خبرتیاوی او پیغامونهځانګړي راپورونه

نن ټکی اسیا مو دوه سوه زره وارې مننه کوي!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۷ مه، ۱۳۹۴ل): د نن ټکي اسیا ازادې، خپلواکې، خبري-تحلیلي او ټولنیزې وېب پاڼې د فېسبوک صفحې خوښوونکي نن له دوه سوه زرو واوښتل.

د نن ټکي اسیا ټول همکاران، خبریالان او لیکوالان ستاسو له هرې خوښونې دوه سوه زره وارې مننه کوي، ستاسو مینه، داد او ډاډ دي چې مونږ دا ستونزمن او کړاوجن یون پیل کړ او له پنځه کلن سفر وروسته په هېواد کې دننه د ډېرو کتونکو پرلیکه رسنیو په کتار کې ودرېدو.

نن ټکی اسیا ازاده، خپلواکه، خبري-تحلیلي او ټولنیزه وېب پاڼه له نن څخه پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۰م کال پر ډسمبر د څو تنو روڼ اندو او وطنپالو خبریالانو له لورې پر لیکه شوه.

له دې فرصت نه په استفادې له ټولو هغو ملګرو مننه کوو او د هڅو او شوګیرو قدردانی یې کوو چې د هغو د بې وقفې کار پایله شوه چې نن ټکي اسیا دا سخت سفر تر دې ځایه په بریالیتوب سره راورساوه.

په دومره لنډ وخت کې دومره پرمختګ ستاسو له همکاریو او دعاوو پرته ناشوني و. نن چې دا مننلیک لیکو د ټولو هغو نالیدلو همکارانو هغه لیکونه مو سترګو سترګو ته کېږي چې په ډېر اخلاص او مینې يې د همکارۍ او لاسنیوي سینه راته ډبولې ده.

زمونږ له هغو همکارانو ځانګړې مننه په کار ده چې له کور کلي لرې د مساپرۍ شپې تېروي، څوک په زده کړو بوخت دي او څوک په ورځني روزګار کې لالهانده دي؛ خو له نن ټکي اسیا سره یې منظمه همکاري خپله ملي او اسلامي وجیبه او فریضه ګڼلې ده.

که څه هم نن د ګیلو ځای نه دی؛ خو له دې په لاس راغلي فرصت څخه یوه واقعیت ته اشاره کوو. ځینو رسنیو او خاصو سیاسي جهتونو کوښښ کړی چې د نن ټکی اسیا په باب منفي تبلیغات وکړي، په یوه او بل نامه یې نورو پورې وتړي؛ خو له دې کوششونو سره سره نن مونږ و تاسو د یوې نسبتا ښې لاسته راوړنې شاهدان یو. مونږ چا سره ټکر نه کوو او نه ټکر له خپلو لوړو ارزښتونو سره همغږی ګڼو؛ دغو اړخونو ته یوازې دومره وايو چې راځئ د سالم رقابت لار خپله کړئ، تورونه او تومتونه مو هېڅ ځای ته نه رسوي. که تاسې هم د منفي تورونو پر ځای د سالم رقابت لار خپله کړئ، لرې نه ده چې د ولس په زړه کې ځای پیدا کړئ او درباندې اعتماد وشي.

سالم رقابت نه یوازې د رسنیو په ډګر کې، بلکې په هره برخه کې د هېواد د هراړخیز پرمختګ او ودې شرط دی.

د نن ټکي اسیا نشراتي تګلاره

نن ټکی اسیا د خبر په برخه کې د خبر ثقه توب ته ارزښت ورکوي. مونږ تر خپلې وسې هڅه کوو چې د پېښو داسې انځور خپلو لوستونکو ته وړاندې کړو چې کله کله د ځینو رسنیو له خوا یې په اړه لارورک کوونکي تبلیغات کېږي. مونږ غواړو ولس ته مو حقایق څنګه چې دي، هغسې ورسوو.

د خبر د برخې ترڅنګ مونږ د سیاسي، ادبي، ټولنیزو مسایلو، دیني، ټکنالوژۍ، روغتیا او ورزش په برخو کې په منظم ډول مطالب خپروو. په دغو برخو کې مونږ سربېره پر دې چې د لیکوالۍ پر فن د لیکوال برلاسی په پام کې نیسو، ورسره ورسره ملي او اسلامي ارزښتونه زمونږ سرې کرښې تشکیلوي.

هر هغه مطلب چې د لیکوالۍ له معیار سره برابر وي او زمونږ ملي او اسلامي ارزښتونه په کې نه وي نقض شوي د نشر وړ دی. مونږ د افکارو پر تنوع باور لرو؛ خو تر هغه سرحده چې دغه دوه عالي ارزښتونه په کې زیانمن نه شي.

نن ټکی اسیا ته مو په پورته شرایطو برابرې لیکنې راولېږئ چې مونږ یې ولس ته ورسوو. نن ټکی اسیا ستاسو او د ولس ترمنځ ارتباطي پُل کړئ!

په پای کې مو یو ځل بیا د خوښوونو مننه کوو او په دې شریک لوړ هدف کې مو د لاسنیوي او همکارۍ هیله من یو.

مونږ دا بریا له تاسو ټولو سره په ګډه لمانځو!

که تاسو هم تر اوسه د نن ټکي اسيا د فيسبوک پاڼه نه وي خوښه کړي د لاندې پيوند په تعقيب يې خوښه کړئ.

د نن ټکي اسيا فيسبوک پاڼه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط دا يوو منل سوی او ترينه نه انکار کيدونکۍ واقعيت دی. د هرهغه کس ، ټولني او جماعت کار چي دالله جل جلاله او دهغه د حبيب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د رضأ او د الله سبحان و تعالی د مخلوق د امن ، سوکالۍ او ارمۍ لپاره وي . قادر رب د هغه کس ، ټولني او جماعت په هرمشروع کار ، فعاليت او حرکت کي برکت ايږدي . چي دبري ضمانت يې هم الله سبحان وتعالی کړۍدی. بيانو داسي څوک ، ټولنه او جماعت نسي پيدا کيدای چي د نيکانو د قافلي او کاروان سره سيالي او رقابت وکړي او يا ورسره سر وجنګوي. په تاريخ کي ‌‌‌‌‌‌ډير مثالونه او بيلګي تر سترګو کيږي. داچي د پنځو کالو په اوږدو کي نن ټکۍ اسيا دې لوړ پړاوته رسيدلې ده . داد الله سبحان وتعالی ستره پيرزوينه او لورونه ده. چي د و يپاڼي په کوونکو يې کړې ده او د و يپاڼي هر کار کونکۍ بايد الله سبحان وتعالی ته د شکر سجده ادأ کړي. او خپله دا نېغه لاره د بري او کاميابۍ تر سرحده تعقيب او پر مخ يوسي. په پای کي د و يپاڼي د ټولو کار کونکو د نورو بر يا‌ؤ په اميد او هيله. څښتن مو ددعوت ، ارشاد او تبليغ په چارو کي بر يالي ، سرخرويه او سر لوړي ولره. امين يارب العلمين

احمدارشاد سعید

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم

َٱلَّذِينَ جَٰهَدُوا۟ فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلْمُحْسِنِينَ
[سُوۡرَةُ العَنکبوت : 69]
كوم كسان چي زموږ په خاطر مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري ور وښيو. او په باوري ډول الله د نېكوكارانو ملګرى دى.

الله تعالی خپله وعده درسره رښتیا کړل, زموږ سره مو زموږ د احساساتو په روزلو کې مرسته کړې الله تعالی دې اجر درکړي. د الله له درباره درته نور هم د زیاتو کامیابیو غوښتنه کوم سر لوړي او آباد اوسۍ
مننه

عبدالباری فهیم

زه هم په خپل وار سره ددی ویاړلی اوپه زړه پوری خبر په اوریدوسره تولو محترمو دنن تکی معززو او بااحساسه کارکوونکوته مبارکی او دخوشحالی تکی لیکم خدای مو په خپل نیکو او اسلامی خدمتونو کی لاګړندی سرفراز او کامیاب لره په قلمونو مو خدای رب العزت برکت واچوه واقعا چی هغه سه چی تولو مسلمانانو خصوصا افغانانو ورونه ته نن ورز په تقاضا مهم او ضرور دی دحقایقو او رښتینومعلوماتو ورکول دی زه په خپله له هیس کوم حزب پوری تړی نه یم اونه هم کووم مطلب لرم فقط دا وایم چی دا رسنی اکثره البته دغرب او ددوی دیهودو خبیثانو او دهغوی دمردارو اجنتانو دتاثیر لاندی راغلی دیری کمی یی بی پری دی نو زه هم دهغو تولو محترمورسنیو سخه هم په خپل لیکنه کی ارزو لرم ترسو د پاک خدای رب العزت درضا اوهمدارنګه دګران محبوب رسول علیه سلام دخوشحالی او رضا لپاره خپل قلمونه په کاغذ اولیکنه راو چرخوی حقایق بیان کړی او دخپل دین دنیا او اخرت له مسوولیته زان خلاص کړی که نه نو خپل به یی ذلیله او مخ توری د اخرت کړی کامیابه سوکاله خوشحاله او ددین په خدمت کی لاګړندی اوسی خدای مو مه خرابوه خدای پاک د مونز اوتاسو اوتولو دوستانو ته د نیکو کارونو او ددین درسولو لپاره لازیات توفیق اوهمت راکړی اوپه اخر کی وماعلینا الاالبلاغ المبین برحمتک یا ارحم الراحمین

ذبیح الله

د نن ټکي آسیا له مسؤلینو څخه یوه غوښتنه لرم چې …… د لیکنې او یا خبرونو خپرولو سره چې کوم په ضعیف شکل لیکل شوی میلادی تاریخ دی که مهربانی وکړئ د دغې تاریخ سره سم اسلامی تاریخ هم راوستل شی (یعنی دواړه یوځای) خو که چیرې دواړه یوځای نشی راتلای نو بیا خو اسلامی تاریخ ښودل ضروري دي ….. مهربانی به مو وي….

الحاج استا ذ بیانزی

مونږ هم په خبل وار ، د دغی منوری او رښتینی اسلامی بیطرفی پاڼی کاروکونکو ته چه د حقایقو د را ټولولو ، ښکاره کولو او د ښو او بدو بیلولو د پاره یی تل نه ستړی کیدونک، ی او بی کچی هلی ځلی کړی او کوی او په دی لیار کی د یوه جابر او جبار قدرت څخه یی ویره او ډډه نه ده کړی مبارکی وایو مبارکی وایو او مبارکی وای ټولو طاغوتی قدرتو به یی د خاموشولو یا چوپولو هڅی کړی وی مګر د الله ج په رحم ، دد ی پآنی د کارکوونکو به ابتکار او زمونږ په دعاګانو یی د پام وړ کومه بریا نه ده تر لاسه کړی او نه به یی وکړی.
دا یوه اسلا پاڼه ده خامخا به ورسره مونږ اړیکی لرو ، مونږ په پاڼه احسان نه باروو د پانی په مونږ احسانونه دی خامخا به یی ستاینه ، نمانځنه او یادونه کوو ، او اړیکی به ورسره نیسو ، زمونږ اړیکی ورسره مقناطیسی اړیکی دی غواړو که نه غواړو مونږ په په زور هلته راښکل کیږو یعنی د غه پاڼه زمونږ د فطرت سره یو کیفیت او یو سپیڅلی هدف لری .
یوه د ټوقی رښټینی پوښتنه :
وایی [عاشق یم مګر کور او نوم یی راته معلوم نه دی] ، مونږ به نن ټکی اسیا عاشقان یو مګر نه یی کور او نه یی نوم پيژنو ، څه مفهوم لری او له کومه ځایه خپرونی لری؟ ، تر ننه دا پوښتنه په خپل ځای پاتی وه ، بس نن یی الله ج د پوښتنی کولو د پاره مناسب وخت په لاس راکړو .
یو وړاندیز :
دا سمه ده چه نن ټکی اسیا د نورو پانو په شان د هغو خلکو لیکنی او تبصری ښکاره کنځل پکی وی ، سموی ، مګر د تهینی لیکنو یا تبصرو سمون لا تر اوسه نه دی رامنځته شوی ، تاسی ته پټه ده چه په ایزمی پاڼو کی اسلامی لیکنو او لیکوالانو ته ځای نشته او اسلامی پاڼو ته ځنی ایزمی اجیران او اماتوران رالیږی چه د اسلامی لیکنو او لیکوالانو سپکاوی وکړی د لیکنو به اړه یی د خلکو ذهنیت ور الیش کړی د سیافاانو به شان له مجاهدینو کفار او له کفارو مجاهدین جوړوی او بلاخره وخت ضایع کوی .
زما هیله دا نه چه د دوی لیکنی یا تبصری مه نشروی ، مګر که پوه شی چه درنو ورونو ته پکی پرله پسی سپکاوی او دوخت ضیاع وی نه یوآخی د هغو بلکه په هغه موضع د ټولو تبصری که بندی شی بده به نه وی د پاڼی دروندوالی او مسلکیت لا پسی لوړوی او د دغو اماتورانو مخه نیول کیږی او هم د درنو ورونو حیثیت په خپل ځای دروند او خوندی پاتی کیږی ، که نه هغه ورونه به ورو ورو له پانی سره اړیکی کمی کړی چه د پانی اوسنی کیفیت ته به خدای ناخواسته څه ناڅه صدمه ورسیږی او د الله ج د نارضایی سبب به هم شی زمونږ دا هیله د پاڼی د کوم مشر ورور له خوا رد شوی مګر مونږ وایو که له سره پری یوځل بیا غور وشی بده به نه وی.
وبخښی خبره راڅخه لږه لوږده شوه مننه

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close