نظــر

مدرسه و پېژنئ!

عاکف مهاجر –

څو ورځې وړاندې بى بى سى راديو راپور خپور کړ، چې مدرسه یې پکې په ناوړه رسم انځور کړې وه،  هغوی د مدرسې په اړه سم مالومات(معلومات) یاخو لري نه، او یا په قصدي توګه مدرسه و خلکو ته په بده بڼه ور پېزني، تر څو خلک له دیني زده کړو، په بله مهار کړي.  زه به په لنډو کې مدرسه در و پېزنم، او د هغې اصلي څېره به درته څرګنده کړم . مدرسه هغه کور دی، چې په هغه کې د الله معجز کتاب(قران) و زده کونکو ته ور ښوول کېږي، کوم چې د الهي پېرزوینو، ډاډ، د ملائکه وو د نزول او د الهي یادګېرني او… لامل کېږي، لکه چې نبي علیه السلام مبارک فرمایې:(مااجتمع قوم فى بيت من بيوت الله يتلون کتاب الله ويتدارسونه الانزلت عليهم السکينه وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملئکة وذکره الله فيمن عنده…) .

مدرسه هغه دیني پوهنځی دی، چى د ناپوهي تورتمونوته پکې د رڼو مشالونه په څېر زلمکي روزل کېږي، کوم چې ملائکه یې تر پښو لاندي خپل نوراني وزر غوړوي .  مدرسه له اصحاب صفه وو نه راته په ميراث پاتې ده، که څه هم د څونوالي او څرنګوالی له امله به ور سره توپیر لري. له مدرسى نه د امام “ابوحنيفه،  امام شافعى، امام مالک، امام احمد بن حنبل، امام بخارى، امام ترمذى، امام مسلم – رحمهم الله- په څېر دین پوهان را ووتي، کوم چې ټوله اسلامي نړۍ یې په نبوي زرینو وړانګو پوښلې . د مدرسې په   غيږکې هغه څوک روزل کېږي چې د  پيغمبري وراثت ویاړ لري . څوک چې حقه اسلامي عقائدو ته ژمن پاتې شوي، هغه مدرسه دامن، یمن، پوهي او سوکالۍ په نامه پېژني . موږته ستر لارښود هم داسي سپارښتنه کړې: ( کن عالما اومتعلما اوخادما اومحبا ولاتکن خامسا فتهلک) ژباړه: يا د مدرسې ښوونکی یایې زده کونکی یایې خدمتګار يايي مینوال شه،  اوپنځم مه کېږه ورنه هلاک به شې . لقمان حکيم-رحمه الله-  دمدرسې په بڼ کې د روزل شوو طوطیانو په اړه داسي سپارښتنه کړې:( يابنى لحوم العلماء سموم من شمها يمرض ومن اکلها يموت ولوبعدحين)
ژباړه اى زويکیه دعلماوو  غوښې زهردى چاچې بوى کړې (خبرې يي پسې کولې) مريض کېږي، او که چاوخوړې (ضرر يي ور ورساوه مړکېږي) اګرکه څه وخت وروسته وى . مدرسه هغه روزنځی دی، چې ځوانانو ته له اسلامي دين نه د دفاع او حمایت، د پردیو د یرغل او استعمار د مخنیوي لارې چارې ښوول کېږي .  دمدرسو له غېږې نه راوتلي ځوانان د دين دښمنو څېرو هر رنګ دسيسې او ناوړه پلانونه شنډوي، او په وړاندى يي کلکه مبارزه کوي.  مدرسې دتروريزم مرکزونه  نه، بلکې دامن هوساينې مرکزونه دي، مدرسې د ترور د ودې نه، بلکى دتروريزم دمخنيوى درس ورکوى . مدرسه مونږ ته دقراني ايتونو په رڼا کې له ناروا قتل او وژنو نه په کلکه د نه کړنو سپارښتنه کوي،  دبېلګې په توګه به له الهي سپارښتنو نه څو سپارښتنې د خپلې مدعی د تائید له پاره راوړم، الله پاک فرمایي:  {ومن يقتل مٶمنا متعمدا فجزائه جهنم خالدافيها وغضب الله عليه ولعنه واعدله عذابا عظيما} ژباړه: څوک چى يومٶمن مسلمان بې له کوم جنایته په قصدي توګه و وژني نو جزا به يي جهنم وي د تل له پاره، او د الله تعالى له لوری پرې غضب نازلېږي، او هغه – جل جلاله- پرې لعنت وایي، او هغه- جل جلا له-  و ده ته لوی عذاب تيار کړی .
او فرمایي: ( وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا) ژباړه: او تاسو مه نږدې کېږئ و زنا ته، بېشکه زنا بد عمل او بده لاره ده. که په یاد ایت عمل وشي، نو د فحشا دريڅه بندېږي . او فرمایي: :(وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا…) او غل سړی، او غله ښځه لاسونه یې کاټ کړئ. که دا سپارښتنه عملي شي، نو چور او چپاول به د نړۍ له غولي کډه کړيوه .
مدرسې د سلام د حریم په ساتلو کې زیاته ونډه لري، مدرسې داسلامى ټولنې د دیني نوامیسو، ارزښتونو د حمایت مراکز دي، زمونږ هوساينه او سعادت پرمختګ دمدرسوسره په محبت اوهمکارۍ کې ده نه په دښمني او ورته دتروريزم په نسبت کولو کې .ځکه نو باید د مدرسو دپرمختګ فکروکړو نه يي دورانولو
له سرمدى ذات نه هميشه دمدارسو د لا پياوړتيا په هیله یم.
زه رحمن حلقه بګوش دهرعالم يم
که اعلى دي که اوسط دي که ادنى .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x