاد خان مستجابه ښېرا

دا پیښه دوه ورځې وړاندې  یعني دتیرې یک شنبې په ورځ  ۲۰۱۳/۳/۳ م نيټه باندې دپکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې پیښه شوې ، چې دخپل ډول خورا نادره او له عبرته ډکه پیښه وه .

کیسه داسې وه چې دتیرې یک شنبې په ورځ د ځاځي اریوب حکومتي ولسوال ازادخان دهمدې ولسوالۍ دخیرمني په کلي کې یوه غونډه رابللې وه چې دشاوخوا کلیو او نږدې سیمو ډیرو خلکو په کې ګډون کړی وو .

دځاځي اریوب ولسوال په دې غونډه کې له خلکو غوښتنه وکړه ، چې دامریکایانو داربکي سازۍ په پروګرام کې ګډون وکړي ، او خپل قریبان او خپلوان په کې داخل کړي ، څو میاشتې وړاندې چې کله حکومتي چارواکو غوښتل دځاځي اریوب دروکیانو په سیمه کې له کابله راوړل شوي اربکیان ځای په ځای کړي دسیمې دخلکو له سخت عکس العمل سره مخ شوي وو او له سیمې تیښتې ته مجبور شوي وو ، نودا ځل ځکه ولسوال غوښتل له خلکو دهمکارۍ غوښتنه وکړي .

دخیرمني دکلي دغونډې برخوال وایي ، چې ولسوال له اوږدو خبرو وروسته  دغونډې په پای کې خپله ریاکارانه دعاء پیل کړه ، او لاسونه یې پورته کړل ، نوموړي په دعاکې خلکو ، وطن او خپلو مشرانو ته دعاګانې وکړې ، دغه راز یې ددعاء په یوه برخه کې وویل ( خدای پاک دې نور هغه عناصر او خلک وشرموي چې دخپل هیواد سره دښمني کوي او په ضد يې ګام اخلي ) دعیني شاهدانو په وینا کله چې ولسوال داجمله وویله ، نو په داسې حال کې چې ولاړ وو او دعاګانې یې کولې ناڅاپه یې دپرتاګه  پرتوګاښ خلاص شو او پرتوګ یې په داسې ډول لاندې وغورځېد چې ولسوال بیخي ورباندې پوه نه شو ، په دې ډول ولسوال چې د وطن ددښمنانو دشرمندګۍ دعاء یې کوله ناڅاپه دسلګونو خلکو په مخکې بربنډ ودرېد.

خلکو او دمجلس ګډونوالو چې داصحنه دسرپه سترګو وليده نو ټولوناڅاپه  په خوراجوش سره وخندل او غونډه ددعايي په ځای دولسوال آزادخان په رسوايي او دخلکو په چک چک او خنداګانو سره پای ته ورسیده ، ددې خبرې دتصديق لپاره همدااوس د اریوب ولسوالۍ ټول خلک شاهدان دي او رسنۍ او هرهغه څوک چې ددې خبر په صدق کې شک کوي د ځاځي اريوب ولسوالۍ خيرمني سیمه کې دې له قومي مشرانو او نور عادي خلکونه خپل معلومات کره کړي .

که دپيښې ماهیت ته وګورو ، داسې معلومیږي ، لکه ولسوال ازاد خان  چې هم دبلعم باعور په چم مستجاب الدعوات وي ، ځکه د وطن ددښمنانو په اړه دنوموړي دغه ښیرا ځای په ځای قبوله شوې ، او دځاځي اریوب په سطحه دوطن دسرکرده  دښمن پرتوګ یې ددرست ځاځي اولس په مخ کې غورځولی دی ، هوکې !  دولسوال ازادخان ښیرا او په تعقیب یې دنوموړي دخپل پرتاګه غورځیدو او شرمیندګۍ وښودل چې نوموړی په خپله دوطن ستر دښمن دی ، نوځکه الله تعالی داسې شرمولی دی .

په تیر یوولس کلن جریان کې دافغان مظلوم ولس په وړاندې دکفارو ملاتړي الله تعالی ډیر ځله داسې شرمولي ، چې حتی د شرمیدلو حکایت یې څوک نه شي کولی ، د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ دګیانخېلو دکلي اوسیدونکي محمد داود راته  راکیسه کوله چې د پارلمان دلومړنیو انتخاباتي منډو ترړو په مهال په اورګون کې زموږ کلي ته  دپکتیکا یو کاندید خالدفاروقي راغلی وو ، چې کلیوالو یې په افتخار لویه غونډه او میلمستیا جوړه کړې وه او سخوندر یې حلال کړی وو .

محمد داودګیانخېل وایي چې په یوه لویه مهمانخانه کې ډیر خلک دخالد فاروقي هرکلي ته راغونډ وو ، او نوموړي ته دناستې ترټولو بر او لوړ ځای هم جوړ شوی وو ، کله چې خالد فاروقي راغی ، نو په ډیرغرور یې له خلکو سره روغبړ وکړ او وروسته په خپله خاصه ګدۍ باندې کیناست ، خو دنوموړي له ناستې څخه څو دقیقې نه وې تیرې شوې ، چې ناڅاپه یوه پیشو کوټې ته راننوته ، چې دغوښې یوه ټوټه یې هم په خوله کې نیولې وه ، پیشو په ټول مجلس خورا زړوره تېره شوه او مخامخ خالد فاروقي ته ورغله او خپله دخولې غوښه یې دنوموړي په مخ کې ده ته بیخي نږدې وغورځوله ، کله چې دمجلس حاضرین متوجه شول ، ویې لیدل چې پیشو دحلال شوي سخوندر تناسلي آلت  چې خلک یې معمولا  ایسته غورځوي موندلی ، او خالد فاروقي ته یې دلومړنۍ تحفې په توګه راوړی دی ، محمد داود وایي چې کله خلکو داصحنه ولیدله ناڅاپه ټولو وخندل ، او یو یې  چې غوښتل یې ځان خالد فاروقي ته اخلاصمند ثابت کړي په پیشو پسې یې ووت ترڅو لازمه سزا ورکړي .

په دې توګه دالله تعالی یوه ګونګ او لایعقل مخلوق په خپل فعل سره له یوې خوا دکفر او ضلالت یو ملګری دعالم په مخکې شرمینده کړ ، له بلې خوا یې ناست خلک پوه کړل ، چې څوک دڅه شي لیاقت لري .

که بیرته راشو دولسوال ازاد خان کیسې ته ، باید ووایو چې یاده پیښه خورا له عبرت او پند څخه ډکه پیښه ده ، چې باید دوستان او دښمنان ټول ترې عبرت واخلي ، څوک چې دکفري او اشغالګرانه پروګرامونه ملګرتیا کوي او دعوت ورته چلوي الله تعالی به یې همیشه داسې شرموي  ، الله تعالی مو دې ترې وساتي .

ولسوال ازاد خان به شاید په دې پوهیده چې خپله دامریکایانو په پلوۍ دوطن په خلاف ددښمن په سنګر کې ناست دی ، خو داچې نوموړي بیا هم دوطن ددښمنانو په اړه  داسې ښیرا کوله شاید هدف به یې دخلکو غولول وو ترڅو ځان د وطن دوست او خیرخوا معرفي کړي ، شاید ده به هغه پښتو لنډۍ نه وه اوریدلې چې وایې .

مازدیګری ده ښیرا مه کړه

ته به دناز ښېرا کوې رښتیا به شينه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x