افغانستان

اربکیانو په کاپیسا کې ۶ کورونه سوزولي

aaar

د کاپیسا ولایت په کوه بند ولسوالۍ کې د دولت سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو د عامو خلکو ۶ کورونه سوزولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تیره ورځ اربکیانو د قومندان زیب نور په مشرۍ د سیمې په خلکو بې رحمانه یرغل پیل کړ چې تراوسه پورې دوام لري.

نوموړي د سیمې د خلکو په حواله زیاته کړې چې د دې یرغل په ترڅ کې “وحشي” اربکیانو ۶ کورونه سوزولي، خلک یې وهلي ټکولي، او ۷ تنه ئې ټپیان کړي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مجاهد وايي چې اربکیانو غوښتل د یادې ولسوالۍ د سنجین درې په ملیکر سیمه کې د کلي ملا ونیسي نو په کلي ئې د هشتاددو، راکټ لانچر، او نورو درنو وسلو برید پیل کړ.

د کلي د ملا له قومندان زیب نور سره په کومه خبره مخالفت راغلی وه.

د یو بل خبر له مخې اربکیانو د غزني په شلګر کې د یو کلیوال په کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې.

طالبانو پیښه تایید کړې او ویلي ئې دي چې اربکیان تیره ورځ ماښام د ګلو کلي ته ورغلل او د حاجي سعدالدین په کور ئې یرغل ورووړ، د کور ټول غړي ئې د ښځو او ماشومانو په ګډون په خورا بې رحمۍ له کوره وایستل او بیا ئې په کور کې پوسته جوړه کړه.

که څه هم دا معلومه نه ده چې ولې د کورنیو چارو د وزارت سیمه ییزو پولیسو د حاجي سعدالدین کور د پوستې لپاره غوره کړی، خو یو شمیر خلک په دې اند دي چې ښايي د جغرافیوي موقعیت له نګاه نه د حاجي صاحب کلا په سیمه کې د پوستې لپاره تر ټولو مناسب ځای وه، نو ځکه ترې بې دفاع ښځې او ماشومان په زور ایستل شوي، ترڅو د ولس امنیت په ښه توګه خوندي کړی شي.

خو د کورنیو چارو وزارت د یادې پیښې په اړه کومه تبصره نه ده کړې، چې ولې د ولسي خلکو په کورو کې د اربکیانو لپاره پوستې جوړوي.

له دې وړاندې هم څو ځله ملکي خلک له کورو ایستل شوي او پوستې په کې جوړې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x