نظــر

ددې پوښتنه له یون صیب څخه وکړئ!

مولانا عبدالصبور-

ډيرۍ دوستانو زما د فیسبوک پر پاڼه کې يوازې همدغه پوښتنه تکراروله چې اوس وخت کې د امان الله خان اړوند ستاسې دغسې خبرې ته څه ضرورت ؤ؟

زما ګرانو وروڼو!

زه ددې سپيناوی کوم چې دغه ويډيو څو کلونه مخکې د قرآن پوهنې په درسونو کې د حجاب، ستر او پردې درس ؤ، دغه خبره په نوموړي درس کې ضمني ياده شوې وه، که تاسې هغه ويډيويي کليپ ته متوجه شئ نو زما ږيره هلته توره ښکاري، يعنې د کلونو مخکې خبره وه، تېره شوې وه او ډېرو محدودو کسانو اورېدلې وه، خو بېرته د ځينې مغرضو کړيو، د استاد محمد اسمعيل يون د تلويزيون او نوموړي د ملګرو له لوري دا کلېپ له کلونو وروسته بېرته پيدا شو، په پراخه پيمانه نشر شو او مسئلې ته يې سخته هوا ورکړه، آن تر دې چې د غازي امان الله خان روح يې په قبر کې خفه کړ او زما روح يې په ژوند وزوروه. (الله (ج) دې دوی ټولو سره خپل حساب وکړي!)

خو، ددې پرځای چې دغه پوښتنه له ما وکړئ، راشئ له نوموړو ښاغلو او استاد يون څخه دا وپوښتئ چې:

د دومره پخوانۍ خبرې د راپيدا کولو او خپرولو څه ضرورت يې محسوس کړی ؤ؟

خپله دوی هم وايي چې فتنې يې وزيږولې، نو د کلېپ د بيا خپرولو پوسيله د دې جنجال پيدا کولو اړتيا څه وه؟

علماؤ او دين ته د ښکنځلو څه اړتيا وه چې ټول علماء يې وښکنځل؟

يادونه: ما پخوا هم ويلي او اوس يې هم وايم چې ما هېچا ته کافر ندي ويلي او نه ددې حق ځانته ورکوم چې چاته د کفر او يا هم اسلام سرټيفېکټ ورکړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منيب احمد

ددې کلييپ نشرولو نه هدف دا و چې دملايانو ټکولوته پلمه پيداکړي خو دخداى شکر دى اوس مسلمان مبارزين ډير او دژورې مطالعې لرونکي دي امان الله خان يې په تاريخې او مستندو دلائلو خلکو ته په اصلي څيره ور وپيژانده سيکولرانو دروند زيان وموندل

امید

قدرمن مولوی صاحب! ډیر ښه شوه چې ددی خبری وضاحت دی پخپله وکړ، او بله داچې د خود غرضو څیری هم معلومې شوی. دوی د غازی امان الله خان په خپلواکئ ویاړی نو اقلاُ د هغه لار خو دی تعقیب کړی، که نور یی وسه نه رسیږی، یوه وړه غونډه دی را و غواړی او ودی وایې چی مونږ د هغه چا له لمسیانو خپلواکی غواړو چی غازی امان الله خان یې له نیکونو اخیستی وه. که دومره د نر زامن وی. یون که ریښتیا ځانته پښتون وایې نو هغه پښتنې دی نه ګډوی په ژوندون تلویزون کی. ما خو… نور لوستل »

احمد

یوه بله لیکنه مي ولیدل چي د علماوو سخت توهین یې پکښي کړی وو او د سینما، موسیقۍ، بې حجابۍ او د ښځو لپاره غربي لباس بد بلل یې افراطیت بلی او دا شیان حرام بلل یې د انګریزانو توطئه بلل!!!

نو بیا مي ورته ولیکل چي عبجه ده! یو ځل د انګریزانو سخت بد وړی، د افغانستان دښمنان يې بولی او په عین حال کي بیرته د انګریزانو کلتور، لباس، وغیره باندي سر قربانوۍ؟!

دا خپله د انګریزانو دسیسه ده چي د علماوو توهین وکړي. او د افراطیت په پلمه خپله افراطیت کوي.

الحاج استا ذ بیانزی

مولوی صاحب عبدالصبور د الله ج په رضا کی که د ملحدینو اماتورانو خوابدی هم وه پروا نه کوی ، ته حق وایی ولو کره الکافرون ، الظالمون او المنافقون ، که دغه ملحدینو په رښتینی د دی هیواد په خپلواکی باور لرلی اوسنی بلواکی کی به یی ملی او اسلامی بډی راوهلی وی اوس د هماغه غنی خان غلام سره ملتیا لری چه پرون یی د یو پلار قاتل د پاچاهی غوښتونکی د دروغو اتل امان الله خان سره ملتیا لرله ، په دی اړه به زه حقایق په یوه فوق العاده لیکنه کی راټول کړم له چا نه… نور لوستل »

امین درمان

دد ی کلیف د پورته کولو ضرورت دا و چی یون خپل منافقت څرګند کړی او دا وښی چی دا یون څومره مغریض او بی غیرته دی

نعمان

یون او لطیف پدارم له لارویانو سره یي سخت د اسلام دوشمنان دی هیله ده نور تاجک او پښتانه ورباندې ونه غولیږي

ایمل

ایمل لکه څرنگه چې مولوي صاحب ویلي، چې دا ویډیو څو کاله پخوا خپره شوې او لږو، محدودو کسانو اورېدلې وه، نو اوس چې دا هر چا بیا خپره کړي وي، ښه کار یې نه دی کړی. نو نه به مولوي صاحب ته او نه به دین او علماؤ ته ښکنځل او فحش کلمات ویل کېدل. الله تعالی دې ټول فرصت طلبه خلک (د وخت بچوړي) په سمه لار روان کړي. که هرڅوک مولوي صاحب پسې څه لیکي او یا گواښونه ورته کوي، او دومره زړور وي نو هغه کس چې په خورشید تلویزیون کې په ډاگه او ښکاره په… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

سره ددی چه د اسلامی حکمت له مخی د حهالو سره په سلام اچولوچوپوالی ته اړه ده ، مګر دا د مسلمانانو جهالو په اړه ویل شوی د مرتدینو او منافقینو سره لکه یون او دهغه ملګری ټول خرڅ شوی یا نورو په نکاح کړی ، لکه ناوی ته چارګل ، او هار په غاړه کوی ، دوی ته یی هم بریتونه په پوزه او نیکتایی په غاړه او د واده وریښمینی دریشی یی ورته اغوستی ، جیبونه یی ورله په ډالرو ډک کړی قیمتی ګآړی او بنګلی یی ورته په واک کی ورکړی ، دا ټول د نوو واده… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x