نظــر

دملا معتصم اغاجان دنوي ګوند اعلان

ویل کېږي چي یوه مېرمن په اولاد ناجوړه وه کله چي يې تکلیف ډېر زیات شو او ولادت يې ستونزمن شو یوې بوډۍ ښځي ددې لپاره چي ناروغه مېرمن ژر جوړه شي مشوره ورکړه چي دخپل خاوند پرتوګ ورباندي واچوﺉ،ناروغي مېرمني ناببره چیغه کړه چي خدای ته وګورﺉ دا مه راباندي اچوﺉ ماته خو همدا ناروغي له همدغه پرتوګه رسېدلي ده، زه له خپل هغه ټول احترام سره چي ښاغلي او محترم معتصم اغاجان صاحب ته يې لرم باید په صراحت سره ووايم چي دهغي ټولي مرکي او لیکني چي تر همدې وخته خپرې شوي دي دافغاناناو په وحدت، یووالي او مشترک تفاهم او توافق متمرکزي وې ځکه خو  مثبتي، خوندوري او دزیاترو افغانانو خوښی هم وې.

خو داچي هغه په هغه وروستۍ مرکه کي دګوند دجوړولو تکل کړی چی نړۍ والو خبري رسنیو او وېب پاڼو خپره کړي ده که ما دهغه مرکه سمه فهمولي وي نو ايا شته ګوندونه کفایت نکوي ؟

زه خو له پخوا پدې نظر یم چي شته ګوندونه باید ختم کړل شي ځکه چي ګوندونو اوډلو ستونزي زېږولي دي، ملت يې وېشولی دی دبهرنیو مداخلو زمېنه يې برابره کړي ده زمونږ ملت او چاپېریال او افغاني جوړښت دګڼ ګوندېز نظام دتحمل توان نلري افغانستان باید دډېر وخت لپاره باید یو غیر ګوندي هېواد پاته شي، ګوندونه جوړول ستونزي نه حل کوي البته که داغاصاحب موخه دطالبانو دتحریک دیوه سیاسي یا اصلاحي څانګي پرانستل وي چي دنظامي بریاوو ترڅنګ په سیاسي ډګر کي هم بریاوي لاسته راوړي، دطالبانو په لیکو کي سیاسي او تنظېمي اصلاحات راولي ، نو دا به په هغه صورت کي ګټور او اغېزمن کار وي چي دتحریک دمخکښو وروڼو په خوښه او توافق او دګډي مشورې په صورت کي سرته ورسېږي نه داچي بېل ګوند جوړ او یا اعلان کړل شي .

نړۍ او کاینات دیوه چټک بدلون په حال کي دي هر کار چي تجدد اونوښت پکي نه وي هرغورزنګ اوتحریک چي وخت ناوخته يې دحالاتو اووخت له غوښتنو سره سم تکتیکونه او دکارونو کم او کیف نه بدلېږي، ابتکارونه  ونلري، او یا دجمود ښکار وي حتماً له انزواء او داخلي بحرانونو سره مخامخ کېږي ځکه خورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

عن أبي هريرة فيما أعلم عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: “إن الله يبعث لهذه الأمة على رأس كل مائة سنة من يجدد لها دينها (رواه ابوداود)

الله تعالی ددې امت لپاره دهري پېړۍ په لومړیو کي داسي يو څوک رالېږي چي ددین دچوپړ تګلاري نوي کړي .

دیوه مسلمان او افغان په صفت زما جدی هیله داده چي دمقاومت ډلي په تېره بیا طالبان وروڼه په مرحله وار شکل خپلو اولویاتو له نوي سره ژوره کتنه وکړي دادوخت او حالاتو غوښتنه هم ده او دا کار دبریالیو غورزنګونو له ځانګړتیاوو څخه وي .

په لومړي قدم کي خپل نظم اوډیسپلین ته دثابتو شرعي اصولو په رڼا کي له نوي سره کتنه وکړي دجمود او انحصار دېوالونه ونړوي، دخپلو شوراګانو او مجلسونو ساحې پراخي کړي، دمرکزي شورا او محلي شوراګانو نظام ته دیوه اصل په توګه عملي بڼه ورکړي، صلاحیتونه له استعدادونو سره سم ووېشي، کارونه اهل کارو ته وسپاري،  خپلو تحرکاتو او کارونو ته عامه ملي جنبه ورکړي، دمشورتي نظام په سیوري کي دکار ساحې پراخي او منظمي کړي، دټولو کارونو درغنده پرمختګ لپاره نوي علمي کدرونه اوځوان استعدادونه په کار واچوي ترڅو دکار کولو لایحې جوړي کړي دټولو ټولنېزو او سیاسي کارونو لپاره بېلابېلي مؤثري او خپلواکي څانګي پرانېزي ترڅو دجوړو شویو لایحو په رڼا کي هره یوه څانګه په بري سره خپل کارونه په ازادي سره پرمخ بوزي.

په دوهم قدم کي دمقاومت دنورو ډلو راخپلولو او نژدې کولوته مخ واړول شي ترڅو دمقاومت ټولي ډلي په یوه تمځای راټولي شي دڅلوېښت  کلن پرتمېن اومقدس جهاد دثمراتو دلاسته راوړلو لپاره خپل  منځي اختلافي نقاط جوته کړي، او بیا يې دحل پاره عملي چټک ګامونه واخلي ترڅو ټولي مقاومتي ډلي دشرعي اصولو په رڼا کي په یوه ملي میکانېزم سلا شي او په درېیمه مرحله کي یوداسي مشترک خپلواکه او باصلاحیته کمیسیون جوړ کړي چي په ګډه له نورو افغاني اړخونو سره دهېواد د راتلونکي سیاسي نظام په مورد کي دګډ تفاهم او خبرو اترو بهېر پرمخ بوزي .

زمونږ دهېواد پدې حساسه تاریخ جوړونکي مرحله کي ټولو دمقاومت ډلو ته په کار ده چي خپلو اتباعو او منسوبینو ته توصیه وکړي چي دشخصي او تنظېمي اختلافاتو په بنیاد نور دمخالفو خو مسلمانو ډلو او افرادو په ضد له پروپاګند او تبلیغاتي کمپاین څخه لاسونه واخلي داسلامي اخوت او میني روحیه په عام ولس په تېره بیا پخپلو پلویانو کي عملاً راژوندۍ کړي، دمسلمانانو په خلاف بده لهجه او ناوړه ژبه یاقلم کارول نه یواځی شرعي مخالفت او جرم دی بلکه دښمنی راپاروي او دا الهي سنت دی چي دشرعي مخالفتونو عواقب په دنیا او اخرت کي ډېر دردونکي وي .

محترم اغاصاحب ته زما مشوره داده چي دمستقل ګوند له اعلانولو او جوړولو سمدلاسه ډډه وکړي دتحریک له وروڼو سره خپل  تماسونه بېرته راژوندي کړي، خپلي نیوکي سالم انتقادونه او وړاندېزونه ورسره شریک کړي، بیا پخپلو کار ونو کي له هغوی څخه مشورې او نظرونه وغواړي او دداخلي اصلاح له لاري خپل استعداد داسلام، هېواد، ولس اوتحریک په خدمت کي په کار واچوي له همدې لاري غوره دخدمت مصدر ګرزېدلی شي اوهڅي به يې حتماً ګټوري پایلي ولري.

دتحریک مسؤلین وروڼه لاندي ایت کریمه باید دیوه دیني اصل په توګه له خپلو اولویاتو څخه اودخپلي تګلاري مشال وګرزوي الله تعالی دبشریت لارښود (ص) ته فرمايي :

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (159) إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ (160) (سورة ال عمران)

داخو دي الله تعالی رحمت وو چي ستا چلند يې هغوی ته نرم کړ که ته پوچ خولی او دسخت زړه څښتن وای هغوی به ستاله خواوشا تېت او پرک شوي وای نو ته ددوی په تېروتنو سترګي پټوه او (له الله تعالی څخه) بښنه ورته غواړه اوپه کارکي ورسره مشوره کوه بیاچي کله دیوه کار تکل وکړې په الله تعالی توکل کوه بېشکه چي الله تعالی توکل کونکي بندګان خوښوي . که الله تعالی ستاسو مرسته کوي نو بیا په تاسو څوک برلاسی نشته اوکه مو الله تعالی رسوا کوي نوبیاڅوک دی چي له هغه نه وروسته ستاسو مرستي ته راودانګي؟  او مؤمنان دي هرو مرو په الله تعالی توکل کوي .

دالله تعالی ددې حکم دتطبیق په رڼا کي دتحریک وروڼه دالهي نصرت په تمه او دهغه درضا دلاسته راوړلو په خاطر او دحسن نیت له مخي باید دفظاظت او غلاظة القلب درېځونو اوسیاستونوته شا کړي، نور دي خپل ملګري او مسلمانان وروڼه دشخصي اختلافاتو او یا تېروتنو په اساس یواځي اوبابېزه نه پرېږدي، له ټولو هغو وروڼو سره چي الله تعالی ورته استعدادونه ورکړي، اسلام ته يې دتحریک په چوکاټ کي یووخت چوپړ وهلی خو اوس دځېنو وجوهاتو په اساس په کورونو کي ناست دي خو دکار کولو جوګه دي باید تماسونه ونیسي، دپخلایني اوروغي تګلاره دي ورسره خپله کړي، کارته دې دعوت کړي، دڅه راکړه او څه واخله په اساس دي دکار کولو فرصت ورکړي، دکارونو دغوره پرمختګ لپاره دې نظرونه او مشورې وغواړي.

که نیتونه صفا وي او دلږ وخت لپاره دانکسار او تواضع بڼه خپله کړه شي نو دا کار ډېر اسانه دی او ژر به هغه ټولي ګیلې رفع شي کوم چي يې دوروڼو ترمنځ دېوالونه درولي دي .الله تعالی خپل ګران پیغمبر ته لارښوونه کوي فرمايي :
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ (سورة الحجر)

اوته اې محمده خپل وزر مسلمانانو ته ټېټ کړه .

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (سورة الشعراء)

اې محمده ته خپل وزر خپلو ملګرو مؤمنانو ته ټېټ کړه .

دتحریک وروڼه باید نور هغه چاته وخت او ځای ورنکړي څوک چي دوروڼو ترمنځ چاکونه اچوي، مسلمانان یو دبل په مقابل کي په سوء ظن اخته کوي، تل دمسلمانانو دعیبو اوتشو په لټه کي وي، تحرکاتو يې مخلص او خواخوږي وروڼه دمایوسۍ په رنځ اخته کړي دي، داطبقه انسانان دنورو په ورکه کي خپله بقاء لټوي، مسلمانان یو دبل په خلاف راپاروي، هغوی که څه هم ځانونه مخلص وښيي او یاکه بالفرض مخلص هم وي خو په شعوري او یا لاشعوري توګه يې دا ډول تحرکات دجهاد دپایلو، داسلام، هېواد او ولس په ګټه هېڅکله هم نه دي، دهغوی داډول هڅي ددې په ځای چي مسلمانانو او په تېره بیا اسلامي تحریکونو ته ګټه ورسوي خواخوږي يې زیات کړي ستر زیانونه اړوي، نفرتونه او کرکي اچوي، داډله کسان په نبوي احادیثو کي په بطانة السوء نومول شوي دي  لکه چي لاندي حدیث شریف فرمايي :

عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم، قال: ما بعث الله من نبي ولا استخلف من خليفة إلا له بطانتان: بطانة تأمره بالخير وتحضه عليه، وبطانة تأمره بالشر وتحضه عليه. فالمعصوم من عصم الله تعالى.( صحيح البخاري)
هرپیغمبر او پاچا دوه ډوله مشاورین لري یو يې نیک کارونه په ګوته کوي او په سرته رسولو يې هغوی هڅوي اوبل قسم یې دشر او ضرر کارونه په ګوته کوي او کولوته ته يې هغوی هڅوي خوچي څوک الله تعالی وساتل هغوی ساتل شوي دي .
که درېځونو او سیاستونو ته له نوي سره په جدي توګه کره کتنه وشي دا به یقیناً دجهاد، هېواد، ولس او په تېره بیا داسلامي تحریکونو په حتمي ګټه وي

داټکی هم باید په پام کي ونیسو چي هر استعداد دوه چانسونه لري مثبت او منفي که د یوچا له خدای ورکړي استعداد څخه مثبت کار وانخیستل شي نو باید ددې وېره وساتل شي چي یو وخت کېدای شي دا استعدادونه توپاني اویاغي شي او منفي وکارول شي انسي او جني دښمنان مو دتیارسۍ په حال کي دي .

په پای کي مو ټولو  هغو مشرانو وروڼو ته چي په یوه نه يوه ډول الله تعالی ورته واکمني او برلاسی ورکړی دی اویا دمسلمانانو دچارو واکمن دي داخواست دی چي درسول الله صلی الله علیه وسلم دادعا او ښېرا هروخت په پام کي وساتي :
اللهم من ولي من أمر أمتي شيئاً فرفق بهم فارفق به، ومن ولي من أمر أمتي شيئاً فشق عليهم فاشقق عليه . (رواه مسلم)  

اې ربه چاته چي زما دامت یوه چاره وسپارله شوه  او دمسلمانانو خواخوږی شو ته يې خواخوږی شې، اوچاته چي زما دامت یوه چاره وسپارله شوه  اوپه هغوی یې سختي راوستله ته سختي ورباندي راولې .

داسي څوک شته چي زمونږ دا وړیا مشوره ورواخلي اللهم هل بلغت فاشهد .

ابو خلیل قدوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x