شعـــــرونه

دمينې دېوالونه

عرفان الله عرفاني

ستوری يې ځلا در پسې ړنګه ده
ښکلی يې ښکلا در پسې ړنګه ده

راشه جوړ دمينې دېوالونه کړو
زمادزړه کلا درپسې ړنګه ده

ای دتورو غرونو مجاهد اشنا
شونډو کې موسکا درپسې ړنګه ده

ته يې په ريښتيا يو حقيقي مجنون
زکه خو ليلی درپسې ړنګه ده

مه شه له نظر ستايو سفي حسن
هره زليخا درپسې ړنګه ده

شوه پرتامينه دوطنه ناوې
شنه ده له خندادرپسې ړنګه ده

ووري دې پر سر درحمتو باران
تالنده بر ېښنادر پسې ړنګه ده

ای دژوندسهاره سپېدې راوله
هله چې رڼادرپسې ړنګه ده

توره ډال دې لاس کې عجيب خوند کوي
لراوبر غزا درپسې ړنګه ده

تاپسې نېولي مولاسونه دي
لپه ددعادرپسې ړنګه ده

ګرځي عرفاني لکه ملنګ تنها
ته يې چې دنيادر پسې ړنګه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x