افغانستان

د پکتيا ولايتي شورا: دولت دې د زرمت په عملياتو کې د ملکيانو ژوند ته پام وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۷ مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيا د بشري حقونو ادارې، ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو په مرکزي دولت غږ کړی چې دپکتيا په زرمت ولسوالۍ کې دې د ولسي خلکو ژوند او اباديو ته پاملرنه وکړي.

د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې له نږدې يوې اوونۍ راهيسې د ملي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري چې د ولسي وګړو ګڼ شمېر کورنۍ يې زيانمنې کړي دي.

د پکتيا ولايت د بېلابېلو ادارو غړو په خبري ناسته کې وويل چې که د افغانستان مرکزي دولت په دې اړه جدي اقدامات ونه کړي او د ولسي خلکو ژوند ته پاملرنه ونه کړي نو خلک به له نورو ګڼو ستونزو او مرګ ژوبلې سره مخ شي.

په سوېل ختيځ کې د بشري حقونو ادارې رسنيز مسوول عادل عزيزي وويل چې د زرمت په ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو په عملياتو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خبرونه يې ترلاسه کړي دي او په اړه يې خپله اندېښنه ښودلې ده او زياتوي چې ملي ځواکونه دې له عامه تاسيساتو او ملکي خلکو له کورونو د مورچل په توګه کار نه اخلي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل د زرمت په عملياتو کې د نهو تنو د مرګ ژوبلې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي خبر ورکړ او زياته يې کړه چې که په جګړو کې د ولسي خلکو ژوند ته پام ونه شي نو د نورې مرګ ژوبلې د زياتېدو ويره هم ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د سيمې اوسېدونکو ويلي وو چې د عملياتو پر مهال ددوی کورونه په نښه کيږي چې له امله يې ولسي خلکو ته د سر او مال زيان اوښتی دی.

د مرغومي په ۱۵ نېټه په سيمه کې د نن ټکی اسيا سيمه ييز همکار وويل چې د اردو عسکر د ولسوالۍ کليو ته له درې لارو (سهاکو، سورکۍ او دولت زيو) داخل شوي چې له درېو لورو څخه د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د نن ټکي اسيا د همکار د معلوماتو له مخې دعملياتو په لومړۍ ورځ د سهاکو په سيمه کې د کورنيو عسکرو د هاوان په بريد کې يو تن ولسي وګړی ووژل شو، او په دوهمه ورځ هم يوه ميرمن ووژل شوه او څو کوچنيان ټپيان شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x