نادري ناولده

څیړنه: له خلکو سره مرسته عمر زیاتوي

mashoman

د یوې تازه څیړنې پر بنسټ له خلکو سره خیرښیګڼه نه یوازې مونږ ته نفسي راحت بخښي بلکه د انسان جسمي روغتیا ساتي او عمر اوږدوي.

د امریکا په درې پوهنتونو کې څیړونکو د یوې څیړنې په نتیجه کې ویلي چې له خلکو سره مرسته، له ګاونډیانو سره ښیګڼه، او له ملګرو سره کومک د انسان په عمر کې زیاتوالی راولي.

دا څیړنه په ۸۵۰ کسانو ترسره شوې او ټولټال پنځه کاله ئې په بر کې نیولي.

په دې څیړنه کې به له ګډون کوونکو کسانو پوښتنې کیدلې، په تیر یوه کال کې ترې د ژوندانه ټول تفصیلات پوښتل کیدل، هغه پیښې چې دوی ورسره مخامخ شوي، ښې او بدې خاطرې، او له کورنۍ، ملګرو، او نورو خلکو سره د مرستې په باره کې ترې پوښتنې کیدلې.

همدارنګه ئې په تیرو پنځو کالو کې د خیرات ورکوونکو او کومک کوونکو کسانو د مړینې کچه څارلې. په پای کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې له خلکو سره خیرښیګڼه په ژوند کې د ناوړه پیښو سره څرګند ارتباط لري.

د بافلو پوهنتون استاذ ډاکټر میچل جی بولین ویلي چې د هغو کسانو د مړینې کچه ټیټه ده کوم چې له نورو سره مرسته کوي.

دا څیړنه به ښايي د هغو کسانو لپاره نوې خبره وي کوم چې د اسلام له مبارک دین څخه ناخبره وي، خو د مسلمانانو لپاره ځکه کومه نوې خبره نه ده چې له نن څخه ۱۴ پیړۍ مخکې د اسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) مونږ ته د صدقې او خیرات امر کړی او ویلي ئې دي چې صدقه د مصیبتو مخه نیسي.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي: (داووا مرضاکم بالصدقة): د خپل ناروغانو تداوي په خیرات سره وکړئ.

په یو بل حدیث کې پیغمبر علیه الصلاة والسلام فرمايي: (صدقة السر تطفئ غضب الرب، وصلة الرحم تزيد في العمر): پټ خیرات د الله تعالی قهر سړوي، او صله رحمي عمر زیاتوي. او فرمايي (وتدفع ميتة السوء): صدقه او خیرات انسان د ناوړه مرګ څخه ساتي (لکه غرقیدل، له ګړنګه رالویدل، په اور سوځیدل، ناڅاپي مړینه، او په اوسني عصر کې ئې مثال د ترافیکي پیښو په نتیجه کې مړینه ده).

په څیړنه کې دا هم ویل شوي چې په دغې ټولنیزې مرستې کې د مرستې اخیستونکی دومره مستفید نه ګرځي لکه څومره چې خپله د مرستې ورکوونکی استفاده کوي، یعنې د اخیستونکي په پرتله، ورکوونکی غوره دی. او دا کټ مټ د هغه نبوي حدیث معنی ده چې پیغمبر علیه الصلاة والسلام فرمايي: (اليد العليا خير من السفلى): پورتنی لاس (یعنې ورکوونکی لاس) له ښکتني لاس (یعنې اخیستونکي لاس) څخه غوره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x