ورزش

اصغر ستانکزی: که د مینه والو دعاوي راسره مل وي، بری به هر کله زمونږ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۷ مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي لوبډلي کپتان اصغر ستانکزي د زمبابوې څخه د پنځه لوبو د لړۍ ګټلو وروسته هیوادوالو ته د مبارکي ورکولو تر څنګ د هغوی څخه غوښتنه کړې چې خپله ملي لوبډله له دعاو څخه هیره نه کړي.

نوموړي وویل چې دا یو تاریخي بریا وه چې مونږ تر لاسه کړه او ځکه ممکنه سول چې د دومره زیاتو هیوادوالو مینه راسره ده، د هغوی دعاوي دي، که هیوادوال همداسي دعاوي وکړي، نو ان شاء الله په راتلونکو لوبو کې به ملي لوبډله ښه ولوبیږي. نوموړي د زمبابوې سره د دوه شل اوریزو لوبو لړۍ (سیریز) یادونه وکړه، او وې ویل چې دوی به خپل تر وسه کوشش کوي، او همداسي  آسیا جام، نړیوال جام او نوري لوبي دي چې د لوبغاړوي ښه لوبي ته او د مینه والو دعاګانو ته په کښي اړتیا ده.

اصغر ستانکزي د خپل شخصي خرابي لوبي په اړه د مینه والو څخه بخښنه وغوښته، هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکو لوبو کې به خپل پوره وس کوي.

نوموړي وویل چې په کرکیټ کې کله کله په لوبغاړو داسي وختونه راځي، چې هغه غواړي ښه لوبه وکړي، ډیر زیار باسي، خو بیا هم هغه سي لوبه نه سي کولای چې څومره یې مینه وال په تمه وي.

نوموړي همداراز د خپلو لوبغاړو او د کرکیټ بورډ د ټولو مشرانو څخه مننه وکړه چې په دې بریاوو کې هر کس خپل فعاله ونډه ولرله.

اصغر ستانکزي د زمبابوې په خلاف د بریا وروسته په کابل، کندهار او نورو لویو ښارونو کې د ډزو کولو ناوړه دود ته په اشاره سره وویل چې افغانان باید له دغه کار ډډه وکړي، هسي نه د خوښيو په دې شېبو کې د چا کور له غمه ډک سي. نوموړي وویل چې افغانان باید د ډزو پر ځای خپل دوستانو او ملګرو ته میلمستیاوي وکړي او د خوښي دغه تاریخي شېبو څخه خوند واخلي.

اصغر ستانکزي همداراز د کرکیټ د مینه والو څخه غوښتنه وکړه چې د لوبي بایللو په صورت کې دي ډیر نه مایوسه کیږي، لوبه کې ګټل او بایلل دواړه راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x