نړۍ

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير عادل الجبير په دوه ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی او هلته يې د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز، لومړي وزير نوازشريف او د لوی درستيز جنرال راحيل شريف سره جلا جلا ليده کاته کړي دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې صدر اعظم نواز شريف د سعودي بهرنيو چارو وزير سره په دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو حالاتو خبرې وکړې او ايران سره يې د روانو شخړو او تاوتريخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په اعلاميه کې راغلي،چې پاکستان تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت بريد غندنه کوي.

اعلاميه زياتوي، چې عادل الجبير پاکستاني چارواکو ته د سعودي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو ترهګرۍ ضد د نوي ايتلاف او ايران سره د شخړو په اړه هم معلومات ورکړل.

د پاکستان رسمي تلويزون د سرتاج عزيز له قوله وايي، چې پاکستان تل د ترهګرۍ ضد فعاليتونو پراخ ملاتړ کړی او کوي يې.

د بهرنيو چارو سلاکار زياتوي، چې عادل الجبير سره يې د ايران او سعودي په وروستيو ستونزو او ترينګلتيا هم خبرې وکړې.

د سرتاج عزيز په وينا پاکستان د ايران او سعودي په شخړو اندېښمن دی او له دواړو هېوادونو غواړي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د سعودي بهرنيو چارو وزير راولپينډۍ کې د پاکستان لوی درستيز سره هم ليدلي، په سيمه ييزو او امنيتي چارو يې خبرې کړي دي.

د سعودي عربستان او ايران اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې، چې سعودي عربستان شيعه عالم نمر النمر د بغاوت په تور اعدام کړ.

د نمر له اعدام وروسته تهران کې د سعودي سفارت د مظاهره‌چيانو له لوري وسوځول شو.

د سعودي او ايران له تاوتريخوالي وروسته بحرين، سوډان، کويت او قطر هم له ايران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او دايران سفيران له خپلو هېوادو وشړل.

د څارونکو په اند پر پاکستان هم سيمه ييز او نړيوال فشار دی، چې د خپل نفوذ په کارولو د ايران او سعودي عربستان تر منځ تاوتريخوالی راکم کړي او په دې اړه قوي فعالیت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x