دیني، سیرت او تاریخ

امانت

ملا عبد السلام ضعیف

امانت یوه عامه کلمه د ه چې اسرارو، اموالو، د ندو، د ین، اعتماد، او نورو ډیرو شیانو ته شامیلیدای سي، مونږ ویلای سو: چې مال، کور، شتمني، منصب او د انسان اقوال ټول امانت د ي، تردې چې د انسان ټول ژوند امانت د ی، نو په د ې اساس د ژوند هره برخه، هر ګړۍ، هره کړنه امانت د ه، باید انسان په کې ځان امين وساتي، او د د ه تر ټولو لويه وظیفه همدا د ه.

امانت په ټولیزه کې په د وه ډوله د ی:

لومړی: د الله پاک په امورو او حقوقو کې امانت د ی.

دویم: د بندګانو په حقوقو او معاملاتو کې امانت د ی.

په د واړه ډولونو کې انسان مکلف د ی چې د امانت ساتنه په سمه تو صفا توګه سره وکړي او ځان د خیانت کولو څخه وژغوري.

لومړی: قرآن کریم، د ین او اسلام ټول موږ ته امانت د ي، ځکه چې الله جل جلاله په خپل کلام کې فرمايي:﴿ إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (72) لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا﴾ سورة الأحزاب/73

ژباړه- یقیناً مونږ وړاندې کړه ذمه واري په اسمانونو، په ځمکه او په غرونو باندې، نو هغوی ځان وژغورولو د خیانت کولونه او ویریدل د خیانت د هغې نه او د پورته کولو د هغې نه(خیانت کولونه په هغې کې) او پورته کړه د غه ذمه واري انسان، یقیناً چې نفس انسان ډیر ظالم او جاهل د ی(۷۲) د پاره د د ې چې عذاب ورکړي الله تعالی منافقانو سړو او منافقانو ښځو ته او توفیق د توبې ورکوي الله تعالی مؤمنانو سړو او مؤمنو ښځو ته او د ی الله تعالی بښنه کوونکی رحم کوونکی) (۷۳)

نو د لته د ين چې عبارت د مکمل اسلام څخه د ی، د انسان پرذمه باندې امانت د ی او د ا امانت به په پوره حفاظت سره هم خپله ادا کوې او هم به د ا امانت سلسله پرسلسله باندې نورونسلونوته رسوي،چون د ین امانت سوالله پاک د د غه امانت د بشپړولو او خپرولو لپاره يومصؤنه کتاب راوليږی د اکتاب قران کریم د ی چې د قیامت ترورځې څوک لاس وهنه نسي پکښي کولای،الله پاک فرمايې: ﴿وإِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾ الحجر(۹)

ژباړه: یقیناً مونږ نازل کړېده وحي(قرآن کریم) او یقیناً مونږ به د هغې حفاظت کوو.

الله پاک خپل د غه لوی کتاب د یوډيرامین استازي(ملائکې) په واوسطه خپل اخري رسول محمدصلی الله علیه وسلم ته راواستاوه ، الله پاک فرمایې: ﴿وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (192) نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ (194) بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ (195) ﴾ الشعراء

ژباړه: او یقیناً د ا قرآن خامخا نازل کړی شوی د ی د رب د مخلوقات څخه، راکوز کړی د ی په د ه سره روح امانتدار، ستا په زړه باندې د دې لپاره چې ته سې د ویره ورکوونکوڅخه، په ښکاره عربي ژبه سره.

دا امانت(قرآن کریم) د الله پاک لخوا وډيرامین انسان ته د دعوت او تبليغ د رسولو لپاره وسپارل سوچې هغه محمد صلی الله علیه وسلم د ی، الله پاک د نورو رسولانو حکايت د خپل قوم لپاره د اسې فرمايې: ﴿إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ﴾ (107) الشعراء

ژباړه: یقیناً زه تاسولره رسول امانتداریم.

په ټولیزه کې د ا د هرپیغمبرشعار و.. البته په قرآن کریم د ا ایات کریمه په شپږځایونوکې د شپږو پیغمبرانو په حق کې راغلی چې پنځه ځایه په سورت شعراء کې د نوح، هود، صالح، لوط، او شعیب علیهم السلام په حق کې راغلې، او یو ځای په سورت الدخان کې د موسی علیه السلام په حق کې راغلې .

اما محمد صلی الله علیه وسلم په خپله ټولنه کې د نبوت نه مخکي او وروسته په امانتدارۍ مشهور و د مکې ډیروخلکوبه چې مسلمانان هم نه وه خپل مالونه او قيمتي شیان د ده مبارک سره د امانت په توګه ایښودل، او پوره باوربه یی ورباندې کاوه ، له د ې کبله د ا الهي د ین او ډیربیشانه لوی امانت د ده مبارک سره امانت سو، او په امينولاسونوباندې یې د اامانت اخرې امت ته ورساوه چې نن نسل په نسل د ا د ین د الله پاک په مرسته انتقالیږي ، که موږ د سلف صالحينو ومناقبو او تواریخو ته وګورو نویقیناً هغوی د امانتدارۍ غوره بیلګې بللی سو، په ډيره سعی او پوره امانتدارۍ سره يې د د ې د ين په ساتلواو خپرولو کې بیساری زیار ویستلی د ی.

دادین د دې امت سره ترټولوستراولوی امانت د ی او په امانتدارۍ سره ئی نورو ته رسول د دې امت د هرفرد د نده او وظیفه د ه، د لته د دین د وه امانتونه د ي، لومړی په د ې د ین سره پوره عمل کول لکه څنګه چې الله پاک فرمايې: ﴿ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ(208)﴾ سورت البقرة.

ژباړه: ای ایمان والو د اخل سی په اسلام کې پوره، او مه ځۍ په قدمونو د شیطان په سې، یقیناً شیطان ستاسولپاره ښکاره د ښمن د ی.

که یومسلمان د دین یوه برخه مني او بله برخه نه مني لکه بني اسرائیل چې وه، هغوی به چې څه زړه غوښتل هغه به يې منل، او چې څه به یی زړه نه غوښتل هغه ته به یې نورتحویلات او توجیهات پیداکول، الله پاک د هغوی په حق د اسې فرمايې: ﴿أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾(۸۵) البقرة.

ژباړه: آیا پس تاسو ایمان راوړی په بعض حصه د کتاب باندې، او کفرکوي په بعض حصه د کتاب، پس نسته بدله د هغه چا(لپاره)چې کوي د اکار ستاسوڅخه مګر شرمیدل د ي په د نیاوي ژوند کې او په ورځ د قیامت به وګرځول سي(دوی) ډيرسخت عذاب ته، او نه د ی الله تعالی بې خبره د هغه عملونو څخه چې تاسوئي کوی .

دلته علماکرام وايي چې اسلام ترټولوستر او لوی امانت د ی چې انسان د هغه د ساتلومسؤليت لري په د غه لوی امانت کې ټول الهي او امر او نواهي شاملیږي.

اوس چونکه د بندګانو ترمنځ هره ورځ معاملات، راکړې ورکړي وي، له د ې علاوه د یوبل مرستي او کومک ته اړتیالري نوترټولوضروري د اده چې خپلمنځي اعتماد په یوبل باندې ولري، که د ااعتمادله منځه ولاړسې نوهرڅه به له منځه ځي.

لومړی:امانت یوانسان له بل انسان سره [وديعه] ږدي چې موږ او تاسې ورته امانت وایو د ایوفزیکي جنس د ی، د ا انسان به د هغه په د غه وديعه کې تصرف نه کوي، او نه به یي ضايع کوي، بلکه ترخپل مال به ئي هم ډیره ساتنه کوي، ځکه د خپل مال په ضايع کولوسره به تاوان یوازې د ته رسيږي، او دپردي مال په ضايع کولوسره به تاوان هم مال والاته رسیږي او هم به د ده اعتماد ته، چې په معنوي ډول د ااعتماد ترمال هم مهم د ی.

دویم امانت د یوه انسان د اسرارو او رازونو د ی، که یوانسان په بل انسان باندې اعتماد وکړي، او دخپل زړه پټه خبره ورسره شریکه کړي، او نه غواړي چې د اخبره د ې ونوروخلکو ته ښکاره سي، نودا امانت سوحتی علماء کرام وايي که د وه یاڅوکسان په عادي خبروکې هم وي او دجلاکيدو پرمهال یوبل ته ووايې چې د امجلس امانت د ی نودا امانت سوپه د ې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:” إِذَا حَدَّثَ الرَّجُلُ الْحَدِيثَ ثُمَّ الْتَفَتَ فَهِيَ أَمَانَةٌ” )قَالَ أَبُو عِيسَى هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ،هذا الحديث في صحيح الترمذي برقم : 1959 والسلسلة برقم : 1090 .

ژباړه:جابر رضی الله عنه فرمایی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو انسان د چا په وړاندې یوه خبره (په ورو) وکړه، بیا ئی (احتیاطاً راسته او چپه لورته) وکتل، نودغه خبره (داوریدونکي سره )امانت سوه (باید ساتنه ئي وکړي).

دریم امانت د ښځي او خاوندپه منځ کې هغه اسراردي چې هیڅکله د وی نه غواړي چې نوروته افشا کړل سي، لهذا د واړه مکلف د ي چې د یوبل اسرار به خامخاساتي .

په د ې اړه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايې:(عن أَبی سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :إِنَّ مِنْ أَشَرِّ النَّاسِ عِنْدَ اللَّهِ مَنْزِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ الرَّجُلَ يُفْضِي إِلَى امْرَأَتِهِ وَتُفْضِي إِلَيْهِ ثُمَّ يَنْشُرُ سِرَّهَا) أخرجه مسلم فی کتاب النکاح باب تحریم إفشاء سر المرأة.

ژباړه: ابوسعید الخدري رضی الله عنه وایی پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقیناً د قیامت په ورځ به د الله په وړاندې ترټولو بد سړی هغه څوک وي چې خپلې کورواله ته نژدی سي او ترمنځ ئی څه پيښ سي او دغه حال بیا نورو خلکو ته وایي.

څلورم: امانت د ولايت یاواک د ی، که څوک واکمن سي نوهغه مسؤل سو هغه به ترخپل واک لاندې خلکودمال، ناموس، او سرحفاظت په حقه سره کوې، د الله شريعت به په خلکوکې نافذوي،دخلکوپه منځ کې به عدالت قائموي، امرباالمعروف او نهي عن المنکر به عملي کوي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د یوسائل د سوال په ځواب کې وويل:عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا ضُيِّعَتْ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ قَالَ كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ إِذَا أُسْنِدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ) صحیح البخاري رقم الحدیث،(۶۴۹۶)

ژباړه: ابوهریرة رضی الله عنه وایی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمائل: کله چې امانت ضایع سو نوتاسو د قیامت د راتلو انتظار وکړي، (یوصحابي پوښتنه وکړه) ای د الله رسول-صلی الله علیه وسلم- امانت ضایع کیدل څرنګه وي؟ پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمائل: چې کله کارونه (مسؤولیتونه) نا اهلو خلکو ته وسپارل سي، نوتاسو بیا د قیامت د ورځې انتظاروباسی.

په رشتياسره چې امروخپل اهل ته ونه سپارل سي معلومه سوه چې هم د خلکومال سراونور حقوق څه ضایع کیږي

په بل حديث کې رسول الله فرمايې: (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : ” أَلا كُلُّكُمْ رَاعٍ ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ ، وَامْرَأَةُ الرَّجُلِ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ ، وَالْعَبْدُ مَسْئُولٌ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ ، أَلا وَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ) متفق علیه، صحیح البخاري الحدیث رقم:(۶۶۳۲)، صحیح مسلم الحدیث رقم:(۳۴۱۴).

ژباړه: خبردارتاسوټول شپانه یاست، د خپل ماتحت خلکو په اړه مسؤل یاست (پوښتنه به د رنه کیږي) پاچا به د ټولو خلکو په اړه مسؤل وي، د کورمشر به د خپل کوراو بچیانو مسؤل وي، د کور میرمن به د خپل خاوند د مال او بچو مسؤله وي، غلام(خادم) به د خپل بادار(مشر) د مال د ساتنې مسؤل وي، خبردار چې تاسو ټول (په خپل خپل ځای کې) مسؤل یاست او له تاسونه به د خپل رعیت په اړه پوښتنه کیږي.

ددې مبارک حديث په اسنادسره هرانسان ته په خپله اندازه د ولایت او دواک امانت ورسپارل سوی د ی او دهغه په اندازه مسؤلیت لري.

پنځم: امانت د انسان وظیفه یادنده د ه، که چاته یوه د نده وسپارل سي د اسړی هغه په سمه توګه سره سرته نه رسوي نوده امانت ضائع کړ، د مثال په توګه که یوانسان د چا سره د یوڅوپيسوپه بدل کې په وظیفه باندې وګمارل سوچې د ورځي به د هغه سره لس ساعته کارکوي، نوداسړی به حتماً د او خت د هغه سره په کارکې تيروي، خپل یادبل چاکاربه په د غه د وران کې نسي کولای، نه به غیرحاضرکيږي، که د اانسان خپل تړون پوره نکړي د ه امانت ضائع کړ، ځکه چې د ه ته معاش یااجوره په د ې شرط ورکول کيږي چې پوره وخت به کارکوې، البته که یوکارپه ټيکه ورکول سوی وي نودا بیا جداحکم لري، په قرآن کریم الله پا ک فرمايي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا او فُوا بِالْعُقُودِ﴾ المائدة (۱)

ژباړه:ای ایمان والو: پوره کړی(خپل) لوظونه(که د مسلمان سره وي او یادکافر سره میثاق وي).

په د ې ایات کریمه کې صیغه د امرراغلی او امر افاده د وجوب کوي، معنا د ا چې په تاسو واجب د ی چې خپل لوظونه ژمني پوره کړی .

په د ې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یومرفوع حدیث د ی فرمائی:( والْمُسْلِمُونَ عِنْدَ شُرُوطِهِمْ ) وَزَادَ كَثِيرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ : ” إِلَّا شَرْطًا حَرَّمَ حَلَالًا او أَحَلَّ حَرَامًا ” ) په مجموع کې امام ترمذی رحمه الله د ې حدیث ته حسن صحیح ویلی.

ژباړه: او مسلمانان به خپلومنځو کې منل شو شرطونوته ژمن وي(وفابه پرې کوي) مګریوازې هغه شرطونوته به نه وي ژمن چې حلال حرام ګرځوي، او یاحرام حلال ګرځوي.

شپږم: امانت مال، د ولت او شتمني د ه، ځکه د ټولو موجوداتو حقيقي مالک الله پاک د ی، او چاته چې یې مال او دولت ورکړ نو د ادهغه سره امانت سو، په د ې مال کې به د غریبانواوبيچارګانوحق ورکوې، د خدای مال( زکات) به ورکوې، په حرامو ،قماراواسراف سره به یی نه مصرفوي، په د ې هکله الله پاک فرمايي: ﴿ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ﴾الأعراف (۳۱)

ژباړه:او وخورۍ وڅکۍ او اسراف(له حد نه زیاتوالی) مه کوی، یقیناً الله پاک نه خوښه وي هغه خلک چې اسراف کوي.

په بل ايت کریمه کې راځي : ﴿وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَاماً ﴾ الفرقان۶۷.

ژباړه: او د ا(مؤمنان)هغه کسان د ي چې کله د وی خرچ کوي نو اسراف نه کوي، او نه د وی شومتیا(بخل) کوي، (بلکه) د وی(په خرڅ کولوکې) میانه روي کوي.

اووم: امانت د انسان صحت او وجود د ی، انسان به خپله ژبه، خپل بدن، او دبدن ټول اندامونه په نواهی او منکراتو کې نه استعمالوي، او نه به تمبلی او سستي کوي، د د ې لپاره ډيردلايل سته الله پاک فرمايي: ﴿قدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ {1} الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ {2} وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ {3} وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ {4} وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ….. او لَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ {10} الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴾ سورت المؤمنون

ژباړه: یقیناً کامیاب د ې مؤمنان، هغه کسان چې په خپلو لمنځونو کې عاجزي کوي، او هغه کسان چې بېهوده او بې ګټې شیانوته مخ نه اړوي (ځان ترې نه ساتي)، او هغه کسان چې (دخپلومالونو) زکات ورکوي، او هغه کسان چې د خپلو عورتونه (شرمګاو) ساتنه کوي……..دغ کسانان د ي حقداران(میراث وړونکي)، کوم کسانان چې به د جنت الفردوس میراث وړونکي وي او د وی به هغې کې د تل لپاره وي.

الله د ي موږدهغوی د ټولی څخه وګرځوي

داټول هغه امانتونه د ي که یې یوڅوک په ځای نه کړي نوهغه به خاين بلل کيږي، ځکه چې هغه امانت چې د ه ته ورکول سوی و ه هغه د ضايع کړ او دا مانت عکس خیانت د ی، او دخاینانوپه حق کې الله پاک فرمايي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾ سورت الأنفال(۲۷)

ژباړه:ای ایمان والو خیانت مه کوی تاسو د الله تعالی او د (هغه) د رسول سره، او خیانت مه کوی په امانتونو خپلو کې په د اسې حال کې چې تاسو پوهیږی چې(داخیانت د ی).

خاین انسان کله هم د الله د وست نسي کيدلای ځکه چې الله پاک په خپل کلام کې فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ﴾ الأنفال(۵۸)

ژباړه: یقیناً الله پاک نه خوښوي خیانتګرخلک.

نوهرمؤمن ته لازمه د ه چې د ده په ذمه سپارل شوي الهي او دا نسانوامانتونه په ښه توګه سره اداکړي، او که یوانسان د هغه په اداکولوکې پاته راځي په ځانګړي توګه د بندګانو په اماناتوکې ښه به د او ي چې هغه مسؤليت چې امانت د ی له خپلي ذمي واړه وي، او که په نه پوره کولو، ياپه بې باکۍ، چل او فريب سره هغه ته د وام ورکوي نودا انسان د الله په وړاندې خائن د ي او الله تعالی د خائنانوسره د وستي او محبت نه کوي والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammed

ماشاالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x