نظــر

که د ایران او سعودي عرب ترمنځ جنګ واقع کیږي نو څه به پیښیږي

بخت الرحمن بخت –

ایران ۷۵ ملیونه وګړي لري سعودي عرب یواځی ۳۰ ملیونه نفوس لري چې د دغو ۳۰ ملیونو وګړو له جملي څخه ۸ ملیونه بهرنیان دي چې دغه هیواد ته د کار لپاره راغلي دي، پاته سوو دایران د ۷۵ وګړو په مقابل کي یواځي ۲۲ ملیونه سعودیان.

۲: ایران سني مذهبه لږ کي مسلمانان لري خو د سعودي د لږکیو شیعیه ګانو په پرتله د ایران لپاره ډير خطرناک نه دي، ځکه دسعودي شیعیه ګان له عراق سره پرپوله باندي پراته دي او عراق له وړاندي امریکایانو د ایران په واک کي ورکړی، دوهم د سعودي عرب دتیلو زیاتي او مهمي زیرمي د دغه هیواد په شیعه میشتو سیمو کي واقع دي، او د دغه ځاي شیعیه ګانو مخکي لا دسعودي حکومت په خلاف بغاوت اعلان کړی.

کچیري دغه جنګ خداي دي نکړي چې رامنځ ته شي، ځکه دغه جنګ به په سیمه کي دمسلمانانو لپاره ډیري بدي پایلي ولري، بدي او ناوړي پایلي به یی دشیعیه ګانو په پرتله سني مسلمانانو ته زیات نقصان واړوي..

۱: که څه هم امریکایان په ښکاره دشیعه ګانو مخالفین ښکاري، حقیقت کي داسي نه ده بلکي امریکایان په سیمه کي دسنیانو په مقابل کي دشیعه ګانو پوره ملاتړ کوي او یو په بل پسي سیمي کي د ایران نفوذ ته لاره هواره وي.

۲: امریکایانو لا له وړاندي په عراق کي دایران په ګټه او سعودي په نقصان ماحول رامنځ ته کړی دی.

۳: یمن چي له ډیر وخت څخه دسعودي عرب نزدې دوست هیواد ګڼل کیدی، شیعیه حوثي ملیشو هغه هیواد کي حکومت ونړاوو، ټول هیواد یی ترخپلي ولکي لاندی راوستی دهیواد مشریی سعودي عرب ته تیښتي ته مجبور کړ، دغه هیواد چي یو وخت دسعودي عرب نزدي ملګری هیواد بلل کیدی، اوس له سعودي عرب سره په جنګ اخته دی سعودي عرب یی له سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړی، هره ورځ له یمن څخه وسعودي عرب ته توغندۍ راغورځوي چي تیره ورځ یی دسعودي عرب دجیزان په ولایت کي دري واړه ماشومان وژلي دي او له دي څخه مخکي یی د یمن پولي ته څیرمه ښارونو او ښارګوټو باندي توغندیز بریدونه کړي چې مرګ ژوبله یی اړولي ده.

خو ایران بیا د سعودي په خلاف خپله پوله باندي له عراق سره نه یواځي زاړه مشکلات حل کړو بلکي هغه هیواد یی ترخپله نظامي او سیاسي ولکی لاندي راوستی، تیره ورځ داسي خبرونه خپاره شوي وو چي ایران دعراق سني میشتو سیمو ته ایرانیان لیږي هلته یی ابادوي ترڅو ددغو سیمو ډیری سنیان په لږکیو باندي بدل کړي.

۴: د سعودي عرب شیعیه ګان له عراق سره پوله لري هروخت دسعودي لپاره خنډونه رامنځ ته کولای شي او په ډیره اساني سره دایران مرستو ته ځانونه رسولای شي.

۵: دسعودی عرب دتیلو ډیري زیرمي په شیعه میشتو سیمو کي قرار لري، دایران او سعودي دټکر په صورت کي ددغه ځای شیعه په ډیره اساني سره دغو زیرمو ته نقصان پیښه ولای شي او حتی کچیری سعودي عرب په سخت جنګ کي راښکیل شي کیدای شي ددغه ځای شیعه ګان له عراق سره دیوځای کیدو کوښښ وکړي، څنګه چې عراق دایران له لوري په پوره ډول یرغمال شوی، ایران په ډیره اساني سره کولای شي دسعودي دطبعي زیرمو ډکه شیعه میشته سیمه هم ترخپلي ولکه لاندي راولي.

۶: بحرین هیواد کي که څه هم حکومت دسنیانو په لاس کي دي او دسعودي حکومت دهمکاري او مرستو څخه برخمن دي او له دغه هیواد سره زړه دوستي لري، خو له وړاندي لا شیعیه ګانو هلته دسني حکومت په خلاف لاریونونه او مظاهري پیل کړي دحکومت په خلاف یی دبغاوت اعلان کړی نړیواله ټولنه هم ددغه هیواد حکومت له شیعیه ګانو سره دبد چلند له امله پړوي او دشیعیه ګانو په مقابل کي ددغه هیواد دحکومت کړنې او سیاستونه غندي له دي څخه مخکي په ۲۰۱۱ زدیږ کال کي ددغه هیواد ډیری شیعیه ګانو دحکومت په خلاف په پراخ بغاوت باندي لاس پوري کړ نزدي وو چې دبحرین سني حکومت راوپرزوي چې وروسته دسعودي حکومت دغه هیواد ته ځواکونه ولیږل هلته یی شیعیه پاڅون کونکي وځپل او دبحرین سني حکومت ته يي دشیعیه پاڅون کونکو په مقابل کي نجات ورکړ.
دایران او سعودي عرب ترمنځ دشخړي په صورت کي ایرن په ډیره اساني سره کولای شي چې دغه هیواد کي دسعودي لپاره مشکلات رامنځ ته کړي ځکه بحرین کي ۶۵سلنه شیعیه وګړي اوسیږي او په تیرو څو کلونو کي ددغه هیواد دحکومت له لوري سخت ټکول شوي صرف یو حرکت ته اړتیا لري چې کله هم په بغاوت لاس پوري کړي ددغه هیواد په وس کي نشته چې مخنیوی یی وکړي..

۷: پاکستان او ترکیه:

پاکستان هغه هیواد دي چې له ایران سره پراخه پوله لري او ډیری وکړي یی سني مسلمانان دي څرنګه چې پاکستان دسعودي عرب ډیر نزدي ملګري هیواد پاته شوی دپاکستان له جوړیدو څخه بیا تر نن ورځي پوري دغه هیواد سره سعودي عرب بی شماره مالي کمکونه کړي، هر مشکل ګړي ورسره ډیر نزدي پاته شوی او همیشه یی دخپل وجود یوه برخه ګڼلی، اوس به وګورو چې دایران په مقابل کي پاکستان دسعودي عرب څومره مرسته کوي.

خوفکر نکوم چې دایران او سعودي عرب ترمنځ دشخړي یا جنګ په صورت کي دي پاکستان دسعودي عرب ملګرتیا وکړي، ځکه پاکستان د غرب له اثر څخه نشي وتی، پاکستان مستقیما دغرب تراثر لاندي دي او لویدیځ نه غواړي چې دسعودي او ایران دجنګ په صورت کي دي پاکستان دسعودي ملګرتیا وکړي.

۲: دپاکستان شیعه ګان لا له وړاندي دسعودي له حکومت سره سخته کرکه لري او دسعودي عرب حکومت دنفرت په سترګه ګوري، همیشه یی دغه هیواد کي دایران په پلوي او سعودي عرب په خلاف مظاهري او احتجاجونه کړي، دري ورځي مخکي چې دسعودي حکومت یو وتلی شیعه مذهبي مشر نمر باقر النمر اعدام کړ، له ایران څخه دباندي پاکستان دوهم هیواد وو چې شیعه ګانو یی دسعودي حکومت په خلاف مظاهري وکړي، ددغه هیواد له لوري یی دشیعه رهنما نمر باقر النمر وژنه په سختو ټکو وغندله.

او ددغه هیواد دحکومت دري مخالف اومهم ګوندونه لکه دپاکستان دخلګو ګوند (PPP) متحد ملي غورځنګ ( MQM) اوپاکستان تحریک انصاف (PTI) دري سره هغه ګوندونه دي چې ددغه هیواد حکومت په سیمه کي دسعودي عرب په پلوي باندي تورنوي، او دپاکستان دحکومت دسعودي عرب پلوه سیاست مخالفت کوي.

۸: ترکیه چي سیمه کي ډیر مهم هیواد دي دغه هیواد له ایران سره ۵۶۰ کیلومټره غټه پوله لري ددغو دوو هیوادونه ترمنځ دغه پوله ۴۰۰ کاله مخکي ټاکل شوی دواړه هیوادونه پر پوله یو له بل سره کومه ځمکنیزه شخړه نه لري، څرنګه چي دترکیي وګړي تقریبا ټول سني مذهبه مسلمانان دي او دغه هیواد له ایران سره په منځني ختیځ کي څه نا څه مشکلات لري نو ځکه دایران په مقابل کي دسعودي عرب لپاره ډیر ستراتیژیک اهمیت لري که څه هم ددغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردګان په وار وار ویلي چې دایران ناوړه او کرغیړن سیاست دي ته اړ ایستی چې دسوریې او عراق په جګړه کي ځان ورښکیل کړي خو دلته یو ځل بیا ګمان نکوم چې دایران او سعودي دجنګ په صورت کي دي ترکیه دایران په خلاف دسعودي عرب ترشا ودریږي.

۱: ترکیه په سیمه کي له سعودي عرب سره دملګرتیا نه بلکي دسیالۍ سیاست پرمخ بیایی، ترکیه په منځني ختیځ کي له سعودي عرب سره په سیالي اخته ده.

۲: ترکیه دناټو غړو هیوادونو غړی هیواد دي ناټو به هیڅ کله ترکيی ته اجازه ورنکړي چې دایران او سعودي عرب دجنګ په صورت کي دایران په خلاف دسعودي عرب ملګرتیا اختیار کړي.

بخت الرحمن (بخت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکرام

داسې سرچپه تحلیل خو مې منې که تراوسه لیدلی و، لیکوال صاحب دا دومره لوی سني عالم اسلام نه ویني خو دغه څو تنو شیعه ګانو خورا بد بوګنولی. زه خو وایم چې د سعودی لاس او پښې ورته وتړې هم که ایران حمله ورباندې وکړي، په سعودي حمله او حرمین د شیعه ګانو تر واک لاندې راتلل به سني عالم داسې ټکان ورکړي چې بیا که حکومتونه اقدام نه کوي ملتونه به د شیعه ایزم په خلاف وسلې ته لاس کړي. لیکوال نه پوهیږم څرنګه له ایرانه داسې ګبڼۍ نیولی دومره شی نه دی یوازې ادبیات او تبلیغات زورور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x