نظــر

پښتانه په دې ملامت دي چې پښتو نه وايي

په روهي ویبپاڼه کې مې یوه لیکنه ولیده چې په پښتنو ېې له دې امله نیوکه کړې وه ، په داسې حال کې چې په خپله ملي ترمینالوژي نه مراعاتوي ولې په فارسي ژبو د هغې د نه مراعات له امله نیوکه کوي .
 
لیکوال ویلي ؤ په نړۍ کې دری فارسي ژبې هیوادونه شته چې یو ېې افغانستان دئ .
 
لیکوال همداراز د بیلګې په توګه د څو لاندې ټکي راوړي ؤ چې د هغه د ادعاء له مخې پښتنو په کې ملي ترمینالوژي نه ده مراعات کړې

 
(انتخاباتو ته مو ( ټولټاکنې ) ویلي دي
 
پایتخت ته مو ( پلازمینه ) ویلې
 
جمهور ریس ته مو ( ولسمشر ) ویلي دي
 
کاندید ته مو ( نوماند ) ویلي دي )
 
لومړی خو باید دا ووایم چې فکر نه کوم پورته ټکي دې په لومړۍ بڼه په ملي ترمینالوژي کې ثبت وي .
 
په ملي ترمینالوژي کې د ژبو ټول حروف او ټکي نه شاملیږي بلکې   تر ډيره فوځي اصطلاحات د ځایونو نومونه د مثال په ډول روغتون پوهنتون او داسې نور اویو شمیر نور ټکي شاملیږي او فکر کوم ولس مشر انتخابات او داسې نور هغه ټکي دې چې په هره ژبه کې ترجمه کیدای شي .
 
دوهم دا د ایران لپاره تبلیغ باید ونه شی دری فارسي ژبي هیوادونه نه شته بلکې دا یو تبلیغاتي کمپاین دئ چې موخه ېې پر نورو خپله ژبه او کلتور ورتپل دي په افغانستان کې تر ۶۴ سلنه زیات وګړي پښتانه دي او په پاتې کې هم ازبک ترکمن پشه آيي هزاره او نور دي نو د فارسي ژبې ویونکي په هیڅ صورت تر ۱۷-۱۸ سلنې نه اوړي نو موږ په کوم اساس افغانستان یو فارسي ژبئ هیواد وبولو .
 
دوهم : د ایران د نفوس اکثریت وګړي د فارسي په ځای نورې ژبې کاروي تر نیمايي ډیر ېې ترکان او آرزیان دي . د ایران په شمال کې بیله ژبه ده لوران او کردان په بله ژبه ګړیږي بلوچان خپله ژبه لري  حتې اصفهان هم داسې لهجه لري چې عام ایرانیان ېې په ژبه نه پوهیږي د ایران یواځې تهران او شیراز په فارسي ګړیږي خو له دې امله چې تل واک د فارس قوم په واک کې پاتې شوئ خپله ژبه ېې هم پر نورو تحمیل کړې او تحمیلوي ېې په هر صورت هغه د ایرانیانو خپل کار دئ خو نه باید موږ ورته تبلیغ وکړو .
 
د تاجکستان د قومونو په اړه زه معلومات نه لرم
 
دلته بله مهمه خبره دا ده چې پښتانه د خپل نفوس په مطابق د خپلې ژبې لپاره هم حق غواړي .
 
په کابل پوهنتون کې له پخوا را هیسې دری ژبه رواج شوې اوکه څوک په پښتو ګړیږي یا درس ورکوي دری ژبي ډير زر اعتراض پرې کوي په داسې حال کې چې باید د دې پوهنتون درسونه لږ تر لږه ۵۰ سلنه باید په بښتو وئ .
 
بله دا چې پښتانه په دې ګرم نه دي چې فواید عامې ته ټول ګتې وزارت وايي په دې ملامت دي چې په هغه ولایت کې چې سل په سله ېې وګړي هم پښتانه دي ټول مکتوبونه عرایض او نور دفتري کارونه په فارسي ژبه کیږي دا په اصل کې له خپلې ژبې خپل قوم او هویت سره خیانت او ستره بې غیرتي ده .
 
د نړیوالو څيړنو په اساس په ټوله نړۍ کې ۱۵۲ میلیونه پښتانه چې په قوم پښتانه دي وجود لري په داسې حال کې چې اوس مهال یوآځې ۵۴ میلیونه پښتانه پښتو وايي هغه هم په پاکستان کې نیمه اردو او نیمه انګریزي وايي او په افغانستان کې خو لیکل هم په فارسي کوي او لومړئ کتاب چې ماشوم ته ورزده کوي د سعدي ګلستان او بوستان ورزده کوي .
 
موږ له خپلو پښتنو وروڼو دا نه غواړو چې د نورو حق پایمال کړي موږ غواړو خپل حق د نورو له پایماله وژغوري او که داسې ونه کړي په راتلونکو شل دیرشو کلونو کې به د پښتنو تعداد  په نړۍ کې تر شل میلونو هم کم شي .
 
موږ دا وایو څوک چې خپل هویت او ژبه او قوم نه شي ساتلای هغه دین هم نه شي ساتلئ که د یهودو ملک ته لاړ شي ترې به یهود جوړیږي او که د سکانو سک .
 
نن چې ایران په وازه خوله په صراحت افغانستان هم یو فارسي ژبئ هیواد بولي حتې په هماغه غونډه کې زموږ نیم نر کرزئ هم ګډون کوي دا د شرم خبره ده موږ باید ثابته کړو چې افغانستان یواځې فارسي ژبئ نه دئ بلکې تر ټولو ستر قوم ېې پښتانه دي بلکې د نړۍ د هر بل هیواد په څير د ګڼو قومونو یو ګډ کور دئ .
 
ډير پښتانه وروڼه چې کله ورته د خپلې ژبې او هویت د ساتلو خبره وکړي وايي زه متعصب نه یم خو دې ته ېې سترګې ړنډي دي چې د خپلې ژبې په وړاندې د خپل ځان تعصب وویني .
 
آیا دا له پښتو او پښتنو سره تعصب نه دئ چې زموږ هر پښتون مشر خپله مهمه وینا په فارسي کوي له فارسي ژبو خو دا تمه نه شي کیدای چې خپله وینا دې په پښتو وکړي .
 
همداراز په پاکستان کې چې تر افغانستان ډير پښتانه شته په غونډو کې خبرې ،په ورځپاڼو کې د پښتنو مشرانو تبصرې او نور هر څه په اردو کیږي .
 
دا د افغانستان د فارسي کیدو او د پاکستان د اردو کیدو په لور تللئ بهیر دئ که موږ ېې را ونه ګرځوو څو کاله وروسته په پښتو هم د ساسګریت په څير یواځې په تاریخي کتابونو کې مونده شي .

 ډاکتر پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x