نادري ناولده

قهرېدلي چینايي په اوسپنیزو پیسو جرمانه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د چین په کونمینګ ښار کې د یو بانک مامورینو خپله ټوله رسمي ورځ چې اته ساعته وه، د ۵۰۰۰ چینايي اوسپنیز یوان په شمېرولو تېره کړه.

تېر کال په یو چینايي رسټورانټ کې «وو» او د هغې مېړه په ډوډۍ خوړلو بوخت وو، چې د ریسټورانټ له څښتن سره یې شخړه رامینځ ته شوه او خبره تر وهلو ډبولو ورسېده. د ریسټورانټ څښتن په ښځې او سړي د سوکانو او لغتو ګذارونه وکړل، چې له کبله یې د ښځې ماغزه زیانمن شول او د مېړه یې درې پښتۍ ورماتې کړې.

نوموړې پېښه محکمې ته راجع شوه، محکمې د ریسټورانټ پر څښتن د نغدي جرمانې فیصله وکړه چې نوموړی به ۶۸۰۰۰ چینايي یوان (چې له ۱۰ زره ډالرو سره برابر دي) «وو» او د هغې مېړه ته ورکوي.

د ریسټورانټ څښتن چې د محکمې پرېکړې غصه کړی و، له دغې جرمانې څخه یې ۱۰۰۰۰ چینايي یوان چې ټولې اوسپینیزې پیسې وې، په ۸ لویو-لویو کڅوړو کې ښځې او د هغې مېړه ته ورکړې، ترڅو په شمېرلو کې یې له کړاو او تکلیف سره مخ کړي.

ښځې د اوسپنیزو پیسو نیمايي (۵۰۰۰ چینايي یوان) په کونمینګ ښار کې بانک ته یووړې ترڅو یې په خپل بانکي حساب کې جمع کړي. څرنګه چې د ټولو اوسپنیزو پیسو شمېرل د یو مامور له وسه تېره خبره وه، د بانک ادارې ۱۸ تنه مامورین د یادو پیسو د شمېرلو لپاره وګومارل. دغو مامورینو د نوموړي مبلغ په شمیرلو ټوله کاري ورځ تېره کړه او په ۸ ساعتونو کې یې د ۵۰۰۰ اوسپینزو یوان شمېرل پای ته ورسول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x