نظــر

کوچنی بهمن جان د اختر لپاره نوې جامې غواړي

حسیب الله بدر –

هغه ماشوم دی په دې نه پوهیږي چې له پلار سره ېې پیسې نه شته، وايي پلاره ماته به هرو مرو نوې جامې کوې…..

بیا په ژړا شي ، وايي مورې ادریس ویل چې هغه ته ېې پلار د غمیو واسکټ هم اخیستی ، ماته یواځې جامې هم نه کوئ ؟……….

د هغه پلار مجبوریږي دوکاندار ته ورځي او په پور جامې غواړي خو دوکاندار ېې نه ورکوي .

د هغه پلار وايي سبا ته ایران ته ځم کله مې چې د قاچاقبر پور خلاص کړ دا مې ژمنه ده چې لومړی به ستا پيسې درته را لیږم.

خو دوکاندار ظالم دی او پور نه ورکوي ، د هغه پلار یو سوړ اوسیلی باسي او وايي خدایه ته خو زموږ حال وینې ، هره ورځ جنګ دی ، دلته کار او بار نه شته ، د ایران لارې هم له خطرونو ډکې دي ، له بلې خوا مې کوچنی بهمن جان هم نه شم خفه کولای ، خدایه زموږ پر حال ورحمیږې .

د هغه د ایران د لارې ملګری چې سبا ته ورسره روانیږي دوکاندار ته وايي خیر دی جامې ورکړه ، زه به د خرڅ له پيسو تاته د دې جامو پیسې درکړم، خدای مهربانه دی دا پاتې پيسې زموږ دواړو د سفرلپاره بسنه کوي .

د بهمن پلار په نیمه شپه کې د ایران په لوري روانیږي ، سبا چې بهمن ویښیږي ګوري چې پلار ېې نه شته  ، پوهیږی چې هغه ایران ته پټ تللی دی ، تر ډيره د پلار په فراق کې ژاړي ، خو مور ېې پخلا کوي او ورته وايي چې خیر دی زویه خدای به دې پلار بیرته په خیر راولي او تاته به د ادریس په شان د غمیو واسکټ هم له ځانه سره راوړي .

د بهمن سلګۍ ورو ورو دریږي او غلی کیږي .

څو اوونۍ وروسته له نورو کوچنیانو سره لوبو ته ځي ، هلته د سالارو په مشهوره هدیره (شنیز جرګه) کې د هاوان ناچاودلې مرمۍ پیدا کوي ، هغه کورته راوړي او د کور په کونج کې په پټه ټول کوچنیان ترې ټولیږي .

نا څاپه یوه سخته چاودنه وشي او کوچنی ګلالۍ بهمن ټوټه ټوټه کړي ، اوس د بهمن نازک بدن ټوټې ټوټې پروت دی ، د شهیدانو په کتار کې د هغه کوچنۍ خورکۍ هم ده او څو نور ماشومان هم شهیدان شوي دي .

په اصطلاح د ملي اردو پوسته دغه غږ اوري او د چاودنې ځای محاصره کوي د بهمن په کور کې د محشر ورځ ده خو دا بیغیرتان وايي دلته لکه چې ماینونه جوړیدل ، موږ د دې کور تلاشي اخلو .

د کلي سپین ږیري عذر او زارۍ ورته کوي چې دا ماین نه ؤ دا ستاسو د ویشتل شویو هاوانونو له جملې هغه مرمۍ وه چې چاودلې نه وه او کوچنیانو د لوبو لپاره راوړې وه او دا دې وینۍ ټول شهیدان ماشومان دي .

په ډير عذر ملي غداران له کلي باسي او د دوی کورنۍ له دې ویرې چې حکومت به هم موږ مجرمان بولي موضوع پټوي .

هلته په ایران کې د بهمن پلار له رسنیو اوري چې په سالارو کې په یوه کور کې چاودنه شوې او پنځه ماشومان ېې وژلي .

زر خپلې مور ته تلیفون کوي خو د پښتنو میندې دز مري زړه لري له هغه موضوع پټوي او وايي سالار لویه سیمه ده ، دلته خیر او خیرت دی ، سودا مه کوه او بی غمه دې خپل کار کوه .

وروسته له ډيرې مودې څخه د هغه پلار د بهمن لپاره جامې او ډالۍ اخلي او وردګو ته خپل کور ته راځي ، په لاره کې له خپل ځان سره وايي زما په لیدو به بهمن څومره خوشحاله شي ،کله چې دا جامې وویني .

بیا ناڅاپه ېې زړه ولویږي او یو ډير ویره وونکی وسواس ېې په مخه کړي او وايي خدای مه کړه بهمن زوی مې شهید شوی نه وي ، مورمې غلط کړی نه وم ، که هغه ژوندی وای یو ځلې خو به ېې په تلیفون کې غږولی ؤ ، هر وخت به ېې بهانې کولې چې اوس ویده دی ، اوس بیرون لوبو ته وتلی ، اوس جومات ته درس ته تللی دی …..

د هغه پلار کور ته رسیږي او د رسیدو سره سم ېې د مور له خولې یوه دردوونکې چیغه خیژي .

هغه چیغه چې د هغې غږ پر دې ظالمه نړۍ هیڅوک نه اوري ، هغه چیغه چې د دیمو کراسۍ ټيکه دارن ېې په ټول زور سره د خپ کولو هڅه کوي ، هغه چیغه چې ننۍ رسنۍ ورته تروریزم وايي .

د هغه پلار په موضوع له پوهیدو وروسته هدیرې ته ځي ، د خپل کوچني زوی بهمن او لورکۍ په قبرونو په سلګو سلګو ژاړي او وايي بهمنه زویه ته له ما خپه ولاړې ، ما وبښه ، تا د غمیو واسکټ غوښت ، دا دي بهمنه جانه پورته شه ، تا ته مې د غمیو واسکټ راوړی دی ، وايي غونده چې زما سترګې پرې یخې شي ، بهمنه زویه ! زما کوچنی بهمنه! ولې خبرې نه کوې؟ ته لکه چې ریښتیا له ما مرور ېې؟ او کنه شهید خو ژوندی وي ….

یادونه :

دا یوه ریښتیاني کیسه ده چې څو کاله مخکې د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې را منځته شوې وه ، دې ته ورته په لسګونو غم لړلې پيښې شوې دي ، په یوسف خیلو کې د هاوان مرمۍ په یوه کور ولګیده چې هغه هم د اردو له خوا فیر شوې وه او په لسګونو کسان ېې مړه او ژوبل کړل چې د هغو له جملې هغه ناوې هم وه چې راتلونکې جمعې ته ېې واده ؤؤ .

تیره جمعه (۱۳۹۴/۰۹/۱۳)په اوتړیو کې چې کومه پيښه را منځته شوه او لس کسه زلموټي ېې شهیدان کړل ، په فیس بوک کې مې د هغو له جملې د یوه کوچني ماشوم تصویر ولید چې سخت ېې وژړولم او ماته ېې زموږ د کلي د ګلالي بهمن شهید سترګې رایادې کړې او د هغې دردمنې کورنۍ او ټول ځوریدلي افغان ولس په یاد مې دا څو کرښې ولیکلې ، خدای دې ظالمانو ته سزا ورکړي او زموږ په هیواد او ټوله مظلومه اسلامي نړۍ کې دې د مسلمانانو په لاس یو سوچه اسلامي آزاد او خپلواک حکومت را منځته کړي چې هلته نه ظالم وي او نه مظلوم او کفار او د هغوی غلامان نور زموږ ماشومان ونه شي وژلای ، آمین یا رب العالمین.

۱۳۹۴/۰۹/۱۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فولاد

په افغانانو دې الله ج ورحمیږي دا زموږ د ټولنې واقعیتونه دي ، په وردګو کې اردو والا په علني ډول وايي چې موږ ته حکم شوی چې په هر ځای کې درباندې ډزې وشوې په نږدې شا اوخوا کې چې هر څوک وینی وېې وژنئ ، د اردو د کشف ریس او نورو چارواکو هم همدا خبره د وردګو سپین ژیرو ته کړې وه ، حتی همدې اردو یو وخت د شنیز روغتون چی په ېد سیمه کې یواځنۍ روغتون دی په هاوانونو وویشت او د دری تنو له شهادت سر بیره په کې ګڼ کسان ښخې او ماشومان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx