ايا د مصر او ترکيې اړيکې په رغېدو دي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): مصر کې د دفاع وزير جنرال عبدالفتاح السيسي له لوري پر ولسي ټاکل شوي حکومت له پوځي کودتا وروسته ترکيه او قطر يوازيني هېوادونه وو، چې د ولسمشر مرسي د ولسي حکومت د نسکورېدو څرګند مخالفت يې وکړ او د سيسي کودتا يې د ولسواکۍ پر ضد «وحشي» ګام وباله، په ځواب کې يې د کودتاچي رژيم مشر فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي ترکيه او قطر د اخوان المسلمين د ملاتړ په تور د «ترهګرۍ» ملاتړي او د مصر دښمنان وبلل.

تېر کال د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې هم د احتجاج په توګه راووت او ويې ويل، چې دې غونډې ته پوځي ديکتاتوران او د ولسواکۍ دښمنان راځي او دی په داسې غونډو کې ګډون نه شي کولای.

په دې وروستيو کې مصري رسنيو يو نوي بحث ته اشارې پيل کړي، چې د روان کال په ترڅ کې ترکيه کې د اسلامي هېوادونو کلنۍ غونډه کې به د مصر ولسمشر سيسي ګډون وکړي که نه، ځينو څارونکو او فعالانو يې مخالفت کړی او ځينې يې بيا دا کار نوی پرمختګ بولي.

د سيسي پلوي رسنۍ داسې څرګندونې کوي، چې کېدای شي، ولسمشر د روان کال اپرېل کې د ترکيې په کوربه‌توب د اسلامي هېوادونو غونډه کې ګډون وکړي او لامل يې هم دا دی، چې تېر کال دا غونډ په مصر کې شوې وه او د اصولو له مخې مصر بايد د دغې غونډې مشري په رسمي توګه د ترکيې ولسمشر ته د غونډې په پيل کې وسپاري.

مصري رسنۍ او د ټولنيزو شبکو فعالان له تېرو څو ورځو پر همدې موضوع ډول ډول څرګندونې کوي او وايي، چې د اصولو او پروټوکول له مخې ولسمشر سيسي بايد انقرې ته ولاړ شي او د اسلامي هېوادونو د کلني کنفرانس مشري په رسمي توګه ترکيې ته وسپاري.

مصر کې د رسنيو اتحاديې پخوانی مشري قطب العربي وايي، چې رسنۍ هڅه کوي، چې ولسمشر سيسي د ترکيې سفر ته قانع کړي؛ په داسې حال کې، چې ولسمشر په خپلو پخوانيو څرګندونو کې ترکيه «څرګند او حقيقي» دښمن بللی او د ترکيې ولسمشر اردوګان يې «ستر شيطان» بللی و.

قطب العربي الجزيره نيټ سره په خپلو خبرو وويل، چې دی د مصري رسنيو دې هڅو ته حېران دی، چې له ولسمشره غواړي، پر هغو پخوانيو څرګندونو پښه راکش کړي او ترکيې ته سفر وکړي.

د قطب العربي په وينا: «مصري رسنۍ دا څرګندونې په خپله نه کوي، بلکې د نظام له لوري ورته ويل کېږي، چې عامه ذهنيت دې ته تيار کړي، چې ترکيې ته د ولسمشر سيسي سفر د مصر بريا وبولي او د ترکيې له لوري مصري ولسمشر ته د ورتګ بلنه د سيسي د رسميت پېژندلو په معنا دی.»

پوښتنې او څرګندونې

مصر کې د نړيوالو څېړنو مرکز مشر ممدوح المنير الجزيرې تلويزون ته وويل، چې د اسلامي کنفرانس له پيلېدو څلور مياشتې وړاندې رسنيو کې دا ډول څرګندونې په څه معنا دي؟

ښاغلي منير وويل، دا ډېرې ناشونې بريښي، چې ولسمشر سيسي دې ترکيې ته سفر وکړي او دا کار به يې ستره کمزوري وي.

منير زياته کړه، چې موږ بايد د اردوګان هغو څرګندونو ته ځیر شو، چې په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه يې د سيسي نظام غندلی او هغه به هېڅکله داسې کار ونه کړي، چې سيسي ته د ترکيې سفر پر مهال رسمي پروټوکول ورکړي؛ ځکه چې دا کار خو بيا د سيسي د رسميت پېژندلو په معنا دی.

څرګند او ټينګ دريځ

عربي رسنۍ وايي، که سيسي رښتيا هم ترکيې ته سفر وکړي، نو څه به کيږي؟ د مصري پارلمان پخوانی غړی عزالدين الکومي وايي، چې ترکيې ته د سيسي سفر به د دغه هېواد په رسمي دريځ کې هېڅ بدلون رانه ولي او دا تمه هم کېدای شي، چې اردوګان سيسي ته «سم تريخ درس» ورکړي.

کومي وايي، چې دا خبره د ټولو په ياد ده، چې تېر کال د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ولسمشر اردوګان پر سيسي توندې نيوکې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته يې وويل، چې دی د احتجاج په توګه له غونډې ووځي؛ ځکه چې «دلته د کودتاچي هرکلی کيږي او دا کار د ولسواکۍ د دښمنانو مرسته ده.» کومي هيله‌من دی، چې کېدای شي د سيسي پر ځای د بهرنيو چارو او يا لومړی وزير انقرې ته ولاړ شي او «دا اړيکې به همداسې سړې وي»

د الاهرام سياسي او ستراتيژيکو څېړنو مرکز غړی يسري العزباوي هم له کومي سره ورته نظر لري او وايي، چې ترکيې ته د مصري پلاوي سفر دا معنا نه لري، چې د دواړو هېوادونو اړيکې بېرته ورغول شوې.

سرچينه: الجزيره.نت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د