افغانستان

د تخنيکي ستونزو له امله تر ۶۰۰ ډېر ملي بسونه له کاره لويدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د تېرو څو کلونو په موده کې ۶۱۲ عرادې ملي بسونه د تخنيکي عوارضو له امله له کاره لويدلي او د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت په پارکينګونو کې ولاړ دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش وايي چې د کابل په ښار کې د ملي بسونو د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وويل چې تر ۶۰۰ څخه زيات خراب شوي ملي بسونه د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت په پارکينکونو کې ولاړ دي چې د ترميم او او فعالولو له پاره يې هڅې کيږي.

په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د هندوستان، جاپان، پاکستان او ځینې نورو هېوادونو له لوري له افغانستان د ۸۰۰ ملي بسونو مرسته شوې ده چې ډیری يې د دولتي ادارو د کارکوونکو د لېږد رالېږد او يو شمېر نور يې د ملي بسونو چلوونکو له لوري زيانمن شوي دي.

د ملي بسونو د خرابيدو له امله د کابل ښار اوسېدونکو له دې وړاندې هم شکايتونه کړي و چې ښار ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي او په ساعتونو ساعتونو شخصي موټرونو ته انتظار کوي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزير وويل، چې د هند هېواد د زرو نورو ملي بسونو د ورکړې ژمنه کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به ۵۰۰ ملي بسونه هېواد ته راورسيږي او ددې ترڅنګ به د ويجاړ شويو ملي بسونو د ترميم له پاره هم هڅې وشي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزير وويل چې د کابل په بېلابېلو سيمو کې به د ملي بسونو له پاره درې ستر تمځي جوړوي او وايي چې د ملي بسونو له پاره يې د جلا سړکونو د جوړولو له پاره له ايران، ترکيې او اذربايجان هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د يادونې وړ ده چې که څه هم په افغانستان کې اوسني ملي بسونه په نږدې وخت کې افغانستان ته وارد شوي دي؛ نو له همدې امله د کابل يو شمير ښاريان وايي چې په دومره کمه موده کې نوي ملي بسونه له کاره نه لويږي او وايي چې ددغو ملي بسونو د خرابتيا لامل د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت بي پروايي او نه پاملرنه ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x